رښتیانۍ کیسه
(مشتري) اخیستونکی ګړۍ په ګړۍ زنګونه وهل چې هله سامان ژر راورسوه کور ته بس هغه وه په لنډ وخت یې کور ته ورورسېدم خو د موټر نه د کوزېدو پر محال مې کیلي په موټر کې هېره شوه یوې خواته د اخیسونکي تلېوار بلې خواته د کیلي غذب که څه هم سامان څه د موټر په سیټ اؤ څه وروستی بار ؤ.
د پرېشانۍ بوړبوکۍ په مخه کړم چې څه وکړم ؟
د لاس په مروړو سره مې هسې په خطا جېب ته لاس کړ اؤ د هستوګنځي کیلي مې راویسته او د موټر د ور خلاصېده هڅه مې وکړه خو هڅه په حقیقت بدله شوه اؤ د موټر ور پرې په یوۀ دم خلاص شو څو شېبې عجب بغدادي اؤ صوفیانه فکرونو وزنګولم …
بیا چورت راولوېد چې ممکن د موټر د ور کولف ناکاره شوی اؤ په هره کیلي خلاصیږي خېر ور خلاص شو اؤ د موټر کیلي مې راواخسته اؤ ور مې بېرته کولف کړ تر څو بیا د هغه عادي کیلي په وسیله د ور خلاصېده هڅه وکړم چې ایا رښتیا هم کولف هرې کیلي ته خلاصه غېږ نیولې اؤ که نه..
خو بیا ځلې هڅې بې پایلې وې ور د خلاصېده يؤ قسم وکړ له ډېرو هڅو وروسته هم ور په هغه عادي کیلي بیا ځل خلاص نه شو :؛
چې دا کیسه مې اخیستونکي ته وکړه هغه هم عجیبه اؤ غریبه وګڼله. . .
رب مې مل شو کار مې پیل شو ؛