تاند- د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز نن /پنجشنبه/ وویل، پاکستان غواړي چې د افغانستان د حکومت او بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي.
سرتاج عزیز د پاکستان دولتي راډیو ته وویل، هیواد یې د افغانستان د پخلاینې په پروسه کې یوازې اسانتیا رامنځته کوونکي رول لوبوي او هغه ډلې د خبرو بهیر ته هڅوي چې ورسره تماسونه لري.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان حکومت له پاکستانه وغوښتل چې له ټولو وسله والو مخالفو ډلو سره د خبرو زمینه برابره کړي.
تېره اوونۍ د افغانستان د حکومت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي چې باید د سولې په خبرو کې ټولې ډلې ګډون وکړي او که کومه ډله په دې خبرو کې برخه نه اخلي یا د سولې له خبرو وځي باید د پاکستان له خاورې وایستل شي.
د پاکستان د ملي امنیت سلا کار او د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز نن وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د حکومت او بېلابېلابېلو ډلو ترمنځ د خبرو هیله شته.
ده زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې د نه مداخلې پالیسۍ ته دوام ورکوي او هیله لري چې د سیمې نور هیوادونه هم ورته پالیسي تعقیب کړي.
سرتاج عزیز د خپلو خبرو په دوام کې د پاکستان راډیو ته وویل، افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره زیاتې مرستې ته اړتیا لري خو باید خیلې سیاسي مسلې په خپله حل کړي.
ده وویل چې هیواد یې له ګاونډیانو سره د سوله ییزې پالیسۍ د یوې برخې په توګه له افغانستان سره د غښتلېو تجارتي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو د حل کولو په برخه کې یو لړ ګامونه اخیستل شوي خو لا هم افغان سوداګر شکایت لري چې د پاکستان له لارې په سوداګرۍ او ترانزیت کې ستونزې لري.
خو سرتاج عزیز وویل چې یو شمېر ګامونه پورته شوي چې د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه لري شي او له ګاونډیو هیوادونو سره راکړه ورکړه زیاته شي.
سرتاج عزیز افغانستان د طبیعي زېرمو له نظره د نړۍ یو کمساری هیواد وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به د دې زېرمو په ایستلو او استفاده کې له افغانستان سره مرسته وکړي.