زاخېلوال یوسفزی

تاند – پېښورمېشتی خبریال او د سیاسي چارو تحلیلګر رحیم الله یوسفزی وایي چې د شربت ګلې د پیسو په معامله کې پرې د غلا لګېدلې تورونه بې بنسټه دي او د هغې په نامه د راغلیو او ورسپارل شویو پیسو ثبوتونه ورسره پراته دي.‌

په یوه لیک کې چې ښاغلي یوسفزي په اسلام اباد کې د افغان سفیر ډاکټرعمر زاخېلوال په نامه لیکلی راغلي،‌ «محترم سفیر صېب! زما تراوسه د ځواب نه کولو وجه دا وه چې که چري ما په خپله رڼايي کولی نو خلقو به دا وې چې تور پرې لګېدلی نو خود به هم داسې وايي، خو تر اوسه ما د دې خبرې نورو فریقېنو ته انتظار کوؤ. د نېشنل جیو ګرافک او په خپله د سټیو میکوری او بوني ميکوري د سپیناوي نه وروستو ما خپل سپيناوی مناسب وګڼو، نو ځکه مې بیا وروستو د ځینې ميډیايي شبکو د لارې په ځان لګېدلو تورونو په مرکو کې ځواب ورکړو.»

نوموړي لیکلي،‌ «۔په نزديو کې چې سټيو ميکوري او د هغه خور بوني ميکوري کوم پينځه زره ډالره د شربت ګلې د نيولو پس راليګلې وې هغه د تکنيکي ستونزو له وجې واپس د سټيو اکاونټ ته تللي دې او د هغې وٖضاحت هم موجود دې۔ دې نه وړاندې هم سټيو ميکوري او بوني ميکوري چې کومې پېسې راليږلي دې د ټولو دستاويزي ثبوت موجود دې او هغوي په خپل بيان کې په دغې اطمنان هم څرګند کړې دې.»

ښاغلي یوسفزي په خپل لیک کې د هغه تړون په هکله هم لیکلي دي چې په ۲۰۰۲ کال کې د شربت ګلې او د نېشنل جیوګرافيک مجلې تر منځ شوی وو او په ۲۰۱۲ کال کې بیا نوی شو.‌

رحیم الله یوسفزي په خپل لیک کې یاده کړې ده چې د شربت ګلې په نیول کېدلو پسې وروسته نوموړی لاس تر زنې نه دی کېناستلی بلکه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار او نورو چارواکو سره یې رابطې وکړې او د هغې د را خلاصولو لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې.‌ (د رحیم الله یوسفزي د لیک پوره متن)‌

د دې ترڅنګه نن د پښتونخوا یوه بل ژورنالست او خبریال فاروق فراق په اسلام اباد کې د افغان سفیر په نامه په یوه لیک کې (د لیک متن)‌ له هغه څخه سخته ګیله کړې وه چې د ښاغلیو لطیف اپریدي، سلیم ساپي، ملک ریاض او نورو په شمول د پښتونخوا مېشتو پښتنو مشرانو هغه هلې ځلې یې له پامه غورځولي دي چې د شربت ګلې د راخلاصولو په برخه کې یې کړې وې او کابل ته یې یوازې د خپلو هلو ځلو معلومات ورکړي دي.‌

3 thoughts on “رحیم الله یوسفزی: د شربت ګلې لپاره د رالېږل شویو پیسو دستاویزی ثبوت موجود دی”
  1. ! ښاغلی ورور رحیم الله یوسفزي صاحب السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    وروره لمړی به دا ووایم، کوم بحث اوجنجال چه ځمونږ او ستاسی دخور آغلی شربت ګلی په سر په پاکستان کی ترسره شو، دغه حالت نه تاسو ته دمنلو وړ وه، اونه مونږ ته دمنلو وړ وه. ځکه دغه حالت او مشکیل د پنجابیانود متعصبه چارواکو لخوا په دیی خاطراچول شوی وه، چه مونږ او تاسو یو د بله خفه او په نفاق کی مو واچوی.
    مګر خبره برعکس شوه. هغه دا چه نړیواړو د پاکستان دغه متعصبه حکومتی چارواکی ښه وټکول، ځکه آغلی شربت ګلی ته یی غیرقانونی دسیسه جوړه کړی وه، په کراتو پاکستان په بشرضد، دوکه مار او دقانون ماتوونکی هیواد په نوم یاد کړی شو.

    اوس راځم د ښاغلی زاخیلوال صاحب هغه لیک ته چه ستاسو او شربت ګلی یا ورور اوخور په تړاو یی لیکلی وه.
    لمړی خو زه وایم دا به ښه وای چه دورونو تر مینځ دغه لیک لیکل شوی نه وای. خو چه کله فیسبوک، میډیا اودځینوخلکوخبرو ته ګورم، نو بیا وایم ښه دی چه زاخیلوال صیب دغه لیک لیکلای دی. دا ولی دا ځکه چه سپینوالی مینځته راشی، کوم سپینوالی هغه سپینوالی چه غمازانو او نفاق اچونکو ځمونږ دخور او ورور په مینځ کی شیندلی دی.

    ښاغلی یوسفزي صاحب دا باید راسره ومنی چه په پاکستان کی تاسو هم غمازان لری، اوپه افغانستان کی مونږ هم غمازان لرو، او دغه غمازان سمدلاسه وړه خبره په لویه خبره بدلوی، او نه غواړی چه مونږ او تاسو ورونه اوسو، نه غواړی چه مونږ او تاسو په اتفاق کی اوسو، اونه غواړی چه مونږ اوتاسو په دیی نړی کی ژوند وکړو. لنډه داچه ښاغلی زاخیلوال ته به هم کوم غماز ویلی وی چه بیا ونه وایی چه دغه خلک ځمونږ ورونه دی، نو فکر کووم چه زاخیلوال صاحب به دغه لیک هم دیو شمیر متعصبه غمازانو په خاطر په دیی تړاو لیکلی وی، چه یوسفزی صیب عکسلعمل وښیی. بل داچه زاخیلوال صاحب په لیک کی تاسی ته لیکلی دی (ښاغلی یوسفزی زه د یو معزز شخص په توګه پیژنم چی طبعآ په یادو تورونو می نه لوریږی) داچه اوس ستاسی لیک خبره دلمر په شان څرګنده کړه، نو ځمونږ غمازان به هم په هوش او حیرانتیا کی راشی.

    په اخر کی وایم چه د آغلی شربت ګلی خور په ستونزه کی چه هر چا مرسته کړی وی، الله ج دیی زیات اجرونه ورکړی، اوپه افغانستان + پښتونستان او بلوچیستان کی دیی خدای سوله او آمن راولی، اوهم دیی خدای ځمونږ دغه ړانده اوناپوهه ورونه طالیبان غیبی سولی او آمن ته راولی، ناپوهه او ړانده ځکه دی، چه د پنجابی په خوله خپل ورونه دلته اوهلته قتلوی اوتباه کوی.

    یادونه : زه د نیږدی څخه نه ښاغلی زاخیلوال پیژنم اونه ښاغلی رحیم الله یوسفزی پیژنم، خو دواړه ځمونږ پوهه او رسیدلی ورونه دی

    په درنښت

  2. رحیم الله صاحب دروند پښتون دی ، هغه دومره شته لري او دومره ایمانداره دی چې ددغه تورلګولي یو ټکی هم په کې نشته ، هرچا چې پردغه درانه پښتون باندې تور پورې کړې ، هغه که خارجی وی او که داخلي باید چې هغه معذرت وغواړي ، رحیم الله صاحب په ډیرو سختو حالاتوکې له پښتو ، پښتنو او افغانانو سره خپل غږ یوکړي دي .
    زرین ګل له اندیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *