له تېرې یوې لسیزې راهیسې په هیواد کې خپلواکو رسنیو د کمیت له مخې تر بل هر وخت ډېره وده کړې، دا مهال په کور دننه د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو شمېر سلګونو ته رسېږي خو د خپرونو د ښه والي برخې ته یې نه په خپله د رسنیو مسوولینو، نه د اطلاعاتو کلتور وزارت او نه د ژورنالیستانو ګڼ شمېر ټولنو کار کړی.
د راډیو ګانو او تلویزونونو ترمنځ سیالي یوازې د خپرونو د ډېروالي په برخه کې روانه ده، په هېواد کې یو شمېر داسې رسنۍ شته چې پنځه تنه کارکوونکي نلري خو په پوره مسوولیت او ډاډ خپرونې کوي.
هره ورځ د یوه شمېر مهمو مسلو په اړه راپورونه او پروګرامونه خپروي، خو هغه د چا خبره، هیڅ زهر په کې نه وي چې په مقابل کس اغېز وکړي، هغه خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړي او په خپل کار کې د بدلون په اړه فکر کولو ته یې اړ باسي.
دا ځکه چې په هره فعاله رسنۍ کې یواځې د ګوتو په شمېر کسان مسلکي او روزل شوي دي نور ټول د ژورنالیستانو په نوم کارکوونکي يې د مختلفو برخو څخه رسنیو ته راغلي.
دغه ډله کسان په ريښتینې مانا ژورنالیزم نه پيژني، د ژورنالیستيکي اصولو او اخلاقو سره اشنايی نلري، له قانون یې ناخبره دی او په دې فکر دی چې د رسنیو کار یواځې نیوکه کول دی، نو له همدې نقطې څخه په استفادې د خپلو شخصي ګټو او حلقو په غوښتنه او لارښوونه خپرونې چمتو کوي چې بې کیفیته او له پیغام څخه خالي وي.
په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې (USAID) له لورې یوه سروې تر سره شوې وه، چې په کې ښودل شوي وه چې ۷۵ سلنه افغانان په خپلو کورنیو رسنیو باور نه کوي دا ځکه چې کیفیت نلري.
د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې رسنۍ د څلورمې قوې په نوم یادیږي، هلته رسنۍ د مسوولیت له مخې خپرونې کوي،په هر خپرېدونکي مطلب کې ملي ګټې په پام کې نیول کیږي، اداره له خپل ژورنالست څخه حتا د ځینو کلمو د کارونې پوښتنه هم کوی، همدا لامل دی چې نن یې رسنۍ د یو خبر او خپرونې په خپرېدو یو مشر او وزیر دندې پرېښودو ته اړباسي.
په کار ده چې رسنۍ د خپلو خپرونو د کیفیت د لاښه والي په موخه ځینو ټکو ته پاملرنه وکړي.
• تر هر څه د مخه مسلکي او د ژورنالیزم په ډګر کې تجربه لرونکي کسان په دندو وګماري.
• خپلو کارکوونکو ته د ژورنالیزم د اصولو، اخلاقو، ملي ګټو او نافذه قوانینو سره د اشنايۍ په موخه ورکشاپونه برابر کړي.
• په ټولنه کې د خپل وزن او اغیز معلومولو لپاره لږ تر لږه په شپږو میاشتو کې یوه لنډه سروې وکړي چې کومې خپرونې یې مخاطبو ته په زړه پورې او کومې بې اغېزې دي؟
• په هغو موضوعاتو ډېر تمرکز وکړي، چې مخاطب یې ورڅخه غوښتنه لري او د هغوی له ژوند سره تړاو ولري.
• اړینه نه ده چې هره رسنۍ دې هر ډول پروګرامونه ولري، بلکې لږې خپرونې خو کیفیت لرونکي خپرونې دې برابرې کړي.
• دیني او کلتوري ارزښتونو ته په پام، د وخت له غوښتنې سره برابرې خپرونې دې چمتو کړې، په دې مانا چې د ځانګړې ورځو(جمعه، روژې میاشت، محرم، ازادۍ ورځ ….) خپرونې د نورو وختونو له خپرونو سره توپیر ولري او داسې نور…
سیدعباس سادات