ګډوډ رښتيا
زموږ اکثره دیني لوستي وګړي د رواجي دین پر خلاف دي. زه دا چاره سمه نه بولم. رواج شوی دین یو شی دی، او دین شوی رواج بل شی. دین شوی رواج مردود دی، او رایج شوی، عادت شوی دین، مطلوب.
یو رواجي دیانت دی، او یو ایډیالوژیک.
رواجي دیانت هغه دی چې زموږ د رواج، رویې، او فرهنګ برخه، او د یوه ولس د زون آف کمفرټ (د آرامتیا د سیمې) حصه وي. په بله… …معنا، د دین هغه بڼه چې ولسونو په رواج اړولې وي.
مثلا، غزنی سوړ او یخ دی، هلته خلکو بګړۍ یو لازمي پیغمبري سنت ګڼلی. ننګرهار ګرم دی. هلته په خولۍ سنت پر ځای کېږي. د ګرمو سواحلو خلک د پرتاګه پر ځای، لنګ تړي، دلیل یې دا وي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټول عمر لنګ تړلی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم دریواړه کاره کړي، خو د دریو سیمو خلکو بیا د خپلو ضروریاتو مطابق خپل طرز له خپلو اقلیمي شرایطو سره برابر طرز انتخاب کړی، او کاروي یې. دې ته رواجي دیانت وایي، چې یوه معنا یې ده، له خپلو خاصو شرایطو سره عیار دیانت.
په ایډیالوژیک دیانت کې بیا د دین دا نرمښت له پامه غورځول کېږي. د ایډیالوژیک ملا، که د پېښور په ګرمۍ کې سر په بګړۍ کې خوړین هم شي، تر بګړۍ نه تېرېږي، او که یې د پنجاب په تودوخه کې، ښځه تر بورقې لاندې ورسته هم شي، د ده ښځه باید لکه د پیراډول شربتو د بوتل غوندې ښکاره شي.
رواجي دیانت تر ایډیالوژیک دیانت ډېر غوره دی. رواجي دیانت هغه دیانت دی چې زموږ رواج او فرهنګ هضم کړی وي. د ملا صاحبانو د کتابي خبرو په څېد ژبې پر سر او د زړه په زور نه وي. د کوچي عقیده د هغه د رواجي دیانت برخه ده، او د ټینګښت او کلکوالي راز یې هم همدغه دی.
د کلیوال سړي صداقت او ریښتونولي همدغه رنګ، د هغه د رواجي، او فرهنګي دیانت محصول ده.
د رواجي دیانت تر ټولو ستر کمال دا دی چې طبیعي وي. د دې خبرې یو مثال وایم.
یو کس دی، ښه پوخ بخیل دی، له بخله یې نفس خېژي، خو د ملا صاحب خبرو تأثیر پرې وکړ، کور ته راغی، د وړو ډکه بوجۍ یې د ګاونډي کره ور واستوله. دا سخاوت دی، خو طبیعي سخاوت نه دی. دا سخاوت لکه للمي کښت داسې دی. که د ملا صاحب د وعظ باران و، وي به، کنه نشته.
بالعکس، یو بل کس بیا داسې دی، چې له خیرات ورکولو خوند اخلي، او له نېکي کولو داسې خوند اخلي، لکه وړه ماشومه چې د خپل پلار په خدمت خوند اخلي.
اوس نو، که سخاوت او نېکي کول دیانت وي، نو دغه دیانت په لومړي کس کې کسبي، او غیرطبیعي، او په دوهم کس کې فطري، او طبیعي دی. همدغه تقسیم ته امام غزالي رحمه الله د کسبي او راسخو اخلاقو په نامه اشاره کړې ده.
په علمي لحاظ، هر اخلاقي ارزښت لومړی فرضیه او ګروهه وي. بیا پرې څېړنه وشي، یا یې اسماني کتاب تایید کړي، لارښوونې، یا تعلیمات ورڅخه جوړ شي. بیا د تعلیم او تعلم په وسیله دا تعلیمات بل چا ته انتقال شي. بیا چې کله دغه تعلیمات د بل سړي په رویه کې اغېز وکړي، دې کار ته تربیه یا د امام غزالي په اصطلاح، راسخ اخلاق وایي. تربیه بیا فردي شی دی، کله چې ټولنیزه او عمومي شي، نو بیا فرهنګ، یا رواج ورڅخه جوړ شي. کله چې له یوه اخلاقي ارزښت څخه فرهنګي ارزښت جوړ شي، نو د هغه د مراعات لپاره بیا پولیس نه وي په کار. بیا د هغه ارزښت ساتنه، لکه د څړک د قوانینو، ترافیکي پولیس نه، بلکې د وجدان پولیس کوي.
ورور خپلې خور ته د جنت او دوزخ له امله د محرم په سترګه نه ګوري، بلکې د رواجي دیانت له امله دغه مقام ورکوي. په پښتني ټولنه کې چې لېورونه له ورېندارګانو، ورېرونه له تېندارګانو، او خورېیونه له مامۍ ګانو سره د عفت، عزت، پښتونولي، او درنښت په فضا کې چلند کوي، علت یې فرهنګي، او رواجي دیانت دی. که خدای مکړه، دغه دیانت ونه لرو، نو آیا د ملایانو وعظونه به مو له دې ډول درنښت ته وهڅولای شي؟
د ملایانو وعظ که خلک له بدو را ګرځولای، نو د کلیو هلکان به یې د ښار له سینماګانو او د ښار خلک به یې د کرزي په حکومت کې له کاره را ګرځولي وای.
زموږ د ټولنې ټول ټولنیز مصؤونیت زموږ د رواجي دیانت له امله دی.
مسلمانان د نړۍ په هر ځای کې شته، ول، خو پر دین د افغانانو د ټینګښت لامل د دوی رواجي والی دی.
له بده مرغه، په افغانستان کې د آی ایس آی راوړي دین نسخه مطلقاً د اسلام د اصولو، او د ټولنې د ارزښتونو او رواج پر خلاف ده.
د رواجي اسلام او ایډیالوژیک اسلام یو ستر تفاوت دا دی چې ایډیالوژیک اسلام هرومرو پر تاوتریخوالي او خشونت ور ګډېږي، او په رواجي لحاظ متدینې ټولنې بیا په سوله ییز ګانډیتوب باور لري. په دې اعتبار، فرهنګ خپله د ګډ ژوندانه د اصولو یوه مجموعه بللای شو.
که زه یوه پوښتنه وکړم.
د افغانستان ټولنه، په دومره فرقوي، او توکمیزه تنوع سر بېره لا هم مذهبي شخړې نه لري، د دې علت څه دی؟
زموږ د کابل جنګونه که د شیعه سني ترمنځ هم وشول، عنوان یې د هزاره او پښتانه، هزاره او پنجشېري، هزاره او پغماني د جګړې وو، دا ولې؟
ځواب واضح دی. دا ځکه چې زموږ خلک ایډیالوژیک نه ول. حسین د اهل سنتو لپاره همدومره لوی اتل و، او عاشورا او محرم همدومره لویه غمیزه وه، لکه د شیعه وو لپاره. دلته ټولنیزې اړیکې په کومه ایډیالوژي نه، بلکې پر یوه سوله ییز فرهنګ بناء وې.
زموږ دیانت ایډیالوژیک نه، فرهنګي و.
بله پوښتنه کوم. په تېر دېرش کاله کې ولې په زرګونو قومي مشران په مرموز ډول شهیدان کړای شول؟
ځواب واضح دی.
ځکه چې په سیاسي لحاظ، زموږ په سیاست کې د فرهنګي ارزښتونو استاځي قومي مشرانو، جرګو، مرکو او ملکانو کوله، او ملائیت، ایډیالوژیکیت یې چلېنج کاوه. د قومي مشرانو او ملایانو تفاوت په دې کې دی، چې د قومونو استاځي د ژوندیو ګټو پر اساس معامله کوي، او ملایان د آخرت او عالم برزخ خبره کوي، او د ولسونو عیني او ژوندیو ګټو ته په سپکه سترګه ګوري.
زموږ جرګه، زموږ کلتوري او فرهنګي ارزښت و. زموږ دښمن د دې وسیلې، او د قومي مشرانو له زوره خبر و، ځکه یې د خپل ایډیالوژیک نفوذ په وړاندې خنډ د قومي مشرانو لښکر د مرګستان پر لور روان کړ.
کله چې موږ پر رواجي دین ټینګار کوو، زموږ موخه هغه برخه دین دی، چې رواج جوړ شوی، نه هغه برخه رواجونه چې دین جوړېږي.
که دین، زموږ رواج جوړ شي، نو هیڅ بدي نه لري، خو که زموږ له رواجه دین جوړېږي، نو دا کار بیا بدعت، او حرام کار دی، چې له شرعي لحاظه یې جواز نشته.
مجيد قرار
Mr Qara cultur and farhang is totally difrrent from religion , religion is base on Qaran and suna who ever munkar of ahkam is kafar and who is not practicing is commiting sins .Mr qarar don,t stick your nose in everything particularly in religious issue with out enough knowledge .
مصطفی وروره، ډېر غوسه یې. که دین او فرهنګ بېل وي، نو بیا په ټوله نړۍ کې داسلامي ثقافت، یا اسلامي فرهنګ اصطلاح ولې کارېږي؟؟؟ د دین هغه برخه، چې د ټولنې کردار او رویې ته ننوتلې، د هماغې ټولنې فرهنګ دی.
قرار صاحب ډیر ژور تحلیل مو کړی. کله چې د کابل جنګونه د طالبانو وقت کې ختم شول، هزاره ، پښتون او تاجک به په کوټه سنګي او پول سوخته کې لکه وروڼه داسې یو بله بل سره چلیدل.
که د ایران اثر نه وی شاید اوس د هزاره او نورو قومونو تر منځ ټول اختلافات ختم شوي وی.
پاکستان بیا د یوې ایدیالوژي په اساس جوړ شوی. دوی ورته نظریه پاکستان وایې. ددې لپاره اسلام د سریښ اساس لري. که دغه سریښ نه وي نظریه ځای نه نیسي. نو ځکه خو پښتون او نور قومونه باید مذهبي شي ، قومي جوړښتونه ختم شي، او ورسره تعلیم هم کم شي تر څو نظریه پاکستان ځان را ونیسې، که نه پاشل کیږي.
د پښتون مشرانو وژل او ښونځي ورانول د همدې نظریه پاکستان د قایمولو لپاره کیږي.
قرار صاحب رشتيا هم لكه حًنگه چى دى نوم قرار دى،ته قرار نه يي او الله پاك دى همداسى جارى لره او هم دى گدى ودى ليكنى دومره منظمى ،خوژى او گتورى دى چى يي هم عقل منى هم يى زره !
ملا او ملايزم خو تول تاريخ كى بشريت زبيخلى ، جنتونه يي په خلكو خرحً كرى، په دى دنيا يي عالمان او د عقل خاوندان د دوزخ په اورنو سيحًلى.
نن سبا موژ د تولو نه زيات د دين په نوم غوليژو، عقل تله كى خبره نه تلو سترگى مو د مفتى او ملا او عالم دين ته وى، او مفتى صاحب چى شكاره شپوژمى نه وينى، نو بيا خلك يي هم نه وينى
ژوند دى غوارم قرار صاحب، او ليكنى دى د ملغلرو په تول ارزى.
قرار صاحب
لیکوالی دی ښه ده خو فکر دی ناقرار او ددین په اړه دی معلومات شیندلی او کلیوالی دی
سجاد صېب، ما پوره شل کاله دین لوستی دی. مدرسه مې خلاصه کړې. پوهنځی مې هم د عربي ادب، او اسلامي زده کړو لوستی، او تخصص مې په عربي ژبه کې دی، چې له دین سره ډېر نیږدې مسلک دی. دا چې ما په کلیوالي ژبه لیکل کړي، دا ځکه چې ستا غوندې کلیوال لوستونکي لرم. زما د لیکنې د سټایل پر ځای خپله د لیکنې پر محتوا باندې یو څه مستدل غږېدلی وای، نو بیا به دې خبرې یوه کیلو میلو وزن درلودای.