ليکنه:محمودحقانی
پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ګاونډي د حقوقو د يوې پوښتنې په ځواب کې داسې فرمايي “که رنځور شي نو پوښتنه يې وکړئ که د مرستې غوښتنه درڅخه وکړي نو مرسته يې وکړئ او که چېرته غائب شي نو د کور او عيال ساتنه يې وکړئ”
يو لورې ته که رمضان د رحمتونو، برکتونو، ثوابونو، د ګناهونو د بښنې او د يو بل سره د خير ښېګڼې مياشت راغله بل لورې ته بیا زموږ هیواد او هیوادوال له ډېرې مودې راهيسې د راز راز ناورينونو، بدبختیو، درغليو او پيچيدلې جګړې سره مخ دي.
د همدغې بدمرغۍ له امله مو هر کور ويران، هره مور بوره، هر بچی يتیم او هره کورنۍ د فقر، غربت بې سرپرستۍ او داسې ورته نورو فجایعو سره مخ ده او دغه ملت له دې ستونزمن، کړکيچن او ناببره حالاتو څخه راويستل زموږ ديني او ملي وجيبه ده.
ځکه چې دا وطن مو خپل دی ملت مو خپل دی يتيمان بچي او بوري مېندې مو خپلې دي. ددوی حيا زموږ حیا ده ددوی ناموس زموږ ناموس دی او دوی د خوښيو په څپاند سيند کې ورګډول زموږ نيکمرغي او بريا ده.
راځئ چې د خپل بې وزله ملت او د نفقې له بحران سره مخ ګاونډيانو لاس نيوی وکړو او خپل بندکړي لاسونه ددوی پرمخ پرانيزو چې اقلًّا ددوی نغري هم په دې روژه کې بل او ګرم پاتې شي له يو اړخ نه خو به مو خپل مسئوليت ادا شي ځکه چې د ستر لارښود صلی الله علیه وسلم وينا ده چې” په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې د خپل ګاونډي سره ښه وي” يعنې د اړتيا په وخت کې د هغه مرسته د ناروغۍ په وخت کې د هغه پوښتنه او د سونزې د راتلو په وخت کې په هغه خفه کېدل او هغه سره تعاون کول او بل اړخ ته به دوی هم په دې خوښيو کې راسره مل اوسي.