د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/سنبله/۲
د غور والي سید انور رحمتي، د یک شنبه پرورځ، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو معین، ډاکټر فرید ماموندزي سره، د ده د کار په دفتر کې ولیدل. رحمتي لومړی په خپل ولایت کې پر شویو پرمختګونو رڼا واچوله او د یو شمېر ستونزو د هواري لپاره، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې څخه له نورو اورګانونو سره د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د غور والي، خبر ورکړ، چې د هغه پنځه اویا کیلو متره سړک د جوړېدو او جغل اندازۍ چارې بشپړ شوې دي، چې د بامیان ولایت پنجاب ولسوالي د غور ولایت له دولت یار ولسوالۍ سره نښلوي. د غور د والي په وینا د دې سړک د جوړېدو پر کار شاوخوا درې سوه ملیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیایي بودیجې ورکول کېږي. د ده په خبره د سړک د پرانېستې مراسم به په نژدې وخت کې پر ځای ښي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین، د غور له والي سره له کتنې د خوښۍ په څرګندولو وویل : (( د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، به په غور ولایت کې د حکومتولۍ او پرمختګ د چارو د موثریت لپاره له ټولو اړوندو اورګانونو سره لازمه همغږي کوي او موږ به د غور ستونزې له سکتوري وزارتونو سره شریکې کړو.))
د ماموندزي په وینا په غور ولایت کې، د پنځه اویا کلیومتره سړک رغېدل، د حکومت لپاره ښه خبر دی او هیله یې وښوده، چې دا سړک به د خلکو د تګ راتګ ډېرې ستونزې حل کړي او همدازار به کروندګر وکړای شي، چې د دې سړک څخه په ګټه اخیستو خپل محصولات په کم وخت کې بازارونو ته ورسوي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ معین وویل، چې د غور ولایت انکشاف د حکومت لپاره لومړیتوب لري او د دې چارې د ترسره کیدو لپاره له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي.
د یادولو وړ ده، چې دا سړک بامیان، دایکندي او غور ولایتونه سره نښلوي. دایکندي ولایت هم د همدې سړک پر لاره پروت دی. هیله کېږي، چې د دې سړک له جوړېدو سره د یادو دریو ولایتونو د خلکو ترمنځ راشه درشه لا زیاته شي.