تاند- د افغانستان د ملي امنیت رييس وايي چې ملا محمد عمر ژوندی دی او د پاکستان په کراچۍ ښار کې ساتل کېږي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا د طالبانو د مشر د ژوند او د اوسېدو د ځای په اړه د رحمت الله نبیل دا څرګندونې د لوېدیځو ملکي او استخباراتي چارواکو نظر تاییدوي.
د افغانستان د ملي امنیت ريیس ښاغلي نبیل نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل د ملا عمر د ژوند او مرګ په اړه ډېر شکونه څرګندېږي:«ډېره ګرانه ده چې په اوس وخت کې څوک ووايي چې ملا عمر ژوندی دی که وژل شوی دی«. خو موږ ډېر مطمین او باوري یوو چې نوموړی په کراچۍ کې دی.»
تېره اوونۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویندوی ایمل فیضي هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په قول ویلي و چې ملا عمر په کراچۍ کې دی.
نیویارک ټایمز وايي، یوه اروپايي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د افغانستان د استخباراتو درې ګونې څانګې په دې خبره همنظره دي چې ملا عمر ژوندی دی.
«دوی نه یوازې د هغه پر ژوند باوري دي، دا هم وايي چې په دې هم ښه پوهېږي چې ملا عمر په کراچۍ کې دقیقاً چیري اوسي.»
په راپور کې ویل شوي چې ملا عمر د تل په شان د طالبانو لپاره د یوه مذهبي او ایدیالوژیک شخصیت په توګه کار کړی نه د یوه عملیاتي قومندان په حیث»
د افغانستان د ملي امنیت رييس وویل:«اوس ملا اختر محمد منصور د طالبانو د دوهم کس ځای تر لاسه کړی او له ملا عمر سره په اصلي رابط بدل شوی دی.»
ښاغلي نبیل د لوېدیځو چارواکو دا نظر تایید کړ چې دا د پاکستان پوځ او واکمنان دي چې د طالبانو په منځ کې څوک لوړ او څوک ټیټ کړي.

ده د ملا اختر محمد منصور ته د طالبانو د تحریک د ټول واک د سپارلو په اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل:«ځینو ویلي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې پر طالبانو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، خو ځیني نور دا د پاکستان د اوږدې مودې په پالیسۍ کې د دې لپاره بدلون ګڼي چې په خپله خاوره کې ملاعمر ته د پناه ورکولو شرم پټ کړي.»
دا رپور په داسي حال کې خپرېږي چې پاکستان هڅه کوي د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته تروریزم وځپي.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف ویلي چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر نه کوي. ده ژمنه کړې چې تر وروستي طالبه به د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
څه پری کوی؟ خبری یی له بادارانو سره وکړی هغه اوس د هیڅ کار ندی
هغه چي وايي;نقده باندي لاس واچوه.نسيه به بل وخت چي لاس ته راغي.بيا ورسره گورو!
که دهېواد د رشتني حل څوک غواړي.لمړي هغه د جنگجنايتکاران چي دا اوس دافغانستان داساسي قانون خلاف . د اجراييه ريس په نوم د پرديو په وچ زور ځان چخلېدي سره دنظار شورا بدنامه او جنايتکاره دله . دمحقق جنايتکاره دله او دا نور جنايتکاران چي اوس هم پر خلکو دظلم لړي روانه ساتلې ده . و قانون ته تسليم کړي بيا په نور پسي وگرخي.
عبدالله خو هغهدي بيا دماليي وزارت نه پنځس مليونه افغاني غلا کړي. ولي يي دولت په سر کي اشرف غني صاحب ددې غل مخه نه نيسي? دا څرنگه دولت دي? او دا رشتيا ده نيم ريسجمهور?مونږځوابغواړو