صلاح الدین رباني

تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د عبدالله له ټیم څخه خفه شوی ملګری او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني ګواښ کړی دی چې د ده په وینا هیڅ کله به ټاکنیزې کودتا له لارې رامنځته شوی (د اشرف غني) حکومت ونه مني.

 صلاح الدین رباني چې تازه د مصالحې شورا د مشرۍ پر سر له عبدالله سره خفه شوی او لارې یې ترې جدا کړې دي، نن یې د مجاهدینو د بري د ورځې په مناسبت پيغام کې ویلي، د امتیاز لپاره نه جنګېږي، بلکې د انتخاباتي کودتا پر ضد به مبارزې ته دوام ورکړي.

 ښاغلی رباني چې د صدارتي نظام غوښتونکی دی او له همدې کبله له عبدالله سره خفه شوی دی چې ولې یې له ولسمشر څخه صدارت ترلاسه نه کړای شو، اوس وايي، داسې نظام غواړي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې په پریکړو کې ټول ملت شریک وي: (( دا کار د سیاسي نظام له تغییر پرته امکان نه لري، د همدې هدف لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړم.))

 نوموړی چې د ولسمشر غني لخوا څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرستۍ منفک شو، یو وار بیا یې حکومت په انحصار طلبۍ تورن کړی دی.

نوموړي په داسې حال کې خپله غوسه ښودلې چې عبدالله عبدالله د خپلو ملګرو د ډلې د غوښتنو برخلاف له صدراعظمۍ څخه تېر شوی او د مصالحې شورا مشري یې منلې ده.

ولسمشر غني دغې ډلې ته ګواښ کړی دی چې په هیڅ ډول به ورسره له قانون سره په ټکر کې معامله ونه کړي.

One thought on “رباني: د امتیاز لپاره نه یم جنګېدلی، د ټاکنیزې کودتا پر ضد مبارزه به کوم”
  1. د ملا صیب صلاح الدین رباني پلار چې کوم خیانت دې وطن ته کړی ، د افغانستان په تاریخ کې هېڅ واکمن او یا عادي کس ندی کړی.
    ملا برهان الدین رباني په 1353 کال کې د افغانستان دایمي دښمن پنجابیانو ته پناه وروړه او له هغه ځایه د خپلو هېوادوالو د وژلو او د افغانستان د دولت د ضعیفه کولو لپاره لسګونه کلونه له هېڅ ډول جنایت او خیانت نه صرف نظر ونکړ.
    په 1371 کال کې کابل ته د مجاهدینو په راتلوسره د جنایتونو ، وژنو ، شکنجو ، د ژوندیو انسانانوپرسرونو د میخونو په ټکوهلو ، د کابل ښار د ورانولو ، د ملي اردو د منحلولو او د ټولو تجهیزاتو ویجاړولو او جنرال حمیدګل ته هغوی د سپارلو ، د مجاهدینو ترمنځ د دوامداره جنګونو ترسره کولو او نورو زرګونو خیانتونو اصلي عامل ملا برهان الدین رباني وو.
    تاسو خپله ملا صیب صلاح الدین رباني چې کله د خارجه وزارت سرپرست وئ ، د شمالي کوریا پرضد مو جنګ اعلان کړ ، ټول وزارت او سیاسي نمایندګۍ مو له بېسواده جمعیتیانو او بدخشانیانو ډکې کړې ، هغه خیانت نه دی که خدمت دی؟
    تاسو د افغانستان د انتخابي پارلمان له خوا د بې کفایتۍ له امله سلب اعتماد او له دندې لرې شوئ خو بیا مو په ډېره سپین سترګۍ او لجاجت خپل کارته دوام ورکړ. اوس مونږ ته د انتخاباتي کودتا او صدارت په هکله مشورې راکوئ . ستاسو د جنایتونو تور تاریخ دومره اوږد دی که دوام ورکړل شي ، کتابونه به پرې ولیکل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *