تاند- راین اییر (Ryanair) د پر له پسې شپږم کال په مخه تر ټولو د بد هوايي شرکت په توګه وپېژندل شو.
ادعا کېږي دا هوايي شرکت، چې مرکز یې په ډبلین کې دی، د ټکټ تر ټاکلې یا اعلان کړې بیې له سپرلیو څخه په چل ��یاتې پیسې اخلي.
د ګارډین ورځپاڼې د نن /شنبه/ د ورځې له راپور سره سم، له هغې سروې یا نظرپوښتنې سره سم چې هر کال د هوايی شرکتونو په اړه کېږي، سپرلیو د سفر، د چوکیو د اسوده توب، خوراک، څښاک او د کابین د وضعیت په اړه تر ټولو ټیټې نومرې راین اییر ته ورکړي دي.
خو دا هوايي شرکت، د دې لپاره چې ارزانه دی، په اروپا کې تر بل هر هوايي شرکت زیاتې الوتنې لري او زیات مسافر له یوه ځایه بل ته لېږدوي. له دې سره سره د خدماتو د کیفیت د خرابوالي له کبله ډېر مسافر وايي چې نور نه غواړي چې په راین اییر کې سفر وکړي.
په نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې په سلو کې ۷۰ سپرلیو ویلي چې بیا به په راین اییر کې سفر ونه کړي.
خو راین اییر هوايي شرکت دا نظرپوښتنه ردوي او وايي چې هغه دقیقه نه ده.
په اروپا کې توماس کوک اییرلاینز او ویز تر راین اییر وروسته خراب هوايي شرکتونه بلل شوي دي.