محمد شفيق همدرد –

تېره ورځ مې له رسنيو څخه ، په افغانستان کې د پاکستان  پخواني سفیر رستم شاه مهمند خبرې واورېدې چې ويلی و

(د طالبانو جنګ په افغانستان کې برحق یعني د اشغال پر ضد دی او په پاکستان کې د مشروع حکومت په وړاندې جنګيږي )

نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوې ،چې د ده ترڅنګ دری تنه نور( رحيم الله یوسفزی ، عرفان صديفي او) د نواز شریف له لورې د پاکستانې طالبانو سره د اړيکو نيولو لپاره مامور شوي .

رستم شاه مومند
رستم شاه مومند

د نوموړي دې دريځ او په رسنيو په ځانګړې توګه په پاکستاني رسینو کې د هغه مطرح کېدل او وړاندې تر دې ،چې د طالبانو سره خبرې وکړې د هغوی په اړه دا سې انګېرل راته دهغه دوه مخيتوب او يوه پخوانۍ د خبریالۍ د مهال خاطره راياده کړه .

دا نو د ۲۰۰۵ کاله خبره ده ، هره ورځ مو په مو په بيلا بيلو موضاتو (سوژو) تحلیلې رپوټونه چمتو کول ، يوه ورځ د دفتر په عمومې غونډه کې همکارانو یوه سوژه راکړه ،چې په افغانستان کې په غیرقانوني توګه د راغلو بهرنیو اتباعو په اړه رپوټ چمتو کړم .

 تر دې يوه ورځ وړاندې  افغان حکومت يوازې په کابل کې دوه نیم سوه (۲۵۰) پاکستانيان ،چې قانوني اسناد يې نه لرل نيولې وو او د افغان حکومت دريځ دا وو ،چې په دغو کې ډېری جاسوسان دي !

د دې موضوع د څېړولو لپاره اړينه وه ،چې په کابل کې د پاکستان د سفير( رستم شاه مهمند) سره موهم خبرې کړې وای.

خو فکر مې نه کاوه ، ځکه  په داسې موضوګانو د سفيرانو خبرې د دې پرځای ،چې اړیکې ښې خرابې کړي دی

سهارد لسو بجو شاه خواکې د کابل  وزیر محمد اکبر خان سيمې ته په کوم ځای کې ، چې د پاکستان سفارت و ورغلم . ګڼه ګوڼه نه وه ، ګارد ( امنيتي مسول ) ته مې ځان ور و پيژانده او هيله مې ترې وکړه ،چې که د ننه احوال يوسي .

څو لحظې وروسته امنيتي مسول راغی او دننه ورتګ اجازه يې راکړه .يو بل کس را سره شوو او نیغ يې د سفير دفتر ته بوتلم ،څو لحظې وروسته پر در وازه يو ميانه قده سړی ،چې لنډۍ ږيره يې لرله را ننوت ، تر ستړې مشې وروسته مې د مرکې د موضوع په اړه ور سره خبرې وکړې ، مرکه مو پيل کړه .

د افغان حکومت هغه خبره يې څو وارې رد کړه ،چې ګواکې په نيول شويو پاکستانيانو کې جاسوسان دي  .

سفير صیب اوږدې خبرې وکړې او څه کم نیم ساعت مرکه شوه ، نور ز ه ستړي شوی وم . د مرکې توکې ( مايک او منيډسیک ) مې په دستکول کې واچول ، خو د سفير صیب خبرې لا نه وې خلاصې ، راته کا دې ،چې

افغانان هم عجبه خلک دې کاريګر ونيسي او بيا اعلانونه کوې ،چې جاسوسان يې نيولی يه هلکه

ولې جاسوسۍ لپاره موږ بس نه يوو!؟

ما د سرپه ښورولو ور غبرګه کړه ،چې په خبره يې نه يم پوه ، دی دې بیا راته کا ،چې :

موږستاسې  په دولتې ادارو کې دومره جاسوسانو لرو ،چې احوالونه ډایريکټ راولپنډۍ ته ليږي !!! له دې خبرې سره موسکی شوو او سر يې و ښوراوه .

ما ويل همدا خبرې به مو په مايک کې راته کړې وای ؟

په زروه يې وخندل

نه نه دومره ساده هم نه يم !

دا دومره مهمې خبرې وي که مې ثبت کړې وای نو لویه کیسه به ترې جوړه وه  ، خو  مهمند صیب هم هغه  د دوی خبره لوی کهيلاړي وو، دا خبرې يې داسې وخت وکړې ،چې هیڅ فايده يې نه لرله  .

د رستم شاه  له خبرو دوه اټکله او خبرې راوزې

يو دا ،چې دوی په افغانستان کې څومره پراخ نفوذ لري

بل دوی  دې هيواد ( افغانستان ) او خلکو ته په څومره سپکه سترګه ګوري !!!

4 thoughts on “رستم شاه مهمند : ولې جاسوسۍ لپاره موږ بس نه يوو!؟”
  1. رستم شاه مهممند ملامت نه دی ، دی د همداسی یوه حرامی او جعلی هیواد سفیر وو. ده ته صرف د بی احترامی او تعرض او مداخلی درس ورکړل شوی دی هغه بل زوړ غوایی سرتاج عزیز یی وګوری . کله چی دوی د افغانستان په باب خبری کوی ، فکر کوی دایی د پلار میراث شوی وطن دی. خو زمونږ په خوله کی اوبه دی . هیڅ نه شوی ویلای .

  2. ګرانه وروره حسن جانه ! تاسو ډيرې ښې خبرې وکړې خو تر ټولو لومړی مونږ افغانان ملامت یو ځکه چې د رستم شاه مهمند غوندې کس لپاره پخپل هیواد کې جاسوسي کووخپل کور او هیواد د څو پيسو په مقابل کې ورانوو. رستم شاه مهمند یو ریښتیني پاکستانی دی او هغه تل هڅه کوي چې د خپل هیواد ښیګڼې په نظرکې ونیسې که د هغې په پایله کې افغانستان ورانیږي او که کوم بل هیواد هغه ته کوم اهمیت نلري. مونږ ولي د خپل هیواد د ګټو لپاره کار نه کوو مونږ ولې د پردیو د ګټو لپاره خپل هیواد ورانوو. تر ټولو لومړی مونږ خپله ملامت یو چې خپل هیواد په تورڅټو پنجابیانو پلورواو د هغوی د ښیګڼو لپاره خپل هیواد په کنډوالو بدلوو.: خدای مو د هوښیار کړي چې خپل هیواد د هر غلیم تورڅڼي پنجابیانواو نورو ملحدینو ځخه وساتو. امین ثم امین ه

  3. د مهمند صیب دی کور ودان وی سپینه خبره یی کړی ده په رښتیا د پاکستان حکومت هیڅ اړتیا نلری جی د خپل هیواد خلک دی د جاسوسی لپاره د مزدور په شکل افغانستان ته راولیږی . هغوی لپاره زمونږ دولتی چار واکی شته ټول معلومات هغوی ته د هغوی کورونو ته وروړی. او بله دا خبره چی مونږ کوم داسی پټ پلانونه لرو چی په هغی دی زمونږ ګاونډیان خبرنه وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *