موږ په تېرو دوه لسیزو کې تر پوځي هغو له لویو رواني جګړو سره مخامخ وو، رواني جګړه په تېره بیا افغانستان ته دلویدیزو ځواکونو له راتللو سره لاپسې پېچلې، جدي او مخامخ شوه.
رواني جګړه څه ده؟
درواني جګړې دپېچلیو تکتیکونو او روشونو له امله ددغې پدیدې یو ټولمنلی تعریف ته رسېدل به سخت وي،خو یو ساده تعریف یې داسې کولای شو:
رواني جنګ دیوه هېواد، دولت یاسازمان دهغو کړنو مجموعه ده، چې په پایله کې یې دیوه بل هېواد، ولس یا بهرنیو خلکو پرعامه افکارو، باورونو او چارچلند باندې دټاکلیواهدافو دترلاسه کولو لپاره نفوذ او اغیز پریباسي.
رواني جنګ د نرم ځواک په وسیله په ذهني او مجازي نړۍ کې دتودې او پوځي جګړې تداوم دی.
ددوهمې نړیوالې جګړې پرمهال رواني جګړه د( تبلیغاتو جګړه ) یادیده، خو وروسته له دې چې ددغې جګړې تکتیکونه او شیوې پېچلې او استخباراتي شوې او ډېره ځله به په یوه نااعلام شوې بڼه پرمخ تللې، نو ورو ورو یې درواني جګړې یا نرم ځواک په وسیله د مخکې تللو نوم ورخپل کړ.
ددې جګړې لوی هدف دادی، چې پرته له تلفاتو څخه دخپل مخالف یادوښمن پروړاندې بریالي شئ او یا هم په ګرمه جګړه کې په لږ وخت، لږ لګښت او لږو تلفاتو ډېر پرمختګ ترلاسه کړئ.
رواني جنګ مرسته کوي، چې ددوښمن روحیات وځپل شي یا تسلیم شي او یا هم دمقابل لوري په ګټه ولوبیږي،چې په پایله کې داسې اقداماتو ته مجبور شي، چې د خپل مخالف په وړاندې دکمزورۍ باور ته ورسیږي.
رواني جګړه په درېیو هدفي بهیرونو کې پرمخ ځي :
یو : دمخالفینو یا مخاطبانو دامید له منځه وړل
دوه : دمخالفینو دمشرانو داعتبار ځپل او دهغوی په وړاندې دبې اعتمادۍ زیاتول
درې : دمخاطبې ټولنې ترمنځ درزاچونه ، اختلاف او مخامختیا ( تقابل)
رواني جګړه دمخالف دعقل ځپل دي . درواني جګړې وسایل : رسنۍ، ټولنیزې شبکې او دودیز ( بومي) اغیزمن دریځونه ( تربیونونه) .
په تېرو دیارلسو کالونو کې ترټولو پېچلې رواني جګړه دافغانستان په وړاندې پرمخ ولاړه. پوښتنه به رامنځ ته شي، چې داجګړه چا وکړه ؟ که تاسو دافغانستان جګړه یوه نیابتي جګړه Proxy Warfare ګڼئ، نو ددغې نیابتي جګړې هر بهرني لوري، ترګرمې جګړې ډېره رواني جګړه کوله، ان چې ددغې نیابتي جګړې ځينو لوریو یوازې رواني جګړه کوله ، په دوی کې دسیمې هېوادونه او ستر لویدځ ځواکونه شمارلی شو.
ترهرڅه مخکې د سمارقي رسنیو رامنځته کېدل او بېحده ازدحام دهمداسې یوې رواني جګړې پیل و. یومهال درسنیو داازدحام دومره زیات شو، چې خبره انارشي ته ووته او داطلاعاتو، شایعاتو او معلوماتو ټکر او اختلال رامنځته شو،ارزښتونه له منځه ولاړل اوپر خپل شعور او ارادې ولاړوپریکړو رنګ وبایله .
دبې کیفیته او پردیو رسنیو په ازدحام کې مسئولو، مسلکي او رسالتمندو رسنیو هم خپل مخاطبان او مینه وال له لاسه ورکړل.
د بیان دازادۍ په نامه ټول قانوني حدود ړنګ شول او دغه هرج ومرج له دیموکراسۍ سره نابلده افغانان دې پایلې ته ورسول، چې دیموکراسي یعني مطلقه ګډوډي او انارشي.
د فساد، قانون ماتوونې او خشونت پروړاندې معافیت ددغې رواني جګړې ترټولو لویه پایله وه. دنیوکې پروړاندې معافیت ولې دومره عام شو؟ ځکه دهېڅ یوې نیوکې او تور دوسیه ونه څېړل شوه او خلک دې پایلې ته ورسېدل، چې فساد او چور ددیموکراسۍ ددوران دپیل یوه ځانګړنه او مشخصه ده .
درواني جګړې بله پایله دملي نفاق پدیده وه، تر دې وړاندې قومي، ژبنی، سیمه ییز او مذهبي نفاق یوازې دیوشمېر سیاسي ډلو ټپلو او متعصبو شخصیتونو دلاس وسیله وه، چې دسیاسي فعالیت بل فکر یا مشروع هدف یې نه درلوده، یوازې یې په همدې نومونو دولس له قومي او ژبنیو عقدوڅخه ګټه پورته کوله، خو دپردیو درواني جګړې په پایله کې دغه ناروغي دومره ساري شوه، چې خلک یې یو پربل بې اعتماده کړل.
موږ په تېرو دیارلسوکالونو کې ګڼې داسې رسنۍ لیدلې، چې په ښکاره یې دیوه ګاونډي هېواد ستاینې کولې، بلکې دهغوی ستراتیژیک اهداف یې دلته پلي کول. همدااوس هم داسې ویبپاڼې ډېرې پرانیستلای شئ، چې چلوونکي یې دګاونډيو هېوادونوپه استخباراتي دفترونو کې ناست وي. دشخصیتونو ترورو ( Personal Assassination ( دهمداسې رسنیو کار دی. درواني جګړې لومړنۍ حمله له دې ځایه پیلیږي، چې دیوه ولس ترمنځ اختلافات ډېر شي، د پرمختګونو په وړاندې بدګوماني او ناهیلي راپورته شي، دخلکو نارضایتي په تېره بیا له اقتصادي وضعیت څخه دومره لوړه شي، چې پاڅون او ګډوډۍ ته لاره هواره شي.
زموږ د هېواد ګڼې رسنۍ نیوکې د رغوونې او اصلاح په نیت نه، بلکې دګډوډۍ،قانون ماتولو اواشوب جوړولو لپاره کوي.
دخلکو له دیني، فرهنګي او تاریخي باورونو سره لوبې درواني جنګ مهمې ځانګړنې دي، په اروپايي هېوادونو کې د اسلام دستر پیغمبر دکارتون رسمولو او قرآن سوزونې پېښې په کلکله دهمدغې رواني جګړې برخې وې، په افغانستان کې دستراتیژیکو اهدافو خاوند ځواکونه پوهېدل، چې څنګه دافغانستان احساساتي ځوانان راوپاروي او حکومت ته سرخوږی پېښ کړي، لارې بندې کړي او وسله والو مخالفینو ته د جګړې ډینامیکه بهانه ورپیاوړې کړي.
ترهګري دویرې اچونې په مانا ده ، هماغومره چې ترهګرو په وژونکو پېښودرامنځته کولو په وسیله دخلکو ترمنځ ویره خپروله، له بده مرغه زموږ ځينو رسنیو دوینو، غوښو او وحشتونو دتصویرونو په ښوولو سره دغه ویره لاپسې زیاتوله او ترهګر یې خپل هدف ته رسول ، موږ ترپایه په دې برخه کې دیوې تعریف شوې لایحې یا قانون خاوندان نه شو، چې د مستهجنو، ټکان ورکوونکیو او خشنو تصویرونو ښوول مجاز دي که نه ؟
دافغانستان په وړاندې درواني جګړې یوه پایله دا وه چې د ( آزادۍ) او ( انارشۍ ) ترمنځ پولې ړنګې شوې او بې بندوباري او قانون ماتونه ددیموکراسي په نامه عام شول.
عامه افکار دګوندي فعالیت پروړاندې حساس شول، او سیاسي ګوندونه بې اعتماده کړای شول. په دې توګه سیاست فردي شو او دموسسه یې سیاستونو ریښه وچه شوه.
در��اني جګړې لپاره دجوماتونو محراب او منبر وکاریدل، حجره او دیره یې وکاروله او له دې خوانه ددغو مهمو رسنیو دراخپلولو کار ته دلومړیتوب په سترګه ونه کتل شول.
که رواني جګړه نه وای په تېرو دیارلسو کلونو کې دسلګونه زره کورنیو او بهرنیو مجهزو سرتیرو په وړاندې دڅو زره تیت وپروکو مخالفینو د خرپ وترپ جګړه دومره نه واږدیده .
په افغاني رسنیو کې دنیابتي جګړې ګرمو څپو له موږ څخه ددوښمن دپېژندلو امکان هم له منځه یووړ؛ تاسو همدا اوسې دافغانستان دجګړې تعریف پېژنئ؟ ایا دجګړې لوري درمعلوم دي، چې باید سوله ورسره وکړئ؟
داجګړه ؛ د ترهګرۍ په وړاندې نړیواله جګړه ده، که دافغان حکومت او طالبانو جګړه، داجګړه داشغالګروکفارو په وړاندې جهاد دی، که دسیمې او نړیوالو سیالانو ترمنځ نیابتي جګړه، ددې جګړې لوري پاکستان، هند، ایران، سعودیان ، امریکایان، انګریزان او روسان دي، که یوازې افغانان؟ ګورئ، موږ لاپه دې اړه یوې ملي هوکړې ته نه یو رسېدلې، ځکه خو دسولې لوری لانه پېژنو، سوله له چاسره او څنګه وکړو؟
رواني جګړې د افغانستان دودیز جوړښتونه ونړول او مدني هغه یې بې اعتباره کړل، دهمدې لپاره دافغانانو معنوي ارزښتونو رنګ وبایله .
افغان رسنۍ یا ښه به وي ووایم ګن شمېر افغان رسنۍ په ارادي یا غیر ارادي توګه ددغې رواني جګړې وسیلې وګرځېدې او اعتبار یې قرباني شو.
حکومتي ادارو ځکه درواني جګړې مخه نه شوه نیولای، چې نه یې پېژندله او دورانۍ په ابعادو یې نه ووخبر. درواني جګړې په وړاندې د ملي وقایې برنامه نه وه او په دې اړه متخصص وګړي پر نورو کارونو بوخت وساتل شول.
ددغې جګړې په وړاندې دملي وقایې او ان یرغلیز غبرګون ( تهاجمي عکس العمل) پیلول څه کوډې یا معجزه نه ده، یوازې سیاسي او ملي اراده غواړي، چې اول ګام یې پر رسنیو د ملي صنفي او مسلکي قوانینو او لایحو جبري تطبیق دی.
درواني جګړې په وړاندې مبارزه دحکومت مسئولیت دی، خو خپلو اکې رسنۍ هم دخپل اعتبار دساتلو لپاره په دې لاره کې پرهڅو مکلفې دي.
درواني جګړې پروړاندې دوقایې یوه ابتدایي لار داطلاعاتو راټولول، تحلیل او تریوې ستراتیژیکې پروسې وروسته بېرته ورغبرګول دي.
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۲) ګڼه\ چارشنبه\ثور\ ۹\ ۱۳۹۴