د اوبو په غاړه لمر ته پرته وم، ایله مې هډونه تاوده شوي او سترګې مې سره ورغلې وې ، کشري زوي ته مې پام شو چې د چایو له ترموز سره ېې په بشقاب کې پرتو بسکیټو ته لاس وروړ، ځان سره موسک شو:
د مور تکیه کلام ، خدای روزي رسان دی.
ځان مې پرې پوه نه کړ، د مشر زوی لوړ غږ مې واوریده :
مورې نور غم نه لرې دا دی زوی دې ځوان شوی او د ګټو شو، د بیګاه دیګی مې درته برابر کړ او دوه کبان مې ونیول.
کشري ته مې پام شو چې بسکیټ میده کوي او په اوبو کې یې هیلیو ته ور اچوي او خوند ترې اخلي.