په يوې ژړي صحرا کښي له ډېره وخته په سفر يم ، خو سفر دي چي ختمېږي نه ،ځکه مات مات کښېنم ، بې زاره سم او په ګيلو سم چي دغه بدبخت به کله ختمېږي . ناڅاپه څوک يو ښايسته او تازه سور ګل را مخته کړي چي خوشبوي يې زما روح ولړزوي چي ورته وګورم ، نو يوه حسينه دلربا وي چي په خپلو سپينو اندامونو يې و ماته دغه سوغات راکړي وي چي لاسونه يې په نکريځو سره وي او په خپلو غټو ښکلو بادامي سترګو راته خاندي . بيا هغه په ډېري مسکا و ما پرېشان ته يو پنډ کتاب هم را سوغات کړي چي ما نور حېران کړي چي يوازي يو انځور پکښې وي ، بل څه نه ، زما ، د هغي نازنيني او سره ګل . زه خوشحاله سم ، خندانه سم او له خوشحالۍ په نارو سم ، خو بيا د سترګو په رپ کښي ولړزېږم او په چيغو سم ، ولي چي په هم هغه انځور کښي غټو غټو بدرنګو او زړه لړزونکو خشمناکو ښامارانو خلې هم خلاصي راته نيولي وي
پاي
جنوري 2015
Hi,l like u and your page.