افغان دولت د طالبانو د پروپاګنډ او د افغانستان د جګړې په اړه د هغوی د روایتونو په مهارولو کې پاتې راغلی دی.
دا خبرې د امریکا یي لیکوال جانس دي چې په دې ورستیو کې یې د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په اړه یو کتاب لیکلی دی.
خو ایا رشتیا افغان دولت د ترهګرو پر خلاف په تبلیغاتي جګړه کې پاته راغلی دی؟
دا دومره مهمه موضوع ده چې د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې اساس جوړوي ، هغه وخت چې روسانو د ساړه جنګ په جنون کې د جنوبي اسیا طرف ته خپل پام ور ټول کړ او پر افغانستان یې برید وکړ غربي اتحاد یې پر خلاف لمړی د همدې حربې استفاده وکړه .په ملینونو ډالر يې یوازې د جګړې د مشروعیت او ادامې په هدف په دیني تبلیغاتو او هر هغه څه چې د همدې دیني تبلیغاتو سره مرسته کول ولګول او نن د افغانستان پر خلاف طالبان د همدې دیني تبلیغاتو استفاده کوي او تر ډېره تکیه د پخوانیو اصطلاحاتو چې اشغال اغلامي او استعمار په نسبت په همدې دیني تبلیغاتو کوي ، ځکه نن چې خلګ دیني ، عقیدوي ، سیاسي او اقتصادي خپلواکې محسوسوي او ویني ناممکنه ده چې د نظام پر خلاف بغاوت ته زړه ښه کړي. ددې موضوع مهم اړخ دادی چې طالبان د اوسنۍ جګړې د مشروعیت او توجیې دپاره دیني دلایل او پوخ بنسټ هم نه لري خو بیا یې هم په دیني تحریف چې عبارت له قرانی ایاتونو او احادیثو څخه ده اتلس کاله کیږي جګړه مخ ته وړي په داسي صورت کې بیا جګړه د حق او باطل تر منځ شوه او حق ځکه ګټونکی دی چې قوی منطق او استدلال لري خو دلته باطل ځکه په قوی موقف دی چې د حق ویاند او وینا ازاده نه ده ترهګرو په تیرو یونیمه لسیزه کې په سلګونو هغه دیني عالمان له منځه یوړول چې پر منبر او په مهمو غونډو کې به یې د خدای د رضا او الهي مسولیت له مخې باطل ننګوی او دولت د هغوی اهمیت دومره درک کړی وه چې یوازې یي وژل وغندل. په داسي حال کې چې دولت له دغو کادرونو باید استفاده کړې وای او د دوی ژوند ته یې لازمه پاملرنه کړې وای . خو دولت د میلنونو افغانیو په لګښت د دیني منطق او استدلال پر بنسټ د خلګو د پوهاوی پر ځای یې په رسنیو کې د ترهګرو د جګړې غندل او څو اشعار زمزه کړل چې دا خپله د جګړې د یو مهم عنصر په توګه ډیره د عقله او منطقه لیري هڅه وه او یا ده.
.که دې واقعیت ته وګورو نو رشتیا هم طالبان په تبلیغاتي جګړه کې له دولته وړاندي دي او د تاسف ځای خو دادی چې طالبان باطل په حق ثابتوي خو دولت د خپلې بې کفایتۍ په وجه حق حق ثابت نه کړای شو.