احسان الله ذهین
د رسنیز بهیر له ودې او چټک پرمختګه دا په ډاګه کېږي چې ټولنه د ويښتیا په لور روانه ده او د ناپوهۍ له تورتمه ځان ایستل غواړي. تر صنعتي انقلاب را وروسته په نړۍ کې رسنیو او ټيکنالوژۍ ډېر پرمختګونه کړي، چې وزرې يې تر یوه حده زموږ په هېواد هم خورې کړې دي. له نړۍ یو کلی جوړ شوی، اطلاعات، معلومات انځورنه، خبرونه… په ډېر کم وخت کې د نړۍ له یوه کونجه تر بله رسېږي. افغانان هم له دې عصري ټيکنالوژۍ څه ناڅه برخمن دي. کمپيوټر، نېټ، برېښنا او… ته لاسرسی لري؛ خو البته دا اسانتیاوې بیا یوازې په پلازمېنه او یو شمېر لویو ښارونو کې شته. یو غوڅ اکثریت چې په اطرافو او کلیو کې ژوند کوي، له بده بخته له دې نعمتونو بې برخې دي. معلوماتو، خبرونو او اطلاعاتو ته ډېر کم لاسرسی لري او یا بېخي ترې بې برخې دي.
بله لویه ستونزه چې افغانان یې نهیلي کړي او د وروسته والي اساسي لامل يې بللی شو، هغه په هېواد کې د څو لسیزو راهیسې روانه جګړه ده، نه یوازې دا چې خلکو ته يې مادي زیانونه اړولي، بلکې د دوی فکر او ذهنیت يې هم اغېزمن کړی. د یونان نامتو فیلسوف سقراط وايي: «د یو ملت د له منځه وړلو لپاره لومړی کار د هغوی د ذهنونو مینځل دي.» زما په اند جګړو، ناامنیو او هره ورځ مرګونو دا چاره پر موږ هم کړې ده. نو ګومان کوم یوازینی څيز چې د فکرونو په روښانولو او عامه پوهاوي کې تر ټولو اغېزمن او ګټور ثابېتېدای شي؛ هغه رسنۍ دي. مطبوعات او رسنۍ کولی شي حقیقتونه روښانه کړي، خلکو ته یو نوی فکر ورکړي او ذهنونه يې د کرکې، بدبینۍ او تعصب له ګرد او غباره ومینځي. ابراهام لینکولن وايي: «له حکومت پرته ژوند کېږي، خو له کتاب او مطبوعاتو پرته نه.» نو هغو رسنیو ته چې ټولنه په واقعي بڼه په مثبت لور خوځوي او له ناپوهۍ، کرکې، بدبینۍ او انحرافاتو يې راباسي؛ اړتیا بیخي زیاته ده.
البته دا خبره هم اړینه بولم که رسنۍ څومره ګټورې ثابېتېږي، دومره د فکرونو په انحراف کې هم اغېزه لرلای شي. حقیقتونه او واقعیتونه په بشپړ ډول بدلولای شي. د خلکو او حقایقو تر منځ یو لوی واټن پيدا کولی شي. دا په هغه صورت کې چې رسنۍ خپلواکي ونه لري. پر قومي، ژبنیو او سمتي ارزښتونو ولاړې وي. پردیو ګټو، تبلیغاتو او د پردي فرهنګ دودولو ته کار وکړي او ملاتړ يې له بهره وي. لکه نن چې یو زیات شمېر رسنۍ همدا کار کوي. دا ډول رسنۍ به له کرکې، بدبینۍ، تعصب او… پرته د خلکو فکرونو ته څه ورکړي؟؟؟ که وګورو ښکېلاکګر هېوادونه په اوسني یا د رسنیو په عصر کې چې غواړي کوم هېواد په خپله مستقیمه یا غیر مستقیمه ولکه کې راولي؛ لومړی يې رسنۍ په لاس کې اخلي، چې د دوی د ګټو پر خلاف څه ونه وايي. نو له دې ځایه د رسنیو اهمیت معلومېږي، چې څومره خلک راويښولی شي او څومره يې دوکه کولی، له حقایقو او واقعیتونو لرې او ويده ساتلی شي.
یوویشتمه پېړۍ چې ټیکنالوژي پکې اوج ته رسېدلې ده، له هرې خوا د پردیو د تبلیغاتو سېلابونه او توپانونه را روان دي او غواړي چې له دې لارې خپلې مفکورې او فرهنګ پر نورو وتپي. که فېسبوک ته سر ورښکاره کړې، که ګوګل خلاص کړې، که یوټوب، یاهو او نورو خواله، انځوریزو… رسنیو ته ورشې، د پردیو تبلیغاتو بارانونه او څپې له سړي لاره ورکه کړي. ځکه نو با احساسه او ويښو ځوانانو ته پکار ده چې لاس په کار شي، مخکې تر دې چې ټولنه د پردیو فرهنګونو او د نورو د افکارو ښکار شي، دوی يې وژغوري.
نو چې داسې ده، رسنیو ته باید خپله هنداره دومره رڼه او صافه کړي چې واقعیتونه او حقیقتونه څنګه چې دي، هغسې په اصلي بڼه پکې ولیدل شي او څېره يې وربدله نه کړي. هله به ټولنه د پرمختګ پر لور یون وکړي او خلک به په رسنیو باور پيدا کړي.
احسان الله ذهین صاحب سلامونه !
ما ستا پرونۍ او ننۍ لیکنې ولوستې ډیرې ښې لیکنې دې کړی په لاس دې برکت .