ژباړه: حمیدالله حمیدي
رنګونه په ټوله کې پر انسانانو باندې مستقیم اغېز لري چې ان کولی شو په لویان کې د هغوی شخصیت، خاصیت او ټیپ هم ترې څرګند کړای شو. خو تازه رنګونه بیا د ماشوم پر روحیاتو مستقیم اغېز لري او د خوشالۍ لامل یې کېږي.
د رنګونو د ارواپوهنې استاد بهروز دولتشاهي وایي، د ابي او سرو رنګونو په لیدلو سره د ماشومانو د خوشالۍ احساسات راپارېږي او ان کله چې ماشوم زیات خوښ وي، په دې رنګونو انځور ګري کوي، خو کله چې خپه وي بیا په خپله انځورګرۍ کې له خامو رنګونو لکه خاکستري او نور څخه کار اخلي.
نوموړی میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته د اوسېدو ځای او جامې تیارې کړئ، چې روښانه رنګونه ولري او خوشاله یې وساتي.
د اعصابو متخصصه ډاکټره مریم علمدار وایي، هغه امواج او نور چې د جامو له رنګونو خپرېږي، د ماشومان پر ذهن مستقیم اغېز کوي. نوموړې وایي سره رنګونه د ماشومانو د زړه ضربان په نورمال حالت کې ساتي، پر عضلو یې مثبته اغېزه کوي او د ارامۍ لامل یې کېږي.
ارواپوهان وایي، تر هغه وخته چې ستاسو ماشوم خپل ځان ته د جامو د ټاکلو وړتیا پیدا کوي، ښه ده چې تاسو خپله ورته هغه جامې یا پایزار واخلئ چې روښانه رنګونه ولري، خو کله مو چې ماشوم د دې جوګه کېږی چې خپل ځان ته خپله جامې او یا پای زار وټاکي نو بیا دوی ته اجازه ورکړئ.
د ماشومانو د جامو او پایزار لپاره تر ټولو ښه رنګ سور، نارنجي، ابي او شین دی چې پر ذهن یې مثبت اغېز کوي او خوشاله یې ساتي.