د بابا په شعر کې د /نفس/ کلمه په تصوفي مانا راغلې موږ به هڅه وکړو چې د تصوف له نظره يې وڅېړو. خو راځئ لومړۍ لږې خبرې په دې اړه وکړو چې نفس څه ته وايي:

 / نَفْسْ / عربي نوم دی. د ځان، تن، وينې، جسد او د شخص ماناوې باسي. خو د اصطلاحاتو له مخې بيا بېلابېلې ماناوې لري. لکه: په طبي اصطلاح کې /نفس/ په زړه کې پيدا کېدونکي بړاس ته وايي چې د وينې په وسيله د بدن په ټولو رګونو کې ګرځي او ټول بدن ژوندی ساتي. خو په ديني اصطلاح کې له /نفس/ څخه په وجود کې د ژوند قوه مطلب ده. دغه قوه که د عقل تابع وي او په منظمه توګه د دينې لارښوونو په عملي کولو کې لګېږي د /نفس مطمينه/ نوم ورکوي. خو که دا قوه په ناسمو کړنو ورکېږي /نفس اماره/ يې بولي. او که همدغه قوه کله په سمو او کله په ناسمو عملونو لګېږي نو بيايې /نفس لوامه/ بولي.

په حقيقت کې دغه درې واړه دينې اصطلاحات د نفس صفتي نومونه دي نه د نفس د ماهيتي نوعيت نومونه. ځکه چې د حديث شريف له مخې انسانان ټول په ايماني نوعيت پيدا کېږي خو مور، پلار او ټولنه  انسان نصراني (عيسوی) او مجوسي (اورپرست او لمرپرست) کړي.

پورتني طبي او ديني اصطلاحات که په ژوره توګه وکتل شي نو پوی به شو چې دپوهنې دغه دواړه څانګې له خپل ټاکلي مداره نه وځي او په حقيقت کې د نفس په اړه د دوی تر منځ اختلاف نشته. مثلاً طب د نفس په باره کې دومره غږېږي چې څومره په طبابت پورې اړه لري. يعنې طب په دې غږېږي چې نفس يو بړاس دی، نفس وجود ژوندی ساتي، نفس پلانۍ پلانۍ ناروغۍ لري چې د دغو ناروغيو له امله وجود هم خرابېږي

، حتی د نفسي ناروغيو له سببه وجود سکوت هم کوي. په همدې

ډول دين چې د انسان له کړو وړو سره سروکار لري د نفس په اړه داسې بحث کوي چې د نفس خويونه يا صفتونه ترې مالومېږي. او دين د انسان کړه وړه  د ده نفس ته ځکه منسوبوي چې له نفسه سرچېنه اخلي.

انسان خپل خواهشات په منظم ډول نه شي ترتيبولی. د دغې کارلپاره د خپل نفس پېژندنه او کنټرول ځکه مهم دی چې د انسان کړنې له نفسه سرچينه اخلي. خو که څوک خپل نفس نه شي کنټرولولی نو بيا غوښتنه ترې کېږي چې نفس کمزوری کړي تر څو نفس د امر تابع شي. مثلاً: که نفس کمزوری وي د وجود خواهشات هم کمزوري وي. چې کله خواهشات کمزوري وي انسان يې په اسانۍ سره ترتيبولی او تنظيولی شي او په دې ډول له حرامو، زنا او … ناوړه کړنو په امن کې شي.

له پورته بحث نه مالومه شوه چې د نفس د ماهيت په اړه په حقيقت کې د دين او طب دواړو نظر يو دی او دواړه په انساني وجود کې د ژوند قوې ته نفس وايي.

البته په ځينو ديني اصطلاحاتو کې له نفسه مقصد روح وي. داچې روح او نفس د دوو بېلو بېلو ماناو  دوه بېل نومونه دي او که د يوې مانا دوه نومونه؟ دا بېل بحث دی. په دې برخه کې ځينې وايي چې دواړه يو شی دی او نور بيا وايي چې نه، نفس يو قوت او ساه ده  چې انسان ته ژوند او حرکت ورکوي ولې روح داسې نه دی لکه نفس. دوی وايي؛ انسان چې کله ويده وي نفس خو پکې وي ځکه چې ژوندی وي مګر روح پکې نه وي ځکه چې نه څه ويني او نه اوري البته کوم څه چې په خوب کې وينې هغه د انسان اروا د ارواګانو په عالم کې ويني او په دې لړ کې کله کله خپل مړه شوي خپلوان هم ويني او کله چې له خوبه ويښېږي روح د خپل ځانګړي قوت په زور چې الله تعالی ورکړی فوراً خپل وجود ته حاضر او داخل شي.

 د دې مثال داسې دی لکه رېموډ او ټي وي چې ظاهراً يې څه اړيکه سره نشته خو بيا هم د رېموډ په بټونو ټي وي چالانېږي او بندېږي. پر خوبولي انسان چې کله غږ وشي نو داسې وي لکه په روح پسې چې د خپل رېموډ (وجود) د غوږ بټن ووهل شي چې په دې سره روح راشي، غوږ فعال شي او خوبولی انسان له خوبه راويښ شي.

په تصوف کې هم نفس په درې ډوله دی چې له هغو څخه يو / نفس اماره / دی. مطلب داچې په وجود کې د امر او حرکت قوې ته اماره نفس وايي. دلته له امر څخه موخه داده چې انساني طبعيت د خپلو خواهشاتو پوره کول غواړي نو د خواهشاتو د پوره کولودغه غوښتنه د امر په مانا تعبيرېږي ځکه چې اکثر انسانان د  انساني طبعيت طبعي غوښتنو ته د نا ځواب خو نه شي ويلی بلکې شرعي بڼه هم نه شي ورکولی. بس دغه جبري غوښتنې د امر مانا لري او سرچينې ته يې اماره نفس وايي. د دې په مقابل کې ځينې داسې کسان وي چې له يوې خوا يې د خپل انساني طبعيت غوښتنې شرعي کړې او له بلې خوا دغو شرعي غوښتنو ته د لاسرسي او نه لاسرسي په  دواړو صورتونو کې له خپله ژونده راضي وي او خپل ژوند ښه په اطمينان سره تېروي نو د داسې کسانو د طبعي غوښتنو سرچينې ته /نفس مطمينه/ وايي.

اوس به راشو خپلې موضوع ته: په تصوف او په تصوفي شعرونو کې اماره نفس ته د سپي خطاب کېږي. خو دا ولې؟ دوی په ځواب کې وايي: هغه انسان چې غله، زنا، شراب، قتل، رشوت او…  د انسانيت او ناوړه کارونه کوي، کلی، قوم او ټول انسانان يې په عذاب کړي وي يعنې په يو نه يو ډول د الله تعالی اوامر او نواهي ماتوي نو د ده او د هغه داړونکی ځناور، چې د خپل او پردي او د حرام او حلال توپير نه شي کولی، توپير په څه کې شو؟ دا په داسې حال کې چې د انسان لپاره يو قانون رانازل شوی او د دې

 قانون باوجود هم سرغړونې کوي خو د سپي لپاره کوم ځانګړی قانون نشته يعنې انسان به د خپلو کړونو حساب ورکوي چې بدپوری انسان به په پايله کې جهنم ته ځي خو سپی له دې غمه بې غمه دی.اوس نوپه حقيقت کې سپی ښه دی او که اماره نفس؟

 په هر صورت ددې اپوټه ځينې نور بيا وايي چې مسلمان ته د سپي خطاب کول مناسب نه دی. خو صوفيان بيا وايي چې د مسلمان او تش په نوم مسلمان تر منځ توپير بايد وي او کوم خويونه چې انسان ته د سپي سره مشابهت ورکوي بلکې له سپي يې هم بد معرفي کوي داسې خويونه  او اسلام په يوه صورت کې نه شي جمع کېدی او مسلمان ته بويه چې له ځانه يې لرې کړي خو که داسې ونه کړي نو خلک به يې د سپي او يا له سپي نه هم په بد نوم پېژني.

بل دليل دا وايي: کله چې انسان خپلې طبعي غوښتنې د عقل او الهي قانون په رڼا کې پوره کوي بس دا انسان مسلمان دی خوکه دغه  تقضاوې د سرغړونې په ډول پوره کوي نو له سپي سره ځکه مشابه شو چې سپی هم داسې کوي. يعنې سپی هم خپلې ټولې طبعي غوښتنې په زور، بې شرمۍ او بې عزتۍ پوره کوي او د هېڅ ډول قانون پابندي نه کوي.

ولې رحمان بابا په دې برخه کې لږ نور هم پسې تېرېږي او د داسې خرابو او بدو خلکو علاج يواځې مرګ بولي او بس. ښايي په شعر کې د دا ډول افراط او سختې لهجې څخه موخه په خلکو کې اعتدال پيدا کول وي:

ورک شه ورک شه بد کردار و بدسړی

که دې ورور وي که عزيز وي که پردی.

تر هغه لا نيکوکار بيګانه ښه دی

چې بدکار شي د چا زوی يا نمسی.

لرګي لوښي همه واړه پرې مردار شي

بد کردار دی سورلنډی يا وږی سپی.

هغه خلک به همه واړه لېوني کا

چې په کلي کې يو سپی شي لېونی.

بل علاج د لېونيو سپيو نشته

بې له دې چې ترينه ډک کاندي کوهی.

دا غزل ترپايه پورې همدا مضمون تعقيبوي خو په پای کې پوښتنه کوي:

اې رحمانه چې بدفهم و بدکردار شي

راته وايه سپی بهتر دی که سړی؟

 بابا د حديث شريف د دغې مفهوم له مخې چې انسانان ټول په فطرت پيدا کېږي مګر د ده موروپلار دی عيسوي، اورپرست او لمرپرست کړي، په عيسی خان او جمال خان کې هېڅ ګناه نه وينې بلکې د دوی  نفسونو ته متوجه دی چې د خپل چاپېريال او شيطاني اړيکو پايله ده:

په عيسی و په جمال کې ګناه نشته

دا مکرونه دي د نفس و د شيطان.

که څوک دا فکر وکړي چې زه نفس له مبارزې او مخالفت  پرته د ځان تابع کولی شم او يا به د ده د غوښتنو په پوره کولوکې هېڅ تاوان ونه وينم نو د دې مثال داسې دی لکه څوک چې هوا په پړي تړي:

هر څوک چې له دې فاني نفسه وابستګي کا

نه به شي تړلی په زنځير سره هوا.

کله چې بابا د نفس او زړه (روح، په ديني اصطلاح کې له زړه نه مطلب روح دی) تر منځ د کشمکش ننداره کوي او بلاخره ويې ليدل چې زړه مغلوب او نفس غالب شو، چيغه يې کړه:

 زړه د نفس په پيروي درڅخه لاړشو

د خبيث په لاس دې ورکړو قرآن ولې.

د بابا له پورته بيته مالومېږي چې دی نفس او روح دوه جدا جدا

نومونه ګڼي چې يو ي�� يوه او بل يې بله مانا لري. د ده په نظر انساني

وجود(نفس) چټل او روح دومره پاک دی لکه قرآن. نو څوک چې روح د نفس تابع کوي لکه قرآن چې په چټلۍ کې اچوي خو که نفس د روح تابع کړي ورو،ورو به يې چټلي ورکه شي او په دې ډول به د انسانيت معراج ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *