په نظام او ټولنه کې مثبت بدلون راوستل
ملي زعامتونه ځکه مهم او اړین وي چې هغوي ملي لورئ لید، موخې، دکار او لاسته راوړنو نوې لارې او بیخي نوئ کلتور رامنځ ته کولاي شي. په عربي کې وایي الناس علی دین ملوکهم. په بل عبارت، خلک د خپلو زعیمانو په پله قدمونه ږدي او پیروی یې کوي. ملي مشران ترنورو خلکو دا کارونه ډېر ښه اوپه آسانۍ سره کولئ شي که په قول او عمل دواړو کې له ځانه رهبري وښیي او له علمی لارو او ښو تجربو کار واخلي او په ښه هنر سره یې ترسره کړي.
ډېر افغانان له فساده سر ټکوي او ښه پوهیږي چې که فساد ورک نکړو او سمه حکومتولي رانه ولو هیواد مو له اوسنی ناورین او د پردو له احتیاجه نه راوزي. خو دا کار آسانه نه دئ، دلته د سیاسي اقتصاد(Political Economy) ، کلتوري مسئلې، بیوزلي، نا لوستی توب، بیروني لاس وهنې، د ملي نهادونو کمزوري رول لری او دا زر اوپه آسانۍ نه رغیږي. دا یوازې په شعار نه بلکه په علمي او ازمویل شوو لارو، زغم او حوصلې سره ترسره کیږي.
د اړونده پوهانو په نظر غوره حکومتولي په څو اساسي ستنو ولاړه ده چې مهم یې همکاري، روڼتوب او حساب ورکول دي. که په یوه دولتی او حکومتي سیستم کې د اړونده چارواکو او ادارو ترمنځ د مالوماتو شریکول، د ګډ کار تلوسه او همکاري نه وي نو روښانه ده چې کارونه به سم پرمخ نه ځي. همدا رنګه اړینه ده چې په کارونو او پریکړو کې روڼتوب او شفافیت وی ترڅو مفسدینو ته ستونزمنه شي چې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي. باید تر ممکنه بریده ټولې مهمې پریکړې لکه قراردونه، په کار ګومارل او نور د نړیوالو منل شوو اصولو په بنا و خلکو ته روښانه وي. همدارنګه، ټول چاروا��ي باید اړ وی چې دخپلو کړو وړو او پریکړو په هکله خلکو او اړوندو چارواکو ته حساب ورکړئ شی.
د نوئ ولسمشر د واک لمړیو اونیو ته یوه کتنه
دلته زه غواړم د هیواد د ولسمشر د واک د لمړیو اونیو د رهبرۍ او مدیریت یوازې په ګفتار کې نه بلکه په عمل کې هم نوښتونو ته ځوان کدرونه او اړونده چارواکي ښه ځیر کړم. هیله من یم چې زموږ کدرونه ښه پام ورته وکړي او خپل ځان ورسره عیار کړی. که ټول ورباندې ځان ښه پوه کړو اومرسته یې وکړو هیله ده چې دا نوښتونه په هیواد کې د ښې حکومتولۍ، غوره مدیریت او د عامه واک څخه د سمې ګټې اخیستنې نوو علمي لارو او د اړینو مثبتو تګلارو پنځوونکي کلتور ته وده ورکړي.
که موږ په افغانستان کې د جمهور رئیس ډاکټر غنی د لمړیو اونیو کړو وړو، خبرو، فرمانونو، نوو پالیسیو او د ملت له ډول ډول ټولنیزو ګروپونو سره دهغه د لیدلو او خبرو ته ښه په غور ځیر شو دهغه په لید لوري یو څه پوهیږو. هغه په خبرو نه په عمل کې په خپله اداره او خپل دولت کې و پورته درئ واړو اصولو ته چې همکاري، روڼوالي او حساب ورکول دي خپله ژمنتیا ښودلې ده. جمهور رئیس په خپلو لمړیو کړنو سره خپلو هیوادوالو او نړیوالو علاقه لرونکو ته خپله سیاسي اراده او کلک عزم وښود چې د ملک په اداره او رهبرۍ، د فساد په ورکولو، د قانون په پلي کولو کې پوره جدي دئ او هم یې اړین هنر او غوره تګلارې ښه پیژني. هغه د یوه داسې سیاسي چاپیریال د رامنځ ته کیدو نیت او اراده لري چې خپلو داخلي او بهرنی اړونده ذیعلاقه خواوته وښیي چې:
- هغه غواړي له فساده ستړو او ناهیله شوو هیوادوالو ته امید ورکړي او دفساد سره په مبارزه کې دهغوی پیوستون تر لاسه کړي ترڅو په دې توګه په فساد ککړ، رشوت خواره، د ځمکو غاصبین او د قانون ماتوونکي تر قانوني فشار لاندې ونیسي، ګوښه یې کړي او تر دولتی او قانونی کابو لاندې یې راولي.
- هغه غواړي خپلو اوسنیو او راتلونکو چارواکو ته په ډاګه ووايي چې له دې وروسته له هغوي څه غوښتنې لری او دکار کولو اصول به څه وي.
- غواړي چارواکو ته ووایي چې که غواړي دملت خادمان و اوسي نو باید اړین پلانونه، تګلارې، ښه مدیریت، په پریکړو کې روڼوالئ او ریښتینولي او اړینې هڅې به نه سپموي،
- هغه غواړي هغو مرسته کوونکو هیوادونو ته چې په هیواد کې یې د فساد په نامه راز راز په حقه او ناحقه پلمې کولې او له خپلو کړو وعدو په شا کیدل په زغرده وویلئ شي چې اوس دعمل وخت دئ.
- ولسمشر د سیمې هیوادونوته اړین پیغام ورکړ چې موږ په کنترول کې یو تاسو هم ځان سم کړئ.
د جمهور رئیس داکټر اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لمړي سر کې غواړي په هیواد کې د رهبرۍ او مدیریت یو نوئ دود، د حکومتولۍ یو نوئ سیستم او د کار او پریکړو کولو یو نوئ کلتور رامنځ ته کړي. هغه د مدیریت او رهبرۍ د غوره اصولو په رڼا کې د خپلو دولتي چارواکو لپاره د پایله لرونکو او روښانه موخو د ټاکلو په لټه کې دئ او غواړي په دې پروسه کې د خلکو څارنه، ګډون او مشارکت خوندي او نهادینه کړي. کله چې دا موخه ترلاسه شي نو بیا به څوک د بندو دروازو ترشا ناسمې پریکړې نشي کولئ.
هغه اوس لګیا دئ په منظمه توګه د خپل حکومت له وزیرانو، والیانو، د ولسوالو قوتونومسؤلینو او ټولو نورو مسؤلینو ته د خپل حکومت د کار نوې طریقه ښيي. هغه له مسؤلینو او خلکو سره یوځاي د ولایتونو بنسټیزې ستونزې ارزوی، لمړیتوبونه ټاکي او اړین پلانونه جوړ او د سمو پلي کولو لپاره یې سمه تګلاره او ټاکلئ وخت ټاکي. په مجلسو کې له هغه سره د ده پخپله او وزیرانو، والیانو، نورو مسؤلینو او خلکو ګډون او د نوټ اخیستل دا مانا لري چې هغوی ټول به یو بل ته د لاسته راوړنو او پایلو حساب ورکوي.
هغه چارواکو ته یوازې د فرمانونو او تشو لارښوونو په ځای لمړئ د یوه وزارت، یوه ولایت او یا بلې کومې دولتي ادارې په کار کې کمښتونه او ستونزې له خپله چارواکو او خلکو اوري ترڅو د لږ لاسته راوړونو ستونزه سمه په ډاګه شي او هغوي ته په قانوني توګه وښيي چې څه یې باید کړیوای او وروسته څه باید وکړي.
د پورته لاسته راوړنو او ښو نوښتونو سره سره دا نشو ویلای چې دنیا ګل او ګلزار ده او هیڅ ستونزه نده پاته بلکه هیواد او د هیواد زعامت مو له کره ممکنه ستونزو سره تراوسه مخ دئ او د لا سختو شپو ګومان هم کیدای شي. ځینو ته په لاندې توګه اشاره کوو.
- به هیواد کې د نا امنیو کابو کول، دسولې راوستل داسې چې ټول افغانان د کړو ټاکنیزو وعدو سره سم په یوه ټغر راټول شي تراوسه ښه نه دي مالوم. هیله لرو چې د هیواد اوسنئ زعامت به په یقین سره دې ستونزو ته هم ښه پلانونه ولري او له الله تعالي څخه په اخلاص غواړو چې په دې کار کې بریالي شي،
- ممکنه ده چې په هیواد کې ځینې کړۍ چې ځاني ګټې یې له خطر سره مخ شوې، د ځمکو غاصبین، د نشه ای توکو کاروباریان له بهرنیو قوتونو او فاسدو خلکوسره لاس یو کړي او اوسني د ملي وحدت حکومت ته ستونزې رامنځ ته کړي. خو هیله شته چې د ښې رهبرۍ په ښودلو، د سمې حکومتولۍ او ښه ځواب ویونکی نظام چې زموږ د خلکو آرمانونه په کې رښتیا شي په رامنځ ته کیدو سره به دا ډله کابو شي،
پایله
که ټول کارونه د اوس په څیر په سمه په مخ لاړ شي، ټول چارواکي په ډېره مینه په دې نوې چاپیریال کې د خلکو چوپړ ته ملا وتړي او عوام هم خپل ملاتړ و نه سپموي نو پوره ډاډ شته چې د ا پورته قدمونه او کړنې به په لانورو علمی او عملي غوره ښو نوښتونو سره بدرګه او لا ټینګې شي. هلته به هیواد موانشا الله تعالي له اوسني ناورین اود پردو له احتیاجه راووزي، په سمه لاره به لاړ شي او په خپلو پښو به ودریږي.
دیوه بریالي او سرلوړي افغانستان به هیله