رجوع ته يې زموږ په پخوانۍ شاعرۍ کې د جاروتل فعل کاراوه، چې اوس يې د ستنېدل او راګرځېدل په مانا کارولاى شو؛ خو په علم او ادب کې ورته منکرېدل وايي.
هغه صنعت دى، چې شاعر يوه ادعا يا خبره وکړي؛ خو د يوه علت له امله ترې بېرته منکر شي او پرځاى يې بله خبره وکړي.
رجوع په علم کې عيب ګڼل کېږي، ځکه چې د يوه عالم په تيورۍ يا نظريه کې تناقض پيدا کوي او تناقص د نظريې مرګ دى؛ خو که په علم کې عيب دى، په هنر کې کمال ګڼل کېږي، ځکه چې هنرمن ښايي د يوه علمي نه، هنري علت پر بنسټ رجوع کړې وي او دا هنري علت چې هنري ارزښت لري، لوستونکي ته خوند ورکوي.
پخپله رجوع شاعرانه تېښته ده. څرنګه چې رجوع ثبات ته نقصان رسوي او دوه حالته راته ښيي. يعنې حرکت او تنوع پکې معلومېږي، هم خوند راکوي.
رجوع د شاعر روحي اضطراب ښيي او روحي اضطراب په شاعرۍ کې اهميت لري، چې ىو شاعر يوه ثابته ادعا نه لري، ىو حقيقت ورته دوه رنګه ښکاري، يو ځل وايي، داسې دى، بيا وايي، داسې نه دى. دا اضطراب هم د رجوع په اهميت کې لاس لري.
پخپله له يوې ادعا نه بلې ته په ورتګ کې هم يو مرموز خوند احساسوو او دا حقيقت په زړه کې منو، چې حقايق ثابت نه دي. داسې دوه متضاد هلته هم وينو او دا خو څرګنده ده، چې هنر د اضدادو ډکر دى. له دې نه ښکاري، چې تضاد په هنر کې له اهميته برخمن دى.
رحمان بابا وايي:
لب دې آۤب حيات دي يا شکرې يا نبات دي
يا خو زه غلط شوم، تر همه واړه بهتر دي
زموږ په بديع کې رجوع يواځې د نه او هو په بڼه راغلې؛ خو ښايي د رجوع نور ډېر ډولونه هم په خپل ادب کې پيدا کړو.
جمع
بديع وايي، چې د څو شيانو يا صفاتو تر يوه حکم لاندې راوستلو ته جمع وايي. په دې تعريف کې د (يوه حکم) خبره ډېره مهمه ده؛ خو دا کلمه د جمع اهميت نه راانتقالوي.
جمع هغه صنعت دى، چې يو شاعر له څو شيانو نه يو شاعرانه تعبير ولري يا د څو شيانو ترمنځ شاعرانه ورته والى کشف کړي او په يوه هنري تار يې وتړي.
دوه خبرې په دې تعريف کې مهمې شوې، يو هنري تار. هنري تار که د دغو شيانو ترمنځ غځېدلى نه وي، سړى به ورته جمع څنګه وايي؟
دويمه خبره د شاعرانه تعبير ده. په جمع کې د بېلابېلو شيانو ترمنځ پټه خيالي اړيکه وي. که دغه اړيکه پر خيال نه واقعيت ولاړه وي، د جمع اهميت ورسره ختمېږي. په جمع کې مهمه ده، چې لوستونکى په دې پوه شي، چې شاعر کوم څيزونه د جمعې تر يوه څپر لاندې راټول کړي، واقعي نه، خيالي ارتباط لري.
شاعرانه تعبير که له يوه پلوه عاطفي ارزښت لري، له بل پلوه لوستونکي ته د نړۍ ليد نوې زاويه ورکوي.
رحمان بابا وايي:
مخ د يار، شمس و قمر درېواړه يو دي
قد و سرو صنوبر درېواړه يو دي
د قلندر مومند يو شعر دى:
ژوندون، لټون، مينه مرګى او حساب
څومره کارونه مې په سر پراته دي
موږ له (کار) نه مشخصه مانا اخلو؛ خو قلندر صاحب په کار کې ژوندون، مينه، مرګى او حساب هم شامل کړي دي.
له جمعې سره په خوا کې بل صنعت د تفريق کارېږي. تفريق د جمعې پر خلاف هغه دى، چې په يو څيز کې څو صفته وموندل شي. دا صفتونه زموږ بديع يا مثبت ګڼلي يا منفي؛ خو له اخلاقي پلوه ښه او بد د صفتونو يو اړخ دى. داسې صفتونه شته دي، چې ښه او بد پکې سړى نه شي پلټلاى، ځکه نو له توصيفه د ستاينې مانا سمه نه ده. توصيف راته د يوه څيز ځانګړنې ښيي.
د تفريق صنعت په دې مهم دى، چې شاعر هڅه کوي، چې يوه څيز ته له څو شاعرانه زاويو وګوري او متضاد حقيقتونه پکې پيدا کړي. د تفريق صنعت لوستونکي ته وايي، چې د يوه څيز په يوه کليشه يي صفت پورې ونه نښلي.