تاند- د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د قطر په مرکز دوحه کې بین الافغاني خبرې مثبتې وبللې او ویې ویل چې د اتباعو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو ژمنه مهم ټکی دی.
ښاغلي رحیمي په خپله ټویټرپاڼه کې نن /سې شنبه/ لیکلي چې له دې پرمختګ سره سره لا هم اوږده لار په مخکې شته او باید د لا ډېر پرمختګ د سرعت په اړه خپله توقع زیاته نه کړي.
رحیمي، چې پخوا د ولسمشر غني د دفتر رييس و او په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د دولت وزیر ټاکل شوی دی، باور څرګند کړی چې د دوحې بین الافغاني غونډې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هیلې غوړولي دي.
ده کښلي«هر څومره چې په راتلونکې کې جزییاتو او عملي ګامونو ته داخل شوو، د پرمختګ د سرعت د سوکه کېدو، د نظرونو د تفاوت او د اجرایي ستونزو د رامنځته کېدو احتمال به زیات شي.»
دواړه خواوې په دې سلا دي چې جګړه باید پای ته ورسېږي، بندیان خوشي شي خو داسې ښکاري چې د نظام د څرنګوالي په اړه د دواړو خواوو په لیدتوګو کې زیات توپیر شته.
د قطر د خبرو ځینو برخوالو ویلي چې طالبان لا هم پر خپل سبک د اسلامي امارت پر جوړېدو ولاړ دي خو نور افغانان داسې اسلامي جمهوري نظام غواړي چې ټولې ادارې یې منتخبې وي.
همداراز د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په اړه د دواړو خواوو په تعبیرونو کې توپیر شته.