د هلمند پيژندنې سيمينار له پاره د کاکړيو پر فارمولي جوړښت،جغرافيايي سيمه، ارزښت،او په کاکړيو کې د لهجې ساتل او ځینو نور مسلو ژغيدلی يم.

د کاکړيو پر تخنيکي جوړښت هماغه تکرار خبري دي، څوک کاکړۍ پنځلس ، څوک ،يې هم شپاړس سيلابه بولي.چې ددواړو غاړو خبر سمه ده ، خو ځینو ليکوالو د کاکړيو د سيلابونو شمير ان تر اولس ښودلی، په وچ زو يې د لهجوي تاثير له مخې د کاکړۍ لومړۍ مسره نهه سېلابه او بله اته ښودلې ده.

خو په اصل کې د کاکړيو ،يوه ډله ، دواړه مسرې اته ، سيلابه لري، اود بلې ډلې لومړۍ مسره ۷ او د وروستۍ هغې يې ۸ سيلابه دي .

ارمانونه د پوره سه. ۸ سيلابه

ناوکۍ پر مخ د ښه سه. ۸ سيلابه

ته چم بازه سوې ښايستې. ۷ سيلابه

ځکه مي، زړه سو  له تا پرې. ۸ سيلابه

کاکړۍ د يوې ځانګړې جغرافيايي سيمې د ګړنیو ادبیاتو يوځانګړی شعري فورم دی ،چې دهمدې امله يې نوم هم په يوه قوم پورې تړلی پاتې شوی دی .

په يو شمېر پښتني سيمو کې نارې هم بلل شوې،چې دغه کليمه هم له اره د لوی کندهار خلک کاروي او په همدې خاوره کې کاکړيو ته ډېره پاملرنه شوې ده.په ټوله کې کاکړۍ په ژوب،کوټه،او چمن کې ډيرې ويل شوې .

اوپه جنوب لوديځو ولايتونو کې چې پخوا څومره کاکړۍ غاړې ويل کېدې،اوس يې هم پسرلي همداسې غوړېدلي دی.

دا په ډاډ سره ويلی شم چې په سهيل لوديځو ولایتونو کې هلمند لومړی ولایت دی،چې د کاکړيو فورم پکې تازه او تاند دی. هغه کاکړۍ چې د هلمنديو ځوانانو له خولې مې په ځینو سيمه ييزو را ډیوګانو کې اورېدلې ،ددې وړ دي چې ددغه فورم په ژوندي ساتلو، ټولولو، او ليکلو کې پوره زيار وایستل شي.

همدا رنګه د سيميزو لغاتونو او لهجې پيژندلو ښه وسيله کاکړۍ دي،رواجونه او کلتور پکې خوندي پاته کیږي.د شعر دغه جوړښت د بلې سيالې ژبې په ګړنيو ادبياتو کې نشته او کومه جاپانۍ هایکو چې په نورو ژبو کې ويل کیږي کاکړۍ تر هغې سندريزې او ښکلې دي .ځکه چې زموږ د شفاهي ادبياتو خپل ولسي تخليق دی. د هرې ژبې خپله پنځونه په هغه چغرافيه کې په زړه ښه لګي.

د بېلګې په توګه که دغه لاندې کاکړۍ د بلې ژبې په ادبي چاپريال کې وويل شي کیدای شي خوند يې لږ وي.

زما دلې په زړه کې ښوري

کمپوټر ته به ګران ګوري

زما زړه به شي ارام

که مې د ګران راغی پيغام

د ولسي ادبياتو تاريخي ځای او مهال مالومول ګرانه خبره ده ،خو کېدای شي د وخت د انځورونو، رواجونو او ميراثونو له لارې يې وړاندې وروسته زمانه ا ټکل شي.

استاد حبيب الله رفیع د لنډیو تاريخ تر څلور څلورنیم زره کلونو پورې ښودلی، چې ددې لپاره هم ډېرې ‎ بيلګې نشته، خو د کاکړيو په اړه لا تر اوسه نه ده کره شوې چې کاکړيو څو پيړۍ طی کړې. ښاغلي رفيع د يوې لنډۍ په تشريح کې د لمر پرستو زمانه را ښودلې ده.

مازديګرۍ دې ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې رښتیا به شينه

استاد وايي چې لمر پرستانو دا منلې وه چې په لمر لوېدو وخت کې ښيرا قبليږي،نو ځکه دغه لنډۍ ويل شوې ده.

خو د کاکړيو داسې بېلګې لا نه دي پيدا شوې چې د لنډيو په پرتله د خپل پیل لومړی مهال را وښيي او دا مالومه شي چې له لنډیو سره څومره سيالې پاته شوي دي ،يوازې په شمار کاکړۍ دي چې کتابو ساتلي ، وخت او مکان يې څه نا څه ثابت دی ؛لکه ډيلي ته د ستر ټولواک احمد شاه بابا د تګ، کیسه د شيرجان کيسه .او ځیني نور.

شيرجان،چې په قوم کاکړ و، د انګريزانو په مقابل کې ډير جنګېدلی و،بالاخره د وخت د نظام له لوري په دار ځړول شوی و او د خپل قوم خلکو دغه کاکړۍ غاړې پسې ويلې دي:

و پاڼسۍ تې خيژ اوی    شيرجان سګریټ ولګاوی

میمه ګوري تر کړکۍ     شيرجان تېرې، ولي ګولۍ

شيرجان خوی د غازي وکئ

د کاکړو رنګ يې ښه کئ

څومره چې په لنډیو کې ښځينه احساس، غواطف او نازک خيالي ده،کاکړۍ هم ترې کمې نه دي،په ډيرو کاکړيو کې، د ښځو د مظلوم احساس ،او بې وسۍ خبرې شوي دي .

مجبوري ده ناست یم

زړګی مې غوټ پرې، کي ستا غم

له جانانه بيله سومه

لکه ګل ورژېدمه

پردېسۍ څونې، آزاد، کړې
ما ژړل چي به چا ياد کړې

د ولسي ادبیاتو په دغه خوندور جوړښت کې يوه بله د پام او ارزښت خبره د لهجې پېژندل دي.په لنډیو کې د لهجې خبره ډیره نه ښکاري،خو په کاکړيو کې د سيمې ،کلي او تر دې پورې چې ديوې کورنۍ کلیمي پېژندل کیږي.

  ګله مه کوه دیغت   ــــــــــــــــــــــ ــــ‎ــــــــ پر مړو تل ورځي زحمت

سپینه خوله دي غونډه منډه  ـــــــــــــ بوري رب دي که را کونډه

سپينه خوله ازاد غاښونه ـــــــــــــــــــــــ پر وياله مینځي غابونه

په پاسنيو کاکړيو کې دوه لغاتونه ديغت او غابونه د پردۍ ژبې دي خو په جنوب لوديځو ولايتونوکې عام شوي ، په يوه کاکړۍ کې د بورې کليمه راغلې چې بوره ښځینه نوم دی، او په جنوبي، پښتون میشتو سيمو په خاصه په هلمند کې ځيني کورنۍ د ډيره نازه په خپلو لورانو، بوره نوم ايږدي. نو کيدای شي دغه کاکړۍ هم په هلمند کې ويل شوي وي. البته که په (بوره ) کليمه کې په (ب) خج وارید شي بیا زوی مړې کیږي.

سپینه خوله دې غونډه منډه             بورې خدای دې کړه را کونډه.

وړانديز:

۱. کاکړيو باندې یو نړيوال سیمينار جوړېدل.

۲.له ليکوالو او په ځانګړې توګه ،د علومو اکا ډمۍ نه هيله چې کاکړۍ را ټولې او خوندي کړي.

۳.په هلمند او نورو سيمو کې د هغه کاکړيو را ټوله ول چې په معاصره دوره کې په همدې ولايت کې ويل شوې وي .

۴.د کاکړيو په هر اړخيز ارزښت اثر ليکل.

۵.د نورو قومونو له ليکوالو هيله چې د خپلې سيمي او لهجې مطابق کاکړۍ وليکي.

يادونه : دغه ليکنه د هلمند پېژندنې سيمينار له پاره ليکل شوې وه

درنښت

ماخذونه هم ورکړه

۱.دپښتو شعر هندسي جوږښت ۳- کاکړۍ غاړې

۲. بينوا ويبپاڼه

۳.د هارون حکیمي او استاد رفیع مرکه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *