رنګینه ولیزۍ هغه ځوانکۍ پیغله ده چی د کورنیو مخدودیتونو ټولنیزو توپیرونوسره سره د خوست په څیر قبیلوی اقلیتونو ،سیمه ایزو رسمونو او رواجونو ته په ژمن ولایت کې ښوونځۍ ولوسته پوهنتون ته لاړه ، دبخت یاری یی دا هم وو چې دهیواد ننګونکو حالاتو ته دځواب لپاره یی طبعی انګیزی دشاعری هنر په ذهن کې ورکړه
(چا ویل چې هغه ته یې) ددغه ځوانې شاعرې نوي شعري ټولګه ده چې غزل نظمونه او ازده شعرونو پکې رغلي دي
شاعره. په هیواد کې د ژوند له ټیټو جیګو سیاسی ویراونکو ګړاونو توره پرده پخپله ادیبانه ژبه دهنریت په لفظو کې داسی پورته کړی چې دغه خبري دی هرچا په زړه کې دی خو په لفظونو کې دلیکلو هنر او جورت یی ددی په څیر دګوتو په شمار کسان لری هغه څه رنګینې دغزل په رنګینو کې ځای پرځای کړی .
دا د سرو وینو تالاب دژوند لړۍ ده
دلته څوک ککړله وینو پاتې نه دی
دګناه په غداب هر سړی اخته دی
تور په تور او سپین په سپینو پاتې نه دی
د کتاب مختوا او عنون ته په کتو دسړي په ذهن کې دا را ګرځي چې شاعرې په شعرونو کې بې خیاتوب،کړی ، د جنون او جانان ښګڼی او بډګڼی به یی بیان کړی خو خبره برعکس ده
دسیمې او هیواد په کچه پیاوړي شاعر پیرمحمد کاروان درنګینې په کتاب پخپله سریزه کې لیکلي چې یاد کتاب یی بیت په بیت ولید خو دې بې خیاتوب یوه ذریعه یی هم پکی پیدا نکړه
کاروان .یادی شاعری ته هیلامند دی چی شاعری دطبیعت د ښایستونو او احساساتو رنګ اخلی او په راتلوونکی کې دخویندو له جملې دې ښې شاعرې نماینده ګی کولي شي
که څه هم خوست پخپله ځولۍ کې یوشمیر شاعران روزلی ،خو دعلم برخه څه تیرو جنګونو څه ورځنیو بوختیاو ،څه هم کورنیو مخدودیتونو چې دښځو په ژوند او شاعرۍ مخامخ دتیاور سیوری غوړولی دی که څه هم یو شمیر ادیبان شعر دښځو اصلی میراث بولی .
دتیری یوی لسیزی راهیسی په خوست کې دګوتو په شمارمیرمنی شاعری وکړه چی شعر یی د معیار له مخی په تول پوره نه شمیرل کیږی خو د ورځنیو ستونزو ، اعوطف او احساساتو انځور یې بللی شو .
رنګینه ولیزۍ خپله وایی چې یاده شاعري د ادب په برخه کې د پوهې اومسلک له مخې نه ده کړي بلکې دایې د زړه هغه عاطفي خبره وو چې خلکو ته دقلم په تورو بیان کړه
د زړکۍ له ورانه کوره تراسمان پوری مزل کړم
دفلک ورک لاروی یم څه پیدابه مې منزل کړم
کاش چې لوړ مې تفکر شي چې ترڅوکو دشعررسم
بیابه هله برقرارشم چې رېښې دغزل ښکل کړم
رنګینه ته تر ډیره په فطرت کې رنګینی په لاس نه دی ورغلی .ژوند ستړی ګڼي ستړیا ته دمبارزی لپاره هڅی حال لاری بولي ،
ستا بي دردی په ما دکرکې ګذارونه کوی
زما لوټ شوی اخساسات درنه څنګونه کوی
ستا د نظرله نوره ډکې اینی ته خوبان
دجنت تخت پریږدی دحسن سینګارونه کوی
رنګینه ولیزۍ په افغانستان او محصوص په پښتنی ټولنه کې دبشر هغه دمحکوم قشر د ژوند له ترخو تجربو او ددوی پر وړاندی دنه منونکوکلتورونو څخه خپل احساسات په ترخه ژبه دغزل په قالب کې داسی ځای ځای پرځای کړی چی د یوی افغانی او پښتانی مور .خور، لور .په ژوند کې پیښدونکی واقعات پکې څرګند شوي
دغه شعری ټولکه دشاعرې دخپلې خولې په خبره چې وایې شاعري دیوې زړسواندې خور د زړه اوز دي
څرنګه چې د رنګینې په قول په پښتاني ټولنه کې تر ډیره ډیرو ښځو ته د نارینه له لوری ددوهم انسان په سترګه کتل کیږی ، نو د ښځو پروړاندی زور زیاتی د زغم وړ نه بولی ، او پر وړاندی پیغلوټی نارا په ملغلرین تار پییلي چې دمیرمنو د ژوند له ترخو او خوږو پیښو یادوري کوي چې پکی تر ډيره دمیرمنو د ستونزمن ژوند یاد یی پکې ښکلي ترسیم کړي .
دغه حالات رانه احساس غواړي ایمان غواړی
زور د کلتور می رانه ژوند غواړی جانان غواړی
ایښی نکریزی می په لاس دی اجباری واده دی
د افغانیت هویت به خود رانه تاوان غواړی
چی قدم پورته د رسمونو په خلاف کړمه
وخت رانه داسی انقلاب دلوی توبان غواړی
شاعرې. که دفطرت رنګینو ته شعر لیکلي خو په کتاب ګوټي کې داسې نور څه هم سړی موندلي شي چې شاعره دپرمحتګ په رازونو هم پوهیږي ژوند پرمختګ او ان سیاست په ژوند کې یو دبل سره تړلی بولی دي واړه دعصري او ضروري ژوند په بریاو کې مهم بولي لکه هغه چې خپله وایي
متر ددی دي وعدی په ما محشر غورځوی
ګونګی احساس دي په روحیه زما ضرر غورځوی
د ذکاوت متمدن او ټولنیز فکرونه
دسیاست په تسلسل مثبت اثر غورڅوی
دنفس په خوله دتقوا هوډ مهر وهلی نشي
دتاریکیو په دستور طاعوت منتر غورځوی
.د رنګینو شاعرې هغه مهال کتاب لیکلو ته زړه ښه کړو چی تر پوهنتون لاړه دفطرت څخه دالهامونو په بڼه اخستي تخیلات یی قلمي کړل هیوادنۍ مشکلاتو ته یی پخپله ښځینه ژبه خوږه الفاظ پیدا کړل اود شاعرۍ مخانیکي اړخ لوړتیا ته یی د پښتو ژبی تیوریکی او ادبي کتابونه له ذهن تیرکړل هغه دمهال دخوست شېخ زاید پوهنتون دژبو او ادبیاتو دپوهنځي دڅلورم کال محصله ده
ادبیات اود محصلی دورې شاعرۍ ته په کتو مونږ ویلی شو چی رنکینه ولیزۍ د میرمنو داخساساتو دڅرګندولو لپاره په رتلوونکی کې د یوې سر لارې شاعرې تمه کیدای شي
خوست .