حکمت الله نورزی

مخکې له دې چې په راډیویي ژبه او دهغې په ځانګړنو خبرې وکړو، اړینه ده، چې خپله د ژبې په اړه هم یو څه ووایو. په عمومي ډول ژبه داسې تعریفولی شو: ژبه د یولړ معنا لرو نکو غږونو قراردادي سیستم دی چې انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو او له نورو سره د شریکولو لپاره کاروي.

    لکه څنګه چې په لیکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړدی، همدغه شان په راډیوکې هم ژبه یوه ستره او ارزښتناکه وسیله ده، لکه څنګه چې په لیکوالۍ کې قلم ته ډېره پاملرنه کېږي، همدغه شان په راډیوکې هم له ژبې سره احتیاط په کار دی، ځکه یوه وړه تېروتنه کولای شي، د یوې ټولنې، خلک یوې ډلې، یاهم یوه هیواد ته لوی اونه جبرانیدونکی زیان ور واړوي  ان تردې چې راډیو به له لوی کړکېچ سره مخ کړې وي.

کله چې یو متن برابریږي خبریال باید جملې لنډې، عام فهمې او په زړه پورې ولیکي. په راډیويې پروګرامونو کې چې څومره ژبه ساده وي هومره زیات اورېدونکې راماتولای شي، ځکه اوریدونکې زیاتره هغه کسان دي چې ښایي د پوهي او ذهني سويې له مخې یو برابر نه وي، زیاتره هغه خلک راډیو اوري چې په کلیو او بانډو کې دي او یا یې هغه خلک اوري چې نورې پرمختللې وسیلې لکه: کمپیوټر، ټلویزیون، انټرنیټ، کیبل، ډیش، او داسي نورو ته لاس رسی نه  لري، نو ځکه دوی ته راډیو یوه ارزښتناکه او دودیزه وسیله ده چې غوره او پرځای ګټه تري اخلې.

ویندوی او خبریال چې کله متن برابروي او غواړي سټوډیو ته ننوځې باید خپلې ټولې ستونزي او پرېشانۍ د سټیدیونه د باندي پرېږدي، کله چې متن لولي باید یوڅه موسکی وی، چې دغه موسکا يې په لوستنه کې هم احساس شي، دا اصل باید راډیو او هم په ټلویزیون کې په پام کې ونیول شي.

کله چې موږ بهرنې ټلویزیونې شبکوته پام لرنه وکړو، نود خبریال خوشحاله څېره زموږ په روحیاتو اغېزه کولای شي ، ان کله چې په یوه هېواد کې دردونکې جګړي هم روانې وي، دهماغه هیواد خبریالان خپله روحیه نه بایلې، بلکې په دې وخت کې هم خپل ژورنالیسټیک اصول او تګلارې له یاده نه باسي، هغه ویاند چې داصولو او میعیارو تابع وي کولای شي ترډېره حده د خلکو ترمنځ خپل محبوبیت وساتي، په دې توګه به اورېدونکي دغه ویاند   ځان ته نژدې او د ځان دوست وګڼې او د دې ترمنځ به یوه دوستانه فضا واکمنه وي، چې د دغې سوله ییزې فضا رامنځته کول د یوه خبریال او یوه ویاند ستره بریا ده، دارنګه اورېدونکی به هم برابر شوی پرو ګرام په  مینه سره اوري او هم به دې ته هڅول کېږي چې دغه راډیو هروخت واوري او تعقیب یي کړي. نو دغه کار به نه یوازې د ویاند لپاره ،بلکې د یوي راډیو لپاره هم لویه لاس ته راوړنه وي .

لیکوال: حکمت الله (نورزی)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *