شاعر، لیکوال، وکیل، سندهی قام پرست او مترقي، سیاستمدار «رسول بخش پلېجو» د اته اتیا کالو په عمر کې ومړ!
رسول بخش پلېجو په کال ۱۹۳۰، په ۲۱ فبروۍ د سندهـ په ټهټه ولسوالۍ کې په جنګ شاهي ځای کې وزېږدۀ؛ خپلې لومړنۍ زدکړې یې د پلارني ټاټوبي نه او دوهمې زدکړې د سندهـ اسلام مدرسې کراچۍ نه ترلاسه کړی! بیا یې د سندهـ لاء لېسي نه ګرېجوېش وکړ او په سپریم کورټ کې یې د وکیل په توګه چوپړ ترسره کړ!
رسول بخش پلېجو د یو ونټ ختمولو پر ضد د ولسواکۍ پر ځای کولو تحرېک کې نه یواځي فعال کردار ولوبوه بلکې ورسره ورسره یې په لومړي ځل د سندهـ په سیاست کې ښځې هم منظم کړې ———— په تنظیمي لحاظ رسول بخش پلېجو د نېشنل عوامي ګونډ فعال غړیتوبه واخله؛ د عوامي نېشنل ګونډ جنرل سېکرتر پورې پاتې شوی وو، خو وروستو یې بیا د خپل”قومي عوامي ګونډ” بنسټ کېښود! د وجود د ناروغۍ د وجې یې څو کاله وړاندې د ګونډ مشرې خپل زوي «ایاز لطیف پلېجو» ته پرېښودې وه. خو څه موده پس یې د هغه سره سیاسي اختلاف راغللو او دۀ ته یې یو پرانستی لیک ورواستاوه! دغه پرانستې لیک کې دی خپل زوي ته د پلار په توګه بلکل نه وو مخامخ شوی، بلکي په دا پرانستی لیک د ګونډ بنسټګر؛ د ګونډ منتخب مشر په نوم لیکلی وو؛ چې په دهغه پرانستې لیک هم ستونزۀ حل شوۀ! نو ددې لیک نه یو میاشت پس رسول بخش پلېجو د یو پریس کانفرس په توګه د خپلو ملګرو او پلویانو سره د ګونډه جلا شو او ولسي تحرېک یې رامینځته کړو؛
رسول بخش پلېجو چې څنګه په بنګال کې د پاکستاني پوځي عملیاتو پر ضد وو، همداراز د ذوالفقار علي بهټو د واکمنۍ پر مهال هم په بلوچستان کې د پوځي جبر او تشدد پر ضد ولاړ وو او د ضیاءالحق د دورې پر مهال په سندهـ کې د چلېدونکي «ایم آر ډي» تحرېک لارښود وو، د ضیاءالحق په مارشلائي دوره کې یې د هغه لخوا په ورځپاڼو لګیدلې شوې بندیزونو پر ضد مبارزه وکړه. همداراز د بل پوځي آمر جنرال پروېز مشرف د آمریت په دوره کې هم د هغه پر ضد چلېدونکي سیاسي مهماتو کې وړاندې وړاندې وو ـ
رسول بخش پلېجو نه یواځي د سندهۍ ژبې شاعر او لیکوال وو بلکې ددې ژبو نه علاوه یې په انګلیسي، عربي، فارسي، هندي، اردو، سرائیکي، بلوڅي، بنګالي او په پنجابي ژبو هم بشپړه پوهه لرله! دۀ د خپل ژوند یولس کاله د پاکستان په بېلا بېلو زندانونو کې د بندي په توګه تیر کړی وو، په کوټ لکهپت زندان کې یې د قید پر مهال یو ژوند لیک هم لیکلی وو، کوم چې په سندهۍ ژبه کې ډېر خوښ شوی کتاب دی!
د دې نه علاوه یې په سندهۍ ژبه کې نور ۲۶ کتابونه لیکلي دي چې دهغه کتابونه د رسول بخش پلېجو د لیکنو په نامه، په درې ټوکو کې خپاره شوي دي!
د عوامي تحرېک وياند اشرف پلېجو ترمخه رسول بخش پلېجو په کراچۍ کې ومړ! هغه د اوږدې مودې راهسې ناروغه ؤ، ورته د ساه، زړه اؤ سینې کې تکليف شکايت ؤ. د مړینې پر مهال هغه کلفټن کې د یو شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې ؤ.
د عوامي نېشنل ګونډ د یو مخکښ افراسیاب خټک له قوله؛ د رسول بخش پلېجو مرګ د پاکستان مترقي سیاست د یو خپل عصر اختتام ته ورسېد! افراسیاب خټک زیاتوي چې نوموړی د حیدر اباد سازش کېس کې زموږ د وکیلانو له ډلې وو او بیا هلته بندي کړی شو. وروسته بیا د عوامي نېشنل ګونډ مرکزي جنرل سېکرتر جوړ شو ——— ددې پوهاند یاد به تلپاتې وي!