پوهنیار اسدالله تڼی

شک نشته چې، رسنۍ د يوې ټولنې په پرمختګ او فکري جوړونه کې ترهر مسلک زياتې مسؤولې پيژندل شوي دي او رسنۍ په یوه ټولنه کې د پوره توان درلودنکی ځواک دی. که هر بدلون وغواړي کولای شي چې هغه بدلون راولي.

د هرې ټولنې وګړي په خپلو خبري رسنیو معنوي حق لري، څو ددوي د معلوماتو د زیاتوالي لپاره ګټور پروګرامونه خپاره کړي او د رسنیو تر ټولو مهم مسولیت دا دی، چې د خپلې ټولنې د وګړو د اذهانو د تنویر او د دوي د حقه حقوقو د غوښتلو غږ تر مسولو چارواکو ورسوي او په ټولنه کې دوګړو د اصلاح ، سمون او لارښوونې په لاره کې هم تر ممکن حد پورې رغنده او ګټور ګامونه پورته کړي .

د يادونې ده، چې د ژورنالیزم ټولنیز مسؤوليت کټ مټ لکه د ټولنیزو اخلاقو په څير ثابت او مطلق ندی؛ يعنې په هرځاى کې اخلاق له بل ځاى څخه متفاوت دي. آن تر دې، چې د يوې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې اخلاق په بېل ډول تعبيريږي.

د ژورنالیزم چارې نېغ په نېغه په ټولنه او ټولنيزو اخلاقو پورې تړلي دي. په ځینو چارو کې خو د قوانينو څخه پرته د ټولنيزو اخلاقو او چلند پرمټ وړاندې ځې، چې دا بيا د هر چا په وجدان پورې تړلي خبرې دي. ژورنالست تر ټولو د مخه بايد د خورا ښه احساس، سپيڅلې وجدان او ښو اخلاقو خاوند وي. دا ځانگړتياوې ژورنالست نه پريږدي، چې له دغه مقدس او وجداني مسلک څخه ناوړه ګټه پورته کړي. د رسنیو ټولنيز رسالت او مسؤوليت په هره ټولنه کې د رسنیزو قوانینو، سياسي، اقتصادي او فرهنگي جوړښتونو پورې اړه لري.

لا هم پوښتنه شته، چې د مطبوعاتو رسالت او ټولنيز مسؤوليت بايد څه وي؟ او زمونږ د هيواد (افغانستان) ژورنالیزم بايد څرنګه او څه ځانګړتیاوې ولري؟

یاده یې بولم چې په هره ټولنه او نظام کې رسنۍ ځانګړی رسالت او مسولیت لري اوهغه په هر مطبوعاتي نظام پورې اړه لري ، چې په هغه ټولنه کې پلی کیږي .

په يوه ټولنه کې صالح، دردمن اومسلکي ژورنالست د ژورنالستکي کار پرمهال د ټولنې حالت او وضيعت ته په هر اړخيزه کتنې سره د پام وړ توکي برابروي. ريښتنى ژورنالست په هرحالت کې د ټولنې اړتيا درک کولای شي، حق او باطل پيژني او هڅه کوي، ترڅو ويې پېژني. د هيواد ملي ګټو دپاره د هيچا اوهيڅ شي څخه ويره نه کوي. خو په خواشينئ سره ويلى شم چې په افغانستان کې رسنۍ دا مهال د هيواد په ګټه ناپيیلي خدمت کوي. ډيری بيا داسې دي، چې د ژورنالیزم عملي اصول او اساسات له سره په پام کې نه نیسي، چې يوازينى لامل يې په افغانستان کې د رسنيو ناپيلتوب دی. نه يوازې ناپېيلي ندي بلکه د مستقيم اوغيرمستقيم تاثيراتو لاندې هم دي. په رسنيو کې تر ټولو جدي خطر د بې سواده اوغير مسلکي یا اماتورو کسانو په دنده ګمارل دي، چې د مسلکي کسانو عزت، شهرت او په ټولنه کې د دوی اعتبار هم تر پښو لاندې کوي. دغه غیر مسلکي کسان د خپلو رسنیو لپاره هیڅ توليد نشي لرلی او د بهرنيو رسنيو له مغرضانه توليد څخه ګټه اخلي. طبعيي ده، چې هغوی د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره داسې بې ګټې او بې مفهومه توکي برابروي، چې نه یوازی د ټولنې د وګړو وخت ضایع کوي، بلکی خپله ټولنه په اخلاقی لخاظ هم کمزوري کوي.

مسلکي، علمي او زړه سواندي ژورنالستان بايد د لاندو اصولو مسؤوليت پر غاړه کړي:

ناپیلتوب:

رسنۍ بايد خپلواکې اومسؤلې وي. د هيواد د رسنیو او اساسي قانون له اساساتو سره برابرې او مالي منبع يې په ډاګه وي. خپلواکي د رسنیو تر ټولو بنسټیز او سازش نه منونکی اصل دی، چې د هغې په اساس په رسنیو کې مفکورې په ازاد ډول مطرح کیږی. معلومات ، نظریې او نیوکې له مداخلې څخه پرته خپریږي .

عدالت :

رسنۍ بايد د هر راز تبعيض او توپير څخه پرته د الهي حکم پر بنا اوصداقت سره څرګند ونې وکړي، ځکه چې لوی خدای (ج) پدې هکله فرمايې : ترجمه (کله چې تاسې د خلکو په منځ کې حاکم شوئ، نو په عدالت سره حکم وکړئ.)

ريښتينولي:

ريښتنولي د ژورنالیزم په مسلک کې د يو مهم اصل په توګه د ژورنالستانو تر ټولو لوى مسؤليت او رسالت دی ، ژورنالست د ټولنې استازی دی. که چيرې ريښتينولي په پام کې ونه نيسي ډير ژر به د خپل اعتبار سره د اړوند رسنۍ ارزښت هم له لاسه ور کړي.

مقدساتو،عنعناتواو خصوصي حريم ته درناوی:

دا هغه څه دي، چې د وجدان له قانونه پرته په اساسي قانون، د رسنیو قانون او د جزا په قانون کې پرې ټينګار شوى او په صراحت سره يې د خوندې ساتلو د پاره يادونه شوي ده، چې ژورنالست ته په لږه ناغیړۍ سره د مصيبت لوی جال جوړولی شي.

همدارنګه يو سلسله وجداني، لايحوي او مقرراتي نور مسؤليتونه هم شته چې ژورنالستان يې بايد په کلکه ننګه وکړي. لکه: هیواد پالنه، عامه پوهاوی، خپل کلتور او عنعناتو ساتل، اقتصادي ګټې او داسي نور ملي ارزښتونه په پام کې ونیسي.

تاریخ ته په کتنې، رسنیو د ټولنیز سمون او شعور په لوړتیا کې د ځانګړي لارښود دنده ترسره کړي. ژورنالیزم د ټولنې د سمون په موخه رامنځ ته شوی. د اسلام له نظره هم د ژورنالست او ژورنالیزم بنسټیز مقصد دا دی، چې د نویو خبرونو او پیښو بې طرفه او حقیقي بیان وکړي. ترڅو د خپلې ټولنې ژوند داسې اعیار او رهبري کړي، چې له مخې یې د خیر او صداقت بنسټونه ټینګ او د باطل بنسټونه ضعیف کړای شي.

هره رسنۍ (چاپي، انځوریزه، غږیزه ) د ټولنې په سالمه روزنه کې ځانګړی مسوولیت او اغېز لري. ژورنالستان او د ژورنالیزم ماهرین د ژورنالیزم کاري اساساتو او اصولو ته په ټولو ژورنالستي ژانرونو کې په لاندې توګه اشاره شوي:

حقيقت:

واقعي شتوالی، درستي او صداقت بيانوي .

توازن:

دغه اصل په ډاګه کوي، چې باید یو ژورنالست د خپل کار په مهال ټولې خواوې مساویانه په نظر کې ونیسي، په یاد ولرئ، چې ستاسو نظر د رپورت برخه نه شمیرل کیږی. خلک چې څه ته اړتیا لري؛ ترلاسه کوي یې. په هغه پوهیږي او کولی یې شي. په اړه لازمې پریکړې وکړي.

بې طرفي:

دا د ژورنالست ناپیلتوب او ازادي په ګوته کوي، چې د ژورنالست شخصي نظر د موضوع په اړه ردوي او مداخلې اجازه نه ورکوي. د يادولو وړ ده، چې نوموړی اصل په ژورنالیزم کې صدق نکوي ځکه چې ژورنالست هم انسان دي، د حق او باطل څخه متاثره کيږي. که د حق پلوي هم وکړي، بيا هم طرف واقع شو، په همدې دليل زما له نظره بې طرفي په مطلق ډول نشته او نسبي کیدای شي.

دقت :

منظور له د قت څخه ژوروالی دی، ترڅو د هر راز سياسي، اقتصادي او ټولنيزو مسايلو کې په پوره ژوروالي غور وکړل شي. د موضوع اصل پيداشي، کوښښ وکړل شی، چې معلومات له موثقې سرچینې څخه تر لاسه او پرې پوره ځان ډاډه کړي.

وضاحت:

دا اصل د څرګندوالي په مانا دی، چې ټاکلي موضوع څرګندوي. له عام فهمه کلمو څخه په کې کار اخیستل کیږي. مغلق نظریات په کې ساده کیږي، ترڅو د عادي شخص د پوهاوي وړ وګرځي.

ليوالتيا:

ژورنالستکي توکي بايد راښکونکي، په زړه پورې او د ټولنې ضرورت وي. که په زړه پورې او جالب نه وي، هیڅوک به هغه ونه لولې او له دې امله به خلک له اساسي موضوع نه خبرنشي.

په وخت:

د ژورنالیزم یو اساسي خاصیت دا دی، چې مالومات باید په سرعت خلکو ته ورسوي، ترڅو زاړه او بې مفهومه نشي.

نقل قول:

د لا باورتوب د پاره ثقه والى لازم دی، ترڅو له ګڼو د لاس رسي وړ سرچینو څخه نقل قول وشي.

پای

۱۳۹۴ غبرګولي ۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *