په افغانستان کې خبریالانو د نړیوالو رسنیو لور ته یو مهم ګام اخیستی خو یو بل مهم ګام لا شاته یوو.

تر ۲۰۰۱ کال مخکې به مو راپورونه داسې و چې خبریال به خپل نظر بیاناوه. مثلا که به چیرته توغندی د خلکو پر کور لګیدلی و، خبریال به ویل: « په یوه وحشي برید کې زموږ لس کسه بیګناه هیوادوال شهیدان شول».

په دې جمله کې د وحشي، بیګناه او شهید کلمات د خبریال بیطرفي تر سوال لاندې راولي. نن سبا دغه ستونزه د افغانستان په مطبوعاتو کې تقریبا یو مخ هواره شوې ده. خو د ښو رسنیو په لور یو بل مهم ګام دا دی چې راپورونه مو متوازن نه دي.

په دې برخه کې د وضاحت لپاره، مثلا راپور ورکوو چې د کابل په خیرخانه مینه کې ځان وژونکي برید شل تنه ووژل. د کورنیو چارو د وزارت د یوه ویاند غږ رااخلو چې په وژل شویو کې یو شمیر ملکیان یادوي. بیا د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو په وینا خبر تمدیدوو چې هغوی وایي په دې برید کې ټول پولیس وژل شوې دي.

دغه خبر متوازن نه دی. د دې لپاره چې د دولت مخالفو وسله والو ته تبلیغ شوی او د دولت لپاره هم تبلیغ شوی، ترمنځ خلک پاتې دي.

د پورتنۍ پیښې یو اصلي طرف خلک دي چې وژل شوي دي. نو د توازن لپاره پکار ده چې قربانیانو ته د نژدې کسانو غږ په راپور کې ولرو. هغو مالي زیانونو ته په راپور کې اشاره وکړو چې د چاودنې له امله اوښتي وي.

که چیرته د دې چاودنې له کبله د قربانیانو خپلوان ووایي چې زما لور ښوونځي ته تله او په دې برید کې ووژل شوه، بل ووایي چې زما پلار دوکان ته روان وو، ووژل شو. دریم ووایي چې زما ورور پولیس وو او زموږ د کور یوازینی معاش راوړونکی، څلورم ووایي چې زما مور ډاکټر ته روانه وه چې ووژل شوه، بل ووایي چې زه هم پولیس یم د وطن لپاره به قرباني ورکوو…..

 په دې ډول به مو خپلو اوریدونکي ته د یوه بیطرفه خبریال په توګه معلومات ورکړي وي او قضاوت به مو هغه ته پرې ایښی وي. پکار ده چې په همدې راپور کې اوښتي اقتصادي زیانونو ته هم اشاره وشي چې دوه دوکانه نړیدلي دي یا د یوه کور دیوال ړنګ شوی، یا د یوه دفتر بام چپه شوی.

هر افغان که هغه له حکومت سره وي یا له دولت مخالفه وسله والو سره، ښایي د پیښې په اړه د بشپړو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته فکر وکړي چې چاودنې دوی ته ګټه رسولې که زیان؟

که چیرته په افغانستان کې تلویزیونونه او راډیوګانې د ۲۰۱۸ م کال له پیله داسې راپورونه خپاره کړي نو باور لرم چې د ۲۰۱۹ کال له شروع سره به د خلکو اذهان ډیر بدل شوي وي.

رسنۍ د بې پرېتوب ترڅنګ دا دنده لري چې خپلو خلکو ته فکر وکړي. البته د یوې پیښې په لومړیو شیبو کې دا ممکنه نه وي چې د حادثې ټولې خواوې وڅیړل شي او له ټولو سره خبرې وشي، خو که چیرته یو تلویزیون یا یوه راډیو له سهاره تر ماښامه د یوه ځان وژونکي برید د راپور یوازې د تلفاتو برخه رااخلي او د دولت مخالفه وسله والو او دولت پلوه کسانو خبرې پکې رااخلي توازن به یې نه وي پرځای کړی او د خپلې ټولنې لپاره به یې ژورنالستیک رسالت نه وي پرځای کړی.

یو شمیر رسنۍ د امنیتي پیښو تر ترسره کیدو وروسته له امنیتي چارواکو سره مرکې کوي او یو مسوول کس چیلنجوي چې ولې حکومت په ښار کې امنیت نه شي تامینولی؟

دا پرځای سوال دی، خو په داسې وخت کې چې له مقابل لورې سره خبریال خبرې نه شي کولی دا هم یو اړخیز چیلنج دی. د همدې لپاره پکار ده چې امنیتي مسوول سم چلنج شی، پوښتنه ترې وشي چې ځان مرګی برید کوونکی تر پلانۍ حوزې پورې څرنګه ورسیده په لاره کې خو ( دومره ځایه) تلاشي اخیستل کیږي؟ چارواکی به خپل ځواب درکوي خو باید بیا پوښتنه ترې وشي چې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره تاسو څه پلان لرئ؟ کله چې له چارواکي څخه د هغه د پلان په برخه کې ځواب ترلاسه کوو، دوهم ځل که چیرته ورته پیښه کیده باید همدغه چارواکی د هغه په خپله پخوانۍ خبره چلنج کړو چې پلان مو ناکامه دی چې بیا چاودنه وشوه؟

په دې ډول به ښایي دولت د متضررې شوې امنیتي سیمې چارواکي بدل کړي، ښایي پلان بدل کړي، ښایي په بله سیمه کې امنیت ته توجه زیاته کړي…

زموږ رسنۍ د پیښو د ډولونو په انتخاب کې هم توازن نه ساتي. اکثر خبریالان داسې فکر کوي چې منفي خبرې د راپور متحوا جوړوي. مثلا که په یوه ولایت کې یو سړک له جوړیدو وروسته خراب شوی وي دستي راپور پرې ورکوي، خو کله چې یو سړک سم جوړیږي په هغه پټه خوله پاتیږي. د همدې لپاره په تیرو نژدې ۱۷ کلونو کې که چیرته د افغانستان راپورونه کتار کړو، ښایي منفي راپورونه تر ۹۰ په سلو تر مثبتو زیات وي. د محتوا په برخه کې د پیښو د نوعیت مساله هم مطرح ده. د جګړو راپورونه ورکوو او کله چې جګړه نه وي بیا د دې راپور هم ورکوو چې دومره کسان په یوې میاشتې کې، یا دریو میاشتو کې، یا شپږ میاشتو کې…. وژل شوي بیا همدغه ارقام څیړو او بحثونه پرې کوو، خو ډیر لږ پر دې راپورونه خپروو چې په ترافیکي پیښو کې د کال څومره افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د احصاییو له مخې د ترافیکي پیښو قربانیان په یوه کال کې څو برابره تر جګړو زیات دي او که چیرته د ترافیکي پیښو علتونه رسنۍ وڅیړي ښایي دا ستونزه تر یوه بریده هواره شي، مثلا په ځینو هیوادو کې چې ترافیکي پیښې د زیات سرعت له امله رامنځته کیږي، ترافیک له موټروانانو غواړي چې په معین زمان کې باید ټاکلې فاصله طی کړي، مثلا که چیرته بس له کابله کندهار ته روان وي نو ترافیک په کابل کې باید پارچه ورکړي او ورته ووایي چې دا پارچه په دومره بجو په کندهار کې په اډه کې ترافیک ته وسپارئ، په دې ډول به د زیات سرعت مخه نیول شوې وي یا دې ته ورته نورې لارې چارې شته چې په بحثونو کې ښایي یادې شي.  ورته مساله د روغتیا په برخه کې ده، څومره کسان چې په یوه کال یوازې نری رنځ ( توبرکلوز) په افغانستان کې وژني جګړې یې نه وژني. د دې معنا دا نه ده چې د جګړو په راپورونو به پټه خوله پاتیږو، ځکه چې جګړه د ناروغیو په ګډون د ګڼو نورو بدبختیو اصلي عامل ده. خو په پیښو کې یو ډول توازن رعایتول ټولنې ته ګټه کوي.

که په ۲۰۱۸ م کال کې په موضوعاتو کې یو ډول انډول وساتو او د راپورونو په متحوا کې توازن رعایت کړو، ټولنې ته به مو ګټه رسولې وي او په دې ډول به رسنیو خپل رسالت ادا کړی وي.

 

One thought on “رسنیو ته د ۲۰۱۸ م کال پیغام”
  1. دنظر سره دي موافق یم خو د مثال (چي دجنګ او وژلو مثال دي ورکړي راسي داسي دوعا وکړو چي په راتلونکي کال کي ټولي رسني د ابادي، پرمختګ او جوړولو خبرونه خپاره کړي نه تنها او تنها د مرګ او ټپي کیدلو) سره دي نه یم موافق چي رسني او خبر رسونه یوازي د انفجار، مړني او ټپي کیدلو لپاره نه دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *