پیتاوي ته په چوکۍ کې کړوپ ناست و. د ګلانو خواته یې سترګې واړولې. په ټیټ غږ یې راته وویل:
– رنګونه یې…الوتي
پر سرو او زیړو ګلانو مچۍ وبڼیده. ده سترګې پټې کړې:
– رڼا ده
-چې ډیر وخت څوک په کوټه کې وي دباندې یې خامخا داسې تک شنه اسمان ته سترګې بریښي
زګیروی یې شو. پښې یې ورو راټولې کړې. پښې یې پړسیدلي راته ښکاره شوې. ډاکټر ویلي و چې پاړسوب ښه نښه نه ده.
سیوری یې پښو ته ورنژدې شوی و. ورته ومې ویل:
-لږ ساړه شوو دننه ولاړ نه شو
د تګ اشاره یې وکړه، تر مټو مې ونیو. په کوټه کې مې څملاوه. اوبه یې وغوښتې. اوبه مې ورته راوړې. سترګې یې سره ورغلې. اوبه مې ورته کیښودې.
د مچ بڼا شوه. کړکۍ مې پرانیسته چې مچ ووځي. ده ته مې وکتل، اوبه لا ورته پرتې وې، خوله یې خلاصه پاتې وه، لکه چا چې اوږد مزل کړی وي، خپله لکه کورکمن تک زیړ ښکاریده.
لاسونه مې ور وموښل، ساړه شوي وو. ورپاڅیدم چې کړکۍ بنده کړم. د مچ بڼا ورکه وه، شمال ته پر ورسۍ راځوړنده سپینه پرده ورو ورو رپیده.
پای