تاند، چهار شنبه، د حوت ۱۴مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو ۳۰ بریدونه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته وویل، طالبانو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې پر ملکیانو او افغان امنیتي ځواکونو ۳۰ بریدونه کړيدي چې په ترڅ کې يې ۴ ملکیان وژل شوي، ۱۱ نظامیان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغان ځواکونو سره اورکم ختم کړی او له دوه ورځو راهیسې یې پرې بریدونه زیات کړي دي چې د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
علما، ولس او شنونکي وايي، طالبان د خپلو افغانانو د وژنې جواز نه لري او د دغه کار په دوام د طالبان ځپل پکار دي.
په همدې حال کې امریکايي ځواکونو نن د هلمند په نهر سراج کې پر طالبانو هوايي برید کړی دی چې د امریکا په قول دغو وسله والو نږدې افغان امنیتي پوستو باندې پرله پسې بریدونه پيل کړي وو.