ژباړه: حمیدالله حمیدي–

که غواړی چې پیاوړي او مخکښ و اوسی نو بايد ځينې ځانګړنې ولری. رهبري یعنې پر ځان باندې د خلکو را ټولول او هغه فرصت چې تاسو ته د پلار، مور، مشر او مدیر مقام  درکوي. له دغه لارو  بیا تاسو کولای شی په سمه توګه نورو ته ګټه ورسوی.

د بېلګې په توګه: مور او یا پلار کېدل، چې تر ټولو لوی مسوولیت دی. که په سمه توګه یې تر سره کړی او ښه  اولادونه وروزی،  نو له شک پرته چې یوه سالمه ټولنه به مو روزلې او جوړه  کړې وي. که تاسو په یوه شرکت کې د مدیر په توګه کار کوی او له خپلې دندې سالمه ګټه پورته کړی، ښکاره  ده  چې د شرکت کارونه به مو سم پر مخ ځي او تر نورو به مخکښ وی. دغه  راز  که تاسو په کلي، ولسوالۍ، ولایت او یا هم په یوه  هېواد کې د یوه  مشر په توګه دنده تر  سره کوی او خپله دنده سمه پر مخ بوځی،  هغه ده چې څومره ډېرو کسانو ته به مو خیر رسېدلی وي.

جیم ران وایي: « رهبري تر ټولو ستره ننګونه ده »

په رهبرۍ کې تر ټولو اړین څه په ځان کې د مهارتونو پیدا کول دي. د نړۍ په کچه رهبران تل په ځان کې د مهارتونو پر روزلو کار کوي، هماغه دي چې ګټور هم واقع کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *