مونږ د نړۍ د بیداره ملتونو په څیر د راتلونکو ټاکنو په اړه د تحریم اختیار نلرو، ځکه مونږ لا هم په دې باوري نه یو چې بدلون راوستونکی ملت دی، ټاکنې د ملت د اختیار، واک او په قدرت کې د برخې اخیستو په مانا ده. بل دا چې مونږ لا هم په دې نه یو توانیدلي چې د ملت له منځه یو مشر یا یوه ډله ( ګوند) دې ټاکنو ته را وړاندې کړو او تر ټولو مهمه دا چې لا هم د افغان رایه د هغه د اختیار رایه نه ده چې که استعمال یې نه کړي نو کوم بدلون ته به لاره هواره شي او په پایله کې به ددوی اختیار، غوښتنو او فشارونو ته څوک غاړه کیږدي. د راتلونکو ټاکنو نوماندان، تر ډیره بریده هغه د زاړه ملا او زړو تراویحو په مانا دي، یوه ډله یې غرب ځپلي تیکنوکراتان دي او بله ډله یې د افغان ملت د ورانیو، بدبختیو او دربدریو عامیلین او په دریمه کیټګورۍ کې بیا د دواړو ګډوله را وړاندې شوي ده. د پرمختلیلو هیوادونو او وروسته پاتې هیوادونو یو لوی توپیر په دې کې دی چې د پرمختلیلو هیوادونو حکومتونه له خلکو ویریږي او د وروسته پاتې هیوادونو ملتونه بیا له حکومته ویریږي، د همدې ویرې له امله چې افغان ملت یې د حکومت په وړاندې لري، نه غواړي ځانونه د واک په جوړښت او ویش کې ور شامل کړي، بلکې د واک بې تاجه ټکیدرانو ته یې پراخ واک او اختیار ورکړي چې څه یې زړه غواړي هغه دې وکړي.
ځکه خو یواځینی اختیار چې مونږ یې لرو هغه په ټاکنو کې د ګډون اختیار دی. مونږ لا هم د خپلې رايې دوزن، توان او قدرت د تجربې په لټه کې یو، مونږ لا هم د بد او بدتر تر منځ د انتخاب د توپیر په تکل یو، مونږ لا هم ولسواکۍ ته جوړ او ټولمنلی ملت نه یو. نو ځکه مونږ باید په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه برخه واخلو او خپله رایه او اختیار تمرین او تجربه کړو.
پوښتنه دا نه ده چې ټاکنو کې برخه واخلو او کنه ؟ بلکې پوښتنه دا ده چې چاته رایه ورکړو؟ ددې پوښتنې ځواب نه یواځې سخت دی، بلکې لا هم معلوم نه دی چې تر پایه به کومه ډله، ایتلاف او کسان د ټاکنو د پای تر مرحلي ورسیږي. چیرته چې بې باورې موجوده وي، هلته تصمیمونه، انتخابونه او اختیارونه ژر، ژر بدلیږي، له شته نوماندانو هم دا تمه کیږي چې ډیری به یې د نورو په ګټه تیر شي، ځینې به لا هم نوي اتیلافونو جوړولو ته زړه ښه کړي او حتی کیدای شي ځینې په ټاکنو کې له ګډون څخه لاس واخلي او بیرته د غرب ښکليو هوټلونو، پارکونو او سړکونو ته د خپلو کارونو د ترسره کولو د پاره مخه کړي.
نو راځي په اشخاصو به نه غږیږو چې کوم کس ته رایه ورکړو، بلکې ددې پر ځای به په دې وغږیږو چې په کوم میعار باید خپله رایه استعمال کړو. ټاکنې د ولسواکۍ یو مهم اصل دی چې په ترڅ کې د خلکو په خوښه د واک سالم انتقال ته لاره هواریږي، مونږ له بده مرغه د سالم انتقال دپاره د اختیار لرونکي نه یو، نو د بدو او بدتر ترمنځ باید انتخاب وکړو، هغه لوړ میعار باید ونه ټاکو چې کوم په ریښتوني توګه د هر بل ملت لکه د افغان ملت په شان یې حق دی. مونږ نشو کولای دا سې نوماند یا ایتلاف پیدا کړو چې هغوي د ې د قومي ، ژبنیو، مذهبې جوړ جاړیو پر ځای اهلیت ته ارزښت ورکړي وي او خپل نوماند او مرستیالان دې د اهلیت پر بنسټ را وړاندي کړي وي، داسې کومه ډله هم نلرو چې هغه دې د تیرو بدبختیو، دربدریو لامل نه وي، یا دې په کې برخه نه وي اخیستي یا دې هم په وړاندې غلي نه وي پاتې شوي. داسې کوم نوماند هم نلرو چې هغه دې په ټول افغان ملت باور کړي وي چې زما رایه به د افغان ملت څخه راځي، بلکې ددې پر ځاي هر نوماند جنګسالار، ټوپکمار، د مذهب ټیکدار ته ترجیح ورکړي او یا خپله نوماند له همداسې جوړښتونو څخه را وړاندې شوی دی.
نو راځې مخکې له دې چې د نوماندانو دوه میاشتې پوره شي او خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړي موږ ورته د فشار جوړښتونه رامنځته کړو، د مدني جوړښتونو، صنفې اتحادیو، د ځوانانو خوځښتونو په رامنځته کولو سره مونږ کولای شو خپل فردې ځواک په ټولنیز ځواک بدل کړو، او په دې توګه د فشار د ډلې په توګه نوماندان دیته مجبور کړو چې ځینې شرایط مو ومني. یو تر ټولو مهم شرط چې باید افغان ځوانان یې په خپلواکو نوماندان کیږدي هغه د ګوندې سیاستونو رامنځته کول دي. هر نوماند چې بریالی کیږي هغه باید په راتلونکو پنځوکلنو کې د ګوندې سیاست جوړښت او پرمختګ ته لاره هواره کړي. دویم دا چې ځوانانو ته باید په راتلونکې حکومت کې پراخ او کلیدي کردار ورکړي. دریم دا چې د ټولنیز عدالت د اساساتو له مخې باید د مسولیتونو او صلاحتیونو ویش ته پام وشي، ویش باید د اهلیت او لیاقت پر بنسټ وي، پرمختګ باید په موازي توګه د هیواد په هر ګوټ کې رامنځ ته شي. بلاخره، د ناکامیدو په صورت کې باید د یو قوي سیاسي اپوزیسون جوړولو ته لاره هواره کړي او میدان باید د واک موجوده ټکیدرانو ته پرینږدي.
له بده مرغه، مونږ له دې پرته نشو کولای په خیالي میعارونو د خپلې رایې دپاره کوم میعاري نوماند پیدا کړو.
اشرف غني
زما او کرزي توپیر دادی چې په کرزي زور راشي، ژاړي. خو زه ژړا ته نه یم جوړ شوی. زه دستونزې په صورت کې د هغه په حل پسې ګرځم. زه هغه څوک چې د یتیم سره په غم شریک شم او د هغه اوښکې ور وچې کړم، نه دا چې د هغه سره یوځای زه هم ژړا او انګولا پیل کړم
خو بس په ټولو کې همدا یو ډاکتر صیب لرو
راځی چی په ګډه ورته کار وکړه او کامیابه یی کړو
Ke Afghan ules khpel khair ghwarhi no bayad Dr saib Ashraf Ghani ta khpela raya aw vote warkrhi. De Afganistan osaneio sherayto pe kato sera de Dr saib Ashraf Ghani mozh Afghan ules bel ghwera intekhaab ne laroo.
Bya ham khe khair mo ghwarhei no Ashraf Ghani sera pe sharika aw de haghe de laarshodeney landey de dey jangzapeli hewaad de abadei le para uga warkhrei, ter tso de khpeley raye pe arzekht poh shei.
که د افغانستان د تجزیې مخه نیسو او که د وینو د روان سیلاب د مخنیوي غم راسره وي، که د فساد د نارغۍ درمل غواړو او که د حکومتدارۍ بهتری او که د خلکو د اقتصاد بهتری غواړو نو ګومان کوم تر اشرف غني مناسب انتخاب نشته. نور یې نو د ملت خوښه چې څه کوي؟
داکتر صیب اشرف غنی احمدزی بهتر نوماند دی او په ګډه ورته کمپاین وکړو چی د خیر سره کامیاب شی انشاالله.