د ساینس او ټيکنالوجې تېز پر مختګ په تېرو څو کلونو کې د دې لامل شوی دی، چې د وګړو ترمنځ په ټولنیزو اړیکو یو ډول اغېز پری باسي. سره له دې چې د ټولینزو رسنیو ودې او د نوې ټيکنالوجۍ پرمختګ د خلکو ترمنځ واټن را کم کړی دی، خو ولې په یو ډول نه یو ډول يې د خلکو په ټولنیزه راشه درشه هم دروند اغیز کړی دی.
د انټرنیټ او موبایل ټلیفون په شتون کې اوس د وګړو ترمنځ راشه درشه کمه شوې ده. پخوا به په اخترونو او نورو دا ډول د خوښیو په ورځو کې خلک د یو بل کورونو ته تلل او د اختر او د خوښیو ورځې به يې له نږدې سره نمانځلې، خو د دې ورستیو دوه درې کلونو راهیسې د یو بل کور ته د تګ راتګ دود ورځ تر بلې د له منځه تلو په حال کې دی او ډېر کم شمېر کسان په اخترونو کې خپلو دوستانو ته له نږدې ورځي، بلکې نن سبا دا یو دود ګرخيدلی دی، چې د اختر په ورځ د فیسبوک او یا هم ګرځنده ټلیفون له لارې دوستانو او ملګرو ته د مبارکۍ یو پیغام استوي او بسنه پرې کوي.
له دوستانو سره راشه درشه د دوستانو او خپلوانو ترمنځ اړیکه نوره هم د مینې په تار تړي او لا يې غښتلې کوي. یو چاته له نږدې ورتلل او د هغه سره مخامخ خبرې کول او د ټلیفون او فیسبوک له لارې د اړیکو نیولو تر منځ ډېر ټوپیر شتون لري. کله چې موږ د کوم دوست سره له نږدې کینو او له هغه سره مخامخ خبرې وکړو په دې سره د یو بل له حاله ډېر ښه خبریږو او په رواني ډول مو زړه او روح ته سکون هم بښل کیږي.
راځئ! دې نیکمرغه کوچنې اختر کې دا دود بېرته بدل کړو او له یوبل کورونو ته لاړو شو او د اختر مبارکې وکړو. راځئ! د فیسبوک او موبایل د مبارکۍ د پیغام استولو تر څنګ د هغو خپلوانو او دوستانو کورونو ته مبارکۍ ته ورشو، چې راسره نږدې وي او تګ ورته ممکن وي. په دې سره به مو د زړونو پیوندونه نور هم وتړل شي او په ټولنه کې به مینه زیاته او رواج شي.
راځئ ! د ځان ځانۍ د ژوند څخه ټولنه وژغورو او ټولینزو اړیکو ته د لارې په برابرولو کې هڅه وکړو.
راځئ دا کار لومړۍ د خپل ځان نه پیل کړو او دا اختر ټولو دوستانو ته کورونو ته ورشو.
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مینه