ساجد آفاقي

دا خلک ولې انتظار د هغې ورځې کوي

چې پاچا مړ وي او وزیر په زولنو تړی

آیا هېوادونه تجارتي مؤسسې، تجارتي بانکونه او که کوم روزنیز مرکزونه دي؟

کومو هېوادونه چې لسګونه ځله یې پوځ د دښمن په مقابله کې ماتې خوړلې، هغه هېوادونه چې په کراتو مراتو یې وروسته له ماتې د دښمن پوځ ته تسلیم شوي، هغه هېوادونه چې چیرته یې د په تاریخ په اوږدو کې کومه بریا نده تر لاسه کړې، او همیشه د نورو مستعمرې او حلقه بګوش غلامان پاتې شوي.

آیا دا شونې ده چې داسې هېوادونه د افغان پیاوړی، خپلواک، او په ځان متکي پوځ وروزي؟

د افغانستان داسې یو پوځ وو چې د تاریخ په اوږدو کې هر بهرني یرغل ګر ته یې جواب ویلی، داسې یو پوځ وو چې د دښمنانو په خاوره هر جوابي برید ته تیار وو، آیا پوهیږئ چې اوس ولې…..؟

د افغانستان د ملي اردو وحدت او قوت چا له منځه یووړ؟

د افغانستان تاریخي دښمنانو په تاریخي کنفرانسونو کې داسې ویل (زما د ماموریت یوه غټه لاسته راوړنه دا وه چې د افغان پوځ مې مات کړ او دومره مې ضعیف کړ چې تر قیامت پورې به و نه توانیږی چې زموږ په مقابل کې وجنګیږي)

داسې ښکاري چې د افغانستان بعضې زمامدارانو د تاریخ په لوستلو کې پاتې راغلي او یا یې خبرې هېرې کړي وي، چې د پوځ د روزلو هوکړه یې ورسره کړې، او ځینې موثق خبرونه دا وایي چې بعضې تاریخي ناروا تړونونه چې د تاریخ په اوږدو کې په رسمیت ندي پېژندل شوي، کېدای شي چې له دې مظلوم ولس سره د خیانت په توګه هغه ته هم رسميت بڼه ورکول شي.

که چېرې د افغانستان تاریخي دښمنان موږ ته پوځ وروزي، نو هغه اندیښنې چې کلونه کلونه پرې جګړه روانه ده او هر افغان ته د منلو وړ نده د کوم سرنوشت سره به مخامخ کیږي؟

تاریخي دښمنان د فوځ د روزلو په عوض کې، آیا نشي کولای چې موږ ته د ډاکتران د روزلو پیشنهاد وکړي؟

د ملت پوځ د ملت ستر او ابرو ده، او دې ستر سره یو ځانګری راز وي چې دا راز نباید خپور شي. دا په کوم قاموس کې ده چې کوم هېواد سره ستونزې ولرو، یو مصنوعي او ایجاد شوی هېواد وي هغه هېواد دې زموږ پوځ اکمال کړي.

(څوک چې د چا تر حکم لاندې راغی تر هغې نه مرګ بهتره ده).

—————————————

که څه هم په ۳۵۰ زره کسیز امنیتي ځواک کې ۶ یا ۶۰۰ تنه خاص اهمیت نه لري چې چیري وروزل شي یا ونه روزل شي په پاکستان کې همدا اوس تر ۳ ملیونه زیات افغانان اوسي او پاکستان کولی شي د هغوی له منځه یو شمېر کسان په پټه وروزي او بیا یې افغانستان ته راولېږي چې د افغان امنیتي خواکونو په لیکو کې شامل شي.

د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان پر له پسې مداخلو او د افغانستان له وجود سره د پاکستان دښمني د دغه هیواد په وړاندې افغانان خورا حساس کړي دي. دا لیکنه د دغه ډول احساس یوه بېلګه ده.

تاند

One thought on “رهبران اوهوایي وعدې / ساجد آفاقي”
  1. هو! که زموږ سیاستمداران وتوانیدل چې زموږ د مهاجرو په نوم اجرتي قاتلان زموږ د تاریخي دښمنانو له منګولو څخه وژوغوري، زما په آند دا به د معضلې د پای ته د ټکي اېښودو په معنا وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *