زموږ په ټولنه کې چې تر ډېره يې خلک نالوستي دي، د نورې نړۍ په څېر بوختياوې نه لري، که څوک بوختياوې لري نو هغه هم محدود کسان دي او يا هم د ښار خلک دي، نور په سيمه، کلي او کور کې اکثره خلک يا د ځمکو پر کارونو بوخت وي او يا هم نور سيمه ييز او کليوالي کارونه کوي.
دا چې زموږ د کلي او کور خلک تر ډېره بېکاره دي نو دوی د خپل ساتيري لپاره راډيو ډېره اوري او د راډيو اورېدل له کلونو کلونو راهيسې زموږ په هېواد کې دود دي، راډيو يوه داسې رسنۍ ده چې په هره سيمه، هر کور کې اورېدل کيږي.
د طالبانو د رژيم له ړنګېدو او د نوي حکومت په رامنځته کېدو په دې هېواد کې رسنۍ هم وغوړېدې، ګڼ شمېر بهرني خبريالان افغانستان ته راغلل، زموږ په هېواد کې ډېری نوي ځوانان وروزل سول، په مرکز کابل او ولايتونو کې د دولتي راډيو تلويزيونو ترڅنګ شخصي تلويزيونونه او راډيو ګانې جوړې سوې، چاپي رسنيو په خپرونو پيل وکړ او د رسنيو بازار تود سو.
دا چې افغانان رسنۍ ډېرې تعقيبوي نو هر څوک خپلو امکاناتو ته په کتو سره څوک راډيو اوري، څوک اخبار ګوري او څوک تلويزيون، خو زما په اند د تلويزيون ليدونکي زموږ په هېواد کې له حده اوښتي دي او نږدې په هره سيمه کې خلک راډيو تلويزيون ته لاس رسی که نه لري ځانته يې دا اسانتيا چمتو کړې ده چې رسنۍ وګوري.
که څه هم زموږ په هېواد کې رسنيو ستر رول ولوباوه، عامه پوهاوی يې خپور کړ، خو ترڅنګ يې ډېرې ستونزې هم رامنځته کړې، خلک يې په اروايي او اخلاقي ناروغيو اخته کړل او په دې هېواد کې يې فکري جګړه خپره کړه.
زموږ په هېواد کې بېلابېلې رسنۍ شتون لري چې زه يې په لاندې توګه کټګوري کووم:
يو ډول دولتي رسنۍ دي چې فقط د دولت تبليغات کوي او په دولت کې داسې چارواکي چې په فساد کې ښکېل دي د دوی پر ناوړه کړنو پردې اچوي او د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي.
يو ډول هغه رسنۍ دي چې د بهرنيانو لخوا حمايه کيږي، کارکوونکو ته يې د بهرنيو کړيو لخوا لوړ لوړ معاشونه ورکول کيږي او د بېلابېلو خپرونو او طرحو له لارې په دې هېواد کې اخلاقي فساد خپروي.
بل ډول هغه رسنۍ دي چې دننه په هېواد کې د زورواکو او ځينو مافيايي کړيو لخوا جوړې سوي دي او د دوی لخوا تقويه کيږي چې دوی خپل ډول ډول اعلانات پکې کوي او د خپل ظلم بوی پرې پاکوي.
وروستی ډول يې ډېرې کم دی او دا هغه رسنۍ دي چې تر يوه حده يې خپل ملي رسالت سرته رسولی دی.
په پورته ټولو ډولونو کې يې دوهم ډول چې د بهرنيانو لخوا حمايه کيږي په يوه نوم او بل نوم زموږ په هېواد کې رسنيزې پروژې پلي کوي، زموږ پر کلتور يې مخامخ یرغل کړی دی او د ځينو تلويزيونونو له لارې داسې سريالونه په غيرې مستقيم ډول خپروي چې په ډېرو کورنيو کې يې اخلاقي فساد وزېږاوه.
که موږ او تاسې ځينو تلويزيونو ته وګورو بهرني سريالونه زموږ ژبې ته راژباړل کيږي، د سريالونو او فلمونو لوبغاړي يې هم نيمه بربنډ وي، چې زموږ په نوي کهول يې ډېره ناوړه اغېزه کړې ده حتی تر دې پورې چې شرم او حيا زموږ په ټولنه کې له ځينو وګړو الوتې ده، په ځينو کورونو کې د کورنيو د وګړو ترمنځ هره ورځ موږ او تاسې د اخلاقي فساد شاهدان يو.
څه وخت مخکې مې په کابل کې له يو تلويزيون يوه خپرونه کتله، خپرونه کې د هلک او نجلۍ ترمنځ مسابقه وه، دوی يوه لوبه کوله چې معين وخت ورته ټاکل سوی و، يو کوچنی پايپ چې د پايپ يو سر هلک په خوله کې نيولی و او بل يې نجلۍ په خوله کې نيولې و، داسې وخت راورسېد چې د هلک او نجلۍ شونډې سره ولګېدې او ناستو خلکو يې ننداره کوله.
کاشکې دغه خپرونه څو محدودو خلکو کتلی، دغه خپرونه زموږ په هېواد کې زموږ خويندې، زموږ ميندې په داسې حال کې ګوري چې ورور او خور څنګ په څنګ ناست وي، د اکا لور او د اکا زوی څنګ په څنګ ناست وي، نو دوی به څه فکر کوي، او د دوی ترمنځ د انساني شهواني غريزې مخه به څنګه ونيول سي؟
ځينې بهرنيان همدا غواړي چې د رسنيو له لارې زموږ په ټولنه کې اخلاقي فساد او ګمراهي خپره کړي، زموږ ځينې تلويزيونونه چې د بهرنيانو لخوا طرحې او پنډ ورکول کيږي د اخلاقي فساد داسې رېښې يې په ډېر لږ وخت کې زموږ په ټولنه کې وغځولې چې اوس خلک د سريال په کتلو نعوذ باالله لمونځ قضا کوي خو سريال ګوري.
دلته په هلمند کې مې يوه سيمه ييزه راډيو اورېده د خپرونې د کوربه او د يو اوريدونکي چې نجلۍ وه د دوی ترمنځ په ژوندۍ خپرونه کې شخصي بنډار روان و د دوی سترګې پټې وې او دې ته يې هم پام نه و چې زموږ اواز زرګونه خلک اوري د دوی خبرې دې حد ته ورسېدې چې د کوربه لخوا نجلۍ ته وويل سو ستاسې کور چېرې دی زه درځم.
زموږ د ځينو رسنيو اخلاقي فساد دې حد ته راورسېد چې سيمه ييزې رسنۍ پر ځای ددې چې په خلکو کې د هېواد پرستۍ احساس ژوندی کړي نو ګمراهي خپروي.
اوس به راسو زموږ دولت او د اطلاعات او کلتور وزارت ته، دوی ولې د داسې رسنيو مخه نه نيسي، که زموږ پر کلتوري او اسلامي ارزښتونو په رڼا ورځ تېری کيږي او د اطلاعات او کتلور وزارت يې مخه نه نيسي نو د دغه وزارت شتون څه مانا لري؟
د دغه وزارت دنده څه ده؟
دوی کله هم رسنۍ غوښتلي دي چې تاسې څه خپروئ؟
تاسې د خپلې ټولنې او کلتور د غوړېدا لپاره څه کړي دي؟ خپله ژبه مو څومره ژوندۍ ساتلې ده؟
زموږ اطلاعات او کتلور وزارت پر ځای ددې چې د کلتوري يرغل مخه ونيسي لاره ورته هواروي، ډېرې داسې رسنيزې پروژې پلې کيږي چې زموږ کلتوري او ژبني ارزښتونه يې تر خاورو لاندې کړل، زموږ د فرهنګ جنازه ووتله او پر حيا خاورې بار سوې.
د رسنيو له مسؤلينو مې هېله دا ده، تاسې خو ددې وطن بچيان ياست، افغانان ياست، مسلمانان ياست، پر ځای ددې چې په يو بهرني سريال ميليونه افغانۍ مصرفوئ، ولې د خپل هېواد ممثلين نه تقويه کوئ، له دوی څخه ګټه واخلئ، زموږ په هېواد کې داسې ممثلين سته او موږ په خپله ټولنه کې دومره ډېر نا ويلي موضوعات لرو چې لوی لوی شهکارونه پرې ليکل کيږي، زموږ د ټولنې د کلتوري او اسلامي ارزښتونو سره سم داسې سريالونه پرې جوړيږي چې د نړۍ په کچه به خلک ورته حيران وي، تاسې ولې بيده ياست، راځئ خپل ممثلين تقويه کړو، د خپلې اسلامي او افغاني مسؤليت له مخې د اخلاقي فساد مخه ونيسو، راځئ نور پر ځای ددې چې له رسنيو ګمراهي خپره سي خپل کلتور پياوړی کړو او خپله ژبه او ټولنه د نورې نړۍ سره د سيال او مقابلې وګرځوو.
په وروستيو کې د رسنيو مسؤلينو ته سپارښتنه کووم چې اسلامي او کلتوري ارزښتونو، د بيان ازادۍ او ملي ګټو دې ژمن واوسي.
Salamoonah;
La Helmand sakha Sardar M. wror ddere mohimi mevzu ta ishareh kirry dah.
Zima pa nazar lomrraniy katagory(devlati) aw tzalorama (milli) rasaniy bayed las sara warkrri aw d` mafiyayi aw bahrenyo jasusi karriyo rieyshy wabsi!!.
Pakhwa ( d Zahirshah & Shahid Davudtkhan ) wakht ki yawazi yawa Radio wa, aw yawtszo akhbaronh. Demokratik-e Khalq aw Percham devlet ki ham 1 Milli TV wo aw Radio ki f.m. channel zyat shway wo . Hamgha khabir da che qasaban zyad shi ghwayiy mordaregy!!!.
Allah de shaghily AbdulBari Jahani saheb d`Ettila`ato aw Kultuur wazir krri.Aamin.