خیرات خواره یو

راکټو ته مو کچکول نیولی

د ژوندون خیر مو له راکټ نه غواړو

موږه یو وږي

سیلاوونو نه فصلونه غواړو

موږه لار ورکي یو

سر سام یو

توپانونو نه آرام غواړو

له خپل دښمن ځینې د سرو ګلونو فصل غواړو

چې لږ مو پام شي نو بیا سره یو

او په وینو کې لیت پیت پراته یو

۰۸/۰۴/۲۰۱۴

هیدر سلیف، ډنمارک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *