تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان ته وویل چې د کندهار د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي او له امارات سره یې بشپړ جزییات شریکوي.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ /جنوري ۱۰/ د کندهار د مېلمستون په چاودنه کې د متحده عربي اماراتو ۵ بشرپال دیپلوماتان ووژل شول او سفیر یې سخت ټپي شو.

ښاغلی رباني، چې د ولسمشر غني له لوري د یوه افغان پلاوي په ډله کې متحده عربي اماراتو ته تللی څو د دغه هیواد له ملت او حکومت سره د دوی د دیپلوماتانو د وژل کېدو په خاطر غمرازي وکړي، اماراتي چارواکو ته د افغانستان د ولسمشر او ولس له لوري د غمرازۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسي د تروریزم او سختدریځۍ قربانیان دي ځکه د اماراتیانو درد احساسولی شي.

د کندهار په چاودنه کې د دغه ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یما کرزی، هاشم کرزی او د ۵ اماراتي دیپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا برید کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې په کندهاري مدرسه کې پلان شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *