تاندـ د افغانستان امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د کابل په ارغنذې کې تر ۲۰۰ زیات ټانکرونه سوځېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا پېښه پر سیمه د راکټي برید په نتیجه کې شوې خو دې وزارت د پېښې د دقیق علت د معلومولو لپاره یو پلاوی ګومارلی او د پېښې ځای ته استولی دی.

د اور شدت دومره زیات و چې د اطفاییې او اور وژونکو له هڅو سره سره تر نن سهار ناوخته پوري پر ټانکرونو اور لمبې بلې دي او لوخړې ترې پورته کېږي.

راپورونه وايي چې تېره شپه ۱۱ نیمې بجې د ارغندې په څوکۍ سیمه کې پر هغه ځای ۴ راکټونه ولګېدل چې د تېلو ټانکرونه پکې ولاړ وي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو څانګې وویل، تراوسه پوري دا هم نه ده څرګنده چې څومره ټانکرونه سوځېدلي خو له لومړنیو راپوروونو سره سم شاوخوا ۲۰۰ ټانکرونه سوځېدلي دي.

په همدې حال کې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې پر ټانکرونو دوی برید کړی دی.

دا پېښه له افتصادي پلوه افغانستان ته لوی ګوزار ګڼل کېږي.

0 thoughts on “راکټي برید په ارغندې کې د تېلو ۲۰۰ ټانکرونه سوځولي”
  1. پر ارګ باندې د حملې پلان ، بلوا ګانې تر ټاکنیزو پایلو اعلانېدلو مخکې ، د لوګر ټانک سره د لرګیو دکانونو او ټالونو ته اور اچول ، د کابل پر هوایي میدان د هاوانونو وارول ، د ارغندۍ په سیمه کې د تېلو پر (۲۰۰) ټانکرو باندې راکټ وارول ، د هلمند ، کونړ او وزیرستان جګړې ټولې د شکست خوړلې ټلوالې ، پاکستان ، ایران او غربیانو کار دﺉ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *