سفر یو مشقت دی. داسې مشقت چې هر څوک یې ګاللو ته نه دي تیار. د همدې لپاره خو حتی شرعیت مسافرو ته په امتیاز قایل شوی. فرض لمونځ یې ورته قصر کړی او د روژې خوړل یې ورته جایز کړي دي.
ښاغلی رشید احمد، د ادب په میره کې یو بې جوړې مساپر دی. داسې مساپر چې د ډیر اوږده سفر مشقت یې په ځان منلی دی او لکه یو بریالی او سخي سوداګر، له دې سفره یې ښه ګټه ترلاسه کړې او دا ګټه یې له خپلو خلکو سره ویشلې هم ده.
هغه دغه سفر له ناول سره کړی. په دې سفر کې یې په لسګونو ناولونه او زرګونو پاڼې اړولي دي. ښه په دقت یې لوستي دي. ښکلې تبصرې یې پرې کړې دي او د سلګونو پاڼو نچوړ یې را ټول کړی او لوستونکیو ته یې وړاندې کړی دی.
رشید احمد، د پښتو ناول یوه پیړۍ څیړلې ده. په دې اوږده موده کې یې د ناول لوړې ژورې څارلي دي او خپل برداشت یې موږ سره شریک کړی دی.
هغه د خپل دغه ژور سفر ټول حالات په یوه پنډ کتاب کې راټول کړي او د (پښتو ناول/ سل کاله) نوم یې ور کړ یدی. دا کتاب په (۲۰۱۵) کال، په پیښور کې چاپ شوی دی.
زموږ د اکثر پښتنو لیکوالو د مخ پوټکي نري دي.دومره نري چې حقیقت نشي اظهارولی او هغه هم له دې کبله چې څوک ترې خپه نشي؛ خو دغه مضر احتیاط زموږ څیړنې نیمګړې کړي دي او لوستونکي یې سرګردانه او یا حتی د تیارو په دښته کې پرې ایښي دي.
له نیکمرغه، رشید احمد تر ډیره دغه دود مات کړی. د خبرې کولو په وخت یې د یوه مسلکي نقاد په توګه یوازې کتاب ته کتلي، لیکوال یې له سترګو غورځولی دی او همدې کار یې څیړنه له ګمراهیو ژغورلې ده او تیاره ګوټونه یې روښانه کړي دي.
د هر څه لپاره نیت مهم وي، اجر او پاداش هم د نیت مطابق وي. رشید احمد د دې کتاب لیکلو لپاره یو سپیڅلی نیت لري او دغه نیت یې (۲۳ مه) پاڼه کې داسې تړلی دی: ((… دا تحقیق نه خو ما د چا د خوشحالولو د پاره کړی او نه د چا د خفه کولو د پاره بس د پښتو ادب د یوه لوستونکي په حیث چې ما څه محسوس کړل، هغه مې تاسو ته وړاندې کړل…))
زموږ ټولنه په قبیلوي خم کې رنګ شوې. دلته لا هم د تربور او تربورولۍ او سیال او سیال دارۍ جذبې تودې دي، دې جذبو د برترۍ فرهنګ حاکم کړی دی او د همدغه ناوړه فرهنګ له شامته خلکو ته خپل ځانونه، خپلې ویناوې او کردارونه له نورو برتر ښکاري، دومره برتر چې حتی نقد کیدل پرې کسر شان ګڼي.
همدا لامل دی چې دلته ځینې وخت نقد هم خلک پر خپل شخصیت ګوزار او د برترۍ د برجونو د نړولو په مانا ګڼي. شاید همدا دلیل وي چې موږ ،څومره چې په کار ده، هومره کره کتوونکي نه لرو او څومره چې په کار ده هومره مو ادب هم پرمختګ نه دی کړی. ځکه دلته کره کتنه د دښمنۍ په مانا ګڼل کیږي، نو څوک څه اړتیا لري چې خپل ستړي ژوند کې د بلا جنجالونو تر څنګ، ځانته دښمني هم پیدا کړي؟ اخر د پښتو ملک دی!
دلته د حقیقتونو د بیان په لاره کې دوه مهم خنډونه دي : د خلکو خپګان او د خلکو خوشحالي. همدا دوه ښاماران دي چې ځینې وخت حقیقتونه خوري؛ خو رشید احمد په دې کتاب کې له ځانه مومن خان جوړ کړی او دا دواړه ښاماران یې د جرئت په توره وهلي دي.
زموږ د دې محقق بله ستره ښیګڼه دا ده چې د نقد په وخت کې یې اثارو ته له خپلو سترګو کتلي دي. د نورو له عینکو یې د متنونو ننداره نه ده کړې. دا کار له مشقته ډک دی. مشقت یې دا دی چې نقاد، د بل لیکوال د یوې یا دوه پاڼو لیکنې په ځای د اصلي اثر ټولې پاڼې په دقت اړوي را اړوي او دا د هر چا د وس خبره نه ده.
زموږ ځینې محققین او کره کتونکي په ځای د دې چې خپله د (بحث وړ) اثر وګوري، د نورو لیکوالو په تبصرو بسنه کوي، پر هغوی حوالې ورکوي، ځکه دا کار اسانه دی او تکلیف نه غواړي. خو دا اسانه کار یوه لویه ستونزه زیږوي او لوستوونکي له مشکلاتو سره مخ کوي. ستونزه داده چې د یوه لیکوال اشتباه بار بار تکراریږي او بیا دا اشتباه دومره ( غلط مشهور) شي چې لوستونکي پرې د رښتیا ګومان کوي او په دې توګه اصلي لیکوال او د هغه اثر، د نورو د اشتباهاتو قرباني شي.
رشید احمد، نه یوازې دا چې له نقد او تبصرې مخکې یې هر اثر خط په خط په پوره ځیرتیا کتلی، بلکې هغه محقیقین یې هم ننګولي چې د اثارو له لوستنې پرته تبصرې کوي او د اثر د لوستلو په ځای پر اثر باندې د نورو لیکوالو پر تبصرو ډډه لګوي.
هغه په (۶۸مه،) پاڼه کې د نور محمد تره کي د یوه ناول په اړه د حنیف خلیل یوه تبصره چلینج کړې او وايي: (( … اوس نو تاسو انصاف وکړئ چې ایا ښاغلي حنیف خلیل دا ناول کتلی دی؟ که چیرې هغه دا ناول لوستلی وی نو بیا به یې داسې تبصره نه وه کړې. د دې ښاغلي دغه کتاب چې وروستو څومره کسانو لوستلی دی، هغوی هم دغه تبصره مخکې نقل کړې ده او چا هم د ناول لوستلو تکلیف نه دی کړی او ټول د تحقیق ښه په جار دعوې کوي! ))
رشید احمد، دغه شان هوايي تبصرې غندي او دا ځکه چې هغه په دې پوهیږي چې دغه ډول تبصرې څومره زیان رسوي؟ رشید احمد په دې اړه په پورته ذکر شوي مخ کې وايي: (( … زموږ دغو غلطو دعوو او بې ځایه تبصرو نورو خلقو او د هغوی کوښښونو او ادبي زیارونو او پیرزوینو ته څومره نقصان رسولی دی، د دې اندازه لګول ګران دي. ))
د نوموړي دغه خبرې شاید ځینو ته ستغې تمامې شي ؛ خو زما په اند دا خبرې ستغې نه دي او وړاندیز مې دا دی چې هیڅوک دې پرې نه خپه کیږي، ځکه خبرو کې یې وزن شته.
خبرې هغه وخت وزن بایلي چې ویناوال یې خپله نه عملي کوي او نورو ته د عمل سپارښتنه کوي. نو د رشید احمد خبرې به ولې بې وزنه وي؟ ولې به تاثیر نه لري؟ ځکه هغه چې څه وايي لومړی ورباندې خپله عمل کوي. په (۲۳۵مه) پاڼه کې لولو:
((… په کال ۱۹۵۷ کښې د اشرف دراني لیکلی ناول هم ځینې پوهان او لیکوالان په تاوکښو یا جنسي ناولونو کې شماري دغه ناول ما نه دی لوستی او نه مې لیدلی دی نو ځکه پرې زه څه تبصره نشم کولای….))
همدارنګه په ۲۳۷مه، پاڼه کې لولو: (( د ماټو خان دریم ناول [ هیرې او ایرې ] نایابه دی او زما د نظره نه دی تیر شوی نو ځکه پرې د څه تبصرې نه ډډه کوم.))
دغه خبره ډیره په ځای ده. ویناوال غیر مستقیم بیا هم یو مهم وړاندیز کوي او وړاندیز یې دادی چې خدای ته وګورئ، پر یوه اثر هغه وخت خبرې، تبصرې یا نقد وکړئ چې خپله مو لوستی وي!
هر څیړونکی د ځان لپاره یوه تګلاره ټاکي. بریالۍ تګلاره هغه وي چې مقصد پرې ترلاسه شي او نورو ته یې خیر ورسیږي. رشید احمد هم په لومړي سر کې روښانه تګلاره ټاکلې او هغه دا ده چې د څیړنې په مهال ورسره د چا د خپګان او خوشحالولو غم نه شته. دې تګلارې ورته جرئت ورکړی او دې جرئت یې نقد ته ښکلا بخښلې او د حقیقتونو په را څپړلو کې یې مرسته کړې.
رشید احمد، د مشهور څیړونکي حنیف خلیل د یوې تبصرې په اړه چې د نور محمد تره کي د ( بې تربیته زوی) د ناول په اړه یې کړې، په ۳۰۲ مخ کې لیکي: ((… دلته دا خبره د یاد ساتلو وړ ده چې دا ښاغلی د دغه ناولونو د فني او تیکنیکي کمزورو ذکر خو ډیر په شد و مد سره کوي، ولې یوه فني یا تیکنیکي کمزوري نه ښايي [ښيي] او نه یې څه مثال ور کړی دی. ښکاري داسې چې د نورو نه اوریدلو، لیدلو او کتلو مقالو یا کتابونو په تبصرو یې انحصار کړی دی….))
دغه شان په ۳۱۴ مخ کې د احمد علي اسیر پر څیړنه هم نیوکه کوي او په پوره جرئت وايي چې اسیر د نور محمد تره کي ناولونه لیدلي او کتلی نه دي:((… بس د مخکینیو نه یې نقلونه را غونډ کړي او ترتیب کړي دي او همدغه وجه ده چې پښتو ادب د دغه ځینې غلطیو خورولو ته یې نوره ادامه ورکړې ده. ….))
همدارنګه رشید احمد د ډاکټر چراغ حسین شاه په اړه هم په پوره جرئت خبره کوي او خبره د یوه پوخ منطق له مخې کوي.
د دې کتاب د (۳۲۴) مخ په حواله، چراغ حسین چې کومه مقاله په ( ۲۰۰۶) کې چاپ کړې نو داسې ادعا یې کړې: (( زما د معلوماتو مطابق د بلوچستان سیمې یو ناول نګار هم تر اوسه نه دی پیدا کړی. ))
خو دغه ادعا رشید احمد رد کړې او د ښاغلي ناظر صادق د هغه ناول ( سګوان) یادونه یې کړې چې په کال (۲۰۰۵) کې، یعنې د چراغ حسین له مقالې یوه کال مخکې، چاپ شوی دی.
رشید احمد، ډاکټر حسین هم په هغه ناروغۍ اخته ګڼي چې د کتاب د کتلو په ځای، پر کتاب د نورو لیکوالو په خبرو او تبصرو قناعت کوي او ځان نه تکلیفوي.
د (پښتو ناول سل کاله) لیکوال، یو لوی مزل کړی دی. د لوی مزل لپاره لویه حوصله په کار وي او لیکوال دا حوصله لري. نوموړي په دې مزل کې په لسګونو ناولونه لوستي او ښه په دقت یې لوستي. هره کرښه یې حافظې ته سپارلې او بیا یې د هر ناول د کیسې لنډیز وړاندې کړی، په کرکټرونو او منظرکشیو او د ناول په تکتیک یې مفصلې خبرې کړي دي.
د دقت یوه وړه بیلګه به یې وړاندې کړم:
کله چې رشید احمد، د محمدا جان یار د (بنګاله تر باګرامه) ناول باندې خبرې کوي، نو په (۲۲۸مه) پاڼه کې لیکي: (( د دې ناول اوله حصه د دویشتم مخ نه واخله تر څلویښتم مخ پورې په مکمل ډول د عبدالرحیم مسلم دوست د کتاب نه… ټکي په ټکي رانقل شوې ده او دغه د بنګالي قیصه هم د دغه کتاب په ۴۲ او په ۴۳ مخ باندې درج ده.))
وګورئ! دلته لیکوال نه یوازې دا چې د محمداجان یار ناول ذهن ته سپارلی، بلکې د مسلم دوست کتاب یې هم دومره په دقت لوستی چې د هغه عکس یې ( د بنګاله تر باګرامه) کتاب کې له سترګو نه دی پټ شوی.
د دې کتاب د (ښایست ګلونو ټولولو ) ته زما ( جولۍ تنګه) ده. که هره برخه یې را اخلم، نو یو بل کتاب پرې جوړیدای شي. ښه به دا وي چې د بل کتاب په ځای خلک خپله همدا کتاب ولولي او خپله د ښایست ګلچین شي.
خلک د نظر ماتې لپاره پر ښکلي مخ تور داغ ږدي، زه هم د دې کتاب په ښایست ویریږم، د بدو سترګو له نظره. نو د نظرمات په نیت پرې څو تورې کرښې را کاږم:
که څه هم لیکوال په لومړیو کې ژمنه کړې چې دا تحقیق یې د چا د خوشحالولو او خپه کولو په نیت نه دی کړی؛ خو انسان دی، انسان عاجز وي. له خپل زړه نه، له خپلو احساساتو نه او یا د معاشرې له غبرګونه.
رشید احمد، پخواني کمونیست پلوه افغان مشر نور محمد تره کي سره یو ډول دلچسپي لري. له هغه سره مینه لري او مینه ړنده وي، عاشق ته خلک ړانده ښکاري. د ده، دغې مینې په کتاب کې خپله ځان ښکاره کړی دی.
د رشید احمد، دا زړه راښکون شاید د هغو جریاناتو په اړه یو غبرګون وي او یا د هغوی پر وړاندې یو ضدیت وي د کومو له کبله چې د تره کي پر ټولو کارونو، حتی پر ادبي هڅو هم سرې کرښې راښکل شويدي.
(پښتو ناول سل کاله) کې لیکوال د تره کي ټول ناولونه ښه په مینه څیړلي دي او د هغوی په اړه د شویو اعتراضونو ځوابونه یې هم کړي دي او ډير ښه یې کړي دي.
خو، پوښتنه دا پیدا کیږي چې څنګه ښاغلي لیکوال د تره کي په ټولو ناولونو کې یوه داسې خبره هم نه ده موندلې، یوه داسې برخه یې هم نه ده تر سترګو شوې چې کره کتنه دې پرې وشي؟ د نړۍ په سترو شاهکارونو چې خبرې کیږي نو هم د نقد لپاره پکې څه ناڅه خامیانې پیدا کیږي، خو د تره کي ناولونه…؟ نو دا د هماغه مینې اثر نه بغیر نور څه کیدای شي چې مخکې مې ورته اشاره وکړه؟
د تره کي دوه ناولونه ما هم لوستي، هغه هم ډير پخوا. هغه وخت راسره ځینې ملاحظات و؛ خو اوس رانه هېر دي. کاش اوس راسره وای چې بیا مې کتلي وای او خپل نظر مې څرګند کړی وای. خو چې نشته نو جرئت هم نکوم او نه په دې اړه په کوم بل لیکوال حواله ورکوم، ځکه دا کار رشید احمد صیب ښه نه دی ګڼلی او زه ور سره کاملاً موافق یم.
خو دا ضرور وایم چې تره کي په افغانستان کې له لومړنیو ناول لیکونکیو څخه دی او هر لومړنی کار له ستونزو خالي نه وي.
په دې څیړنه کې ځینې تنقیدي خبرې داسې شته چې تنقید پرې کیدای شي، شاید د نقد په وخت ورته ښاغلی لیکوال پوره نه وي ځیر شوی.
د بیلګې په توګه:
لیکوال په (۹۸مه) پاڼه کې د صاحب زاده محمد ادریس د ناول (پیغله) د یوه کرکټر (ریاض) کمزوري بیانوي، خو دا کمزوري نه ده. خبره داسې ده چې ریاض نامزاده لري، خو پر یوې بلې نجلۍ ( نیلوفر) میین دی، خو هغې ته یې خور هم ویلې ده. کله چې خپله نامزاده د نیلوفر غوښتلو ته لیږي او هغه ورته په دې دلیل نه وايي چې ریاض ورته خور ویلې، نو په دې کار رشید احمد صیب نیوکه کوي.
د رشید احمد صیب په باور دا کار د اسلامي اصولو خلاف دی، ځکه چې په خوله چاته خور او ورور ویل د نکاح مانع نه ګرځي.
خبره سمه ده، د اسلام حکم همدا دی. خو صاحبزاده محمد ادریس د فقه کتاب نه دی لیکلی او نه یې خپله دا مسئله رد کړې. هغه د یوې کرکټرې احساسات بیان کړيدي. موږ که څه هم مسلمانان یوو خو ځینې وخت خپل عادتونه مو دومره زورور وي چې اسلامي ارشادات نفي کوي.
مثلاً: کونډه د اسلام له نظره حق لري چې په خپله خوښه دویم خاوند وکړي؛ خو زموږ د ټولنې دستور دادی چې یا به همداسې کونډه پاتې کیږي او یا مجبوره ده دویم خاوند هم د خسر په کور کې انتخاب کړي او حتی د ډیر واړه ماشوم ځوانۍ ته خپله ځواني خاورې کړي . اوس که همدغه مسئله ناول کې راواخیستل شي، سمه ده چې د اسلام خلاف ده، خو زموږ په ټولنه کې دا داسې حقیقت دی چې سترګې ترې نشي پټیدای.
په دې اړه په افغانستان کې یو مشهور فلم( مردان را قول است) هم جوړ شوی دی. دغه پخواني فلم کې همدغه ستونزه بیان شوې ده. هلک او نجلۍ یو بل سره له اندازې ډیره مینه لري، خو چې یو بل ته یې خور او ورور ویلي نو نکاح نشي کولای. دا زموږ د ناوړه دود او دستور یو قابل انکار حقیقت دی.
د ابراهیم خان شبنم پر ناول ( اجړه) د نقد په سلسله کې په (۱۶۵) مخې کې لولو:(( د اجړې واده چې د شوکت سره کله کیږي نو د شوکت مور هغه جذبات نه څرګندوي، کوم چې پکار دي ځکه چې شوکت د هغې ایکي یو زوی وي نو څه ناڅه خوشحالي کول به قدرتي لګیدل.))
سمه ده، خو خبره داده چې مور یې د شوکت له دې پریکړې سره مخالفه ده. یعنې د شوکت دا واده د هغې په خوښه نه دی او چې کله یو شی د چا په خوښه نه وي، نو څنګه ورته خوشحاله شي؟
په دې څیړنیز اثر کې ځینې تیروتنې شته، ډاډه یم که لیکوال خپل کتاب له چاپ وړاندې ښه په دقت او غور بیا لوستی وای، ستونزې به اوارې شوې وې.
مثلاً:
- په (۱۸مه) پاڼه کې لیکي چې پښتو کې لومړی ترجمه شوی ناول په کال (۱۹۰۴) کې چاپ شوی و، خو په ۳۵۱ مه پاڼه کې بیا دا سنه (۱۹۰۵) ښودل شوې.
- په ۳۴۹ مخ کې ( ۱۳۴۳) هجري کال د (۱۹۰۵) عیسوي کال معادل ښودل شوی، حال دا چې هغه کال له (۱۹۶۴ ) عیسوي کال سره سمون خوري.
په څیړنه کې معمولاً یو میتود وضع کیږي او بیا تر اخره پر هماغه میتود عمل کوي. خو په دې کتاب کې داسې نه ده شوې. لومړی داسې شوي چې د ناول لنډیز وړاندې شوی، بیا وروسته د هغوی پر کرکټرونو بحث شوی، کمزورۍ یې په ګوته شوي، په هر کرکټر خبره شوې، د ناول لیکنې په تخنیک بحث شوی؛ خو وروسته بیا دومره تکلیف نه دی ویستل شوی او له دغې قاعدې سرغړونه شوې.
- په ۱۷۳ مخ کې د سلمی شاهین پر ناول ( که رڼا شوه) د تبصرې په مهال، د ناول د کرکټرې عایشې نوم په پنځمه کرښه کې ( ثمېنه) لیکل شوې.
- په دې کتاب کې د پښتو طبع زادو ناولونو نوملړ هم راغلی، خو جالبه ده چې په دې نوملړ کې د ښاغلي مصطفی سالک ناول( پاتې شه باران دی) نوم نشته. دا داسې ناول دی چې په لر او بر دواړو کې ډیر لوستل شوی.
په څیړنه کې ډیره وړه تیروتنه هم لوستونکي له لوی شک سره مخ کولای شي. له همدې کبله څیړنه کې ډیر غور په کار وي. رشید احمد صیب به خامخا غور کړی وي، خو بیا هم ځینې تیروتنې ترې پاتې شوي دي.
مثلاً:
- د ناولونو په نوملړ(لیست) کې د شعر په اړه یوه کتاب ( پر پښتو شعر د جنګ اغیزې) هم شامل شوی. د ښاغلي عزت الله شمسزي دغه کتاب ،لکه له نومه چې یې ښکاري، پر شعر باندې د جنګ اغیزې تشریح کوي. ناول نه دی.
- په دې نوملړ کې د (حجاز کاروان) ناول، لیکوال سعدالدین شپون ښودل شوی. خو دا غالباً اردو ناول دی، نسیم حجازي لیکلی او پښتو ته زبیر شفیقي ژباړلی دی.
په دې کتاب کې ځینې ټایپي تیروتنې هم شته او دا زموږ په اکثره پښتو کتابونو کې وي. د دې علت شاید دا وي چې په پښتنو کې لا دا دود نه ده چې کتاب دې ایډیټر ولري. لیکوال یې لیکي، لیکوال یې بیا ګوري او چاپیږي؛ همدا دلیل دی چې ټایپي تیروتنې هم پکې راځي. د بیلګې په ډول یې د څو ځایونو یادونه کوم:
( ۷۸) مخ: تینیک = تکنیک، همدا مخ: خله = خوله. د ۳۲۲ مخ لومړی کرښه کې: ثاپ = چاپ . په ۳۲۸ مخ کې: شضوه = شوې. ۳۲۹ مخ کې : مضموعي = مجموعي. ۳۴۱ مخ: بې ځالې نمرغه = بې ځالې مرغه. ۳۸۳ مخ: خون = خوند. ۳۴۰ مخ کې : غانټول = غاټول. او په ۲۳۰ مخ کې د زنانه کلمې نه وروسته ( ج) راغلی، چې د دې (ج) ځای د (الله) نه وروسته و.
په ۲۴ او ۳۳۰ مخونو کې د نور محمد تره کي د (بې تربیته زوی) ناول د چاپ کال ۱۹۴۰ ښودل شوی خو په ۳۳۸ مخ کې بیا همدا سنه (۱۹۳۹) ښودل شوې.
دغه یادونې مې ځکه وکړې چې (پښتو ناول/ سل کاله) یوه قیمتي اثر دی. ډیر څه پکې راټول شوي. دا ګټور څیړنیز کتاب به ډیر مینوال پیدا کړي او موجوده چاپ شوی تعداد به ورته هیڅ کفایت ونکړي. ځکه دا (۱۰۰۰) ګڼې چاپ شوی او نن سبا د شکر ځای دی چې ځوانان له مطالعې سره مینه لري، نو باوري یم چې دا کتاب به بار بار چاپیږي.
زه له ښاغلي رشید احمد صیب څخه هیله کوم چې که زما له خبرو سره موافق وي، نو د راتلونکي چاپ لپاره هغه برخې ،چې ذکر شوي، اصلاح کړي.
یو ځل بیا د رشید احمد صیب دغه لویه هڅه ستایم، په پښتو ادب کې یې یوه ګټوره اضافه ګڼم او نوموړي ته د نورو ګټورو اثارو د پنځولو دعا کوم.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
جنوري ۱۱/ ۲۰۱۶