رواني جنګ څه دی؟
رواني جنګ (Psychological Warfare) یو تعریف نه لري، ځکه په ټولنیزو پديدو کي ټولمنلی تعریف نه سي کېدای، ځينو پوهانو يې دا لاندي تعریفونه کړي دي:
په ویکپډیا دانشنامه آزاد کي يې داسي تعریف کړی: د پلان سویو تبلیغاتو لپاره له ښکاره وسایلو کار اخیستل لکه راډیو، ټلویزیون، مطبوعات او… د عقایدو د تحریف، روحیاتود ضعف، د انګیزو ختمولو او د مخالف د ارزښتونو کمولو په موخه له پټو وسیلو هم کار اخیستل لکه، افوهات خپرول او نورو، رواني جنګ بلل کېږي.
ځينو بیا رواني جنګ د مسلحو قواو تر فعالیتونو محدود کړی دی، نو د دې تعریف له مخې دوی کوښښ کوي ځانګړو مخاطبانو ته پر تبلیغ او له معینو نظامي ماموریتونو(Millitary Mission) پر ملاتړ تمرکز وکړي.
پل لاینبرګر(Paul Linberger) په خپل مشهور کي کتاب (رواني جنګ) چي د ۱۹۵۴ مهال چاپ سوی دی د رواني جنګ تعریف بیخي محدود کړی دی، دی په دې باور دی چي رواني جنګ د دوښمن پر ضد له عملي اقدمات سره یوځای تبلیغات دي چي نظامي، اقتصادي یا سیاسي ماهیت ولري.
ځيني نورو بیا دا تعریف کړی دی چي د یوه دولت یا خارجي خلګو پر ضد له نظامي، سیاسي او اقتصادي ابزارو پرته نور ټول هغه اقدامات په رواني جنګ کي راځي چي یو هیواد یې د نورو پر عقیدو او اعمال د اثر غورزولو لپاره کوي. د دې فکر پلویان په دې اند دي چي تبلیغات د رواني جنګ اصلي او اساسي برخه ده اما ټول نه رانغاړي. ډیويډ ایزنهاور (David Eisenhower) د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو کي د ۱۹۵۲ مهال په سانفرانسیسکو کي وویل:
رواني جنګ د خلګو افکارو او ارادو ته د لاس رسي پيدا کولو مبارزه او شخړه ده.
پوهانو منلې ده چي د رواني جنګ اساسي مفهوم د یوې یا څو ارتباطي رسنیو له لوري د خلګو باورونو ته داسي لاس رسی دی چي په خپله ګټه يې استعمال کړي.
همدې ته په کتو ویلای سو چي رواني جنګ د معاصرې نړۍ پر فکر، عقیده، شجاعت او اطمینان تر ټولو بدترین جنګ یا د جنګ لور ته میلان دی، دا جنګ هم دفاعي اړخ لري او هم تهاجومي؛ ځکه د ملت او سرتیرو په روحي پياوړتیا اتومات د دوښمن روحیه کمزورې کېږي. رواني جنګ هر اړخيز جنګ دی چي تر عملي جګړې وړاندي پيلېږي، عینا د جګ مهال او ترې وروسته هم ادامه لري؛ ځکه د جنګ دا ډول نه د قوانینو تابع دی او نه هم د فزيکي جنګ روشونه پکي عملي کېږي.
د رواني جنګ مخینه:
جنګ دوه ډوله لري، فزیکي جنګ چي مشهور دی او هر څوک یې مشاهده کوي او یو ډول تعریف ورته موندلای سي او بل رواني جنګ دی چي د هر چا د لیدو یا پرې پوهېدو وړ نه دی او نه يې هر څوک تعریفولای سي. په داسي حال کي چي تر فزیکي جنګ که یې اغیز زیات نه وي کم په هيڅ صورت نه دی، بلکي زیات وخت فزیکي جنګ نه وي خو رواني جنګ روان وي.
رواني جنګ د بشر په تاریخ کي خورا اوږده مخینه لري ان د انسان لومړنیو تمدونو ته يې ريښه رسي. پخوا قبایلو او افرادو پر خپلو فزیکي جنګو برسیره د خپل مخالف د پرزولو او ډارولو لپاره له رواني جنګه استفاده کوله. انسان دا فن له طبیعته لومړی اخیستی او نور بعدونه يې ور کړي دي. په طبیعت کي انساني چاپيریال نور غریزي موجودات هم لري چي له پيله هغوی هم د ځاني خوندیتوب او مقابل ویرولو په پار ځیني داسي کارونه کول چي مقابل لور له فزيکي مبارزې پرته فرار وکړي. لومړی هر موجود د انسان په شمول د خپل ځان د ساتنې لپاره ساده طریقې غوره کولې چي د نورو په زړه کي ډار ور واچوي او ځان وساتي.
فزیکي او رواني جنګ تر خپل منځ زیاتره متفاوتې جنبې لري اما په مجموع کي رواني جنګ د فزیکي جنګ یوه برخه ده دواړه د دوښمن د وجود مهال له یو بل سره مرسته کوي؛ ځکه د دوښمن وجود خپله د ډلو د انسجام زمینه برابروي چي د فرضي یا نافرضي دوښمن په مقابل کي ودرېږي، له دې په اساني درک کولای سو چي رواني جنګ د فزیکي جنګ برخه ده.
د ساړه او رواني جنګ توپير:
ځيني کسان په دې اند چي د ساړه جنګ اصطلاح له رواني جنګ سره مترادفه ده، اما نورو بیا د دې دوو توپير کړی دی. د دوی په اند که د نظامي عملیاتو د پرمخ وړولو لپاره تبلیغات کېدل نو دا رواني جنګ دی او که سیاسي اهداف موخه وو خو پر نظامي قدرت يې تکیه کړې وه، نو سوړ جنګ ورته ویلای سو.
د رواني جنګ د بریا اغېرناک لاملونه:
د بریا دوه ډوله لاملونه دي:
ذهني لاملونه: ۱/ د مخاطبو کسانو ذهنيت پېژندل،۲/ فردې انګېزه مالومول،۳/ او په رواني طرز يې پوهېدل.
محیطي لاملونه: ۱/ خپل منځي- مذهبي تفاوتونه درک کول،۲/ قومي-نژداي تفاوتونه پيدا کول۳/ طبقاتي تفاوتونه را برسیره کول.
د رواني جنګ د ښه پر مخ وړلو لپاره مناسبو موکو ته په کتو دا درجه بندي سوې ده. ذهني عوامل د اغېز له مخې تر ډېره د هر مخاطب فرد پر ذهن اثر اچوي او هڅه کېږي چي دا اغېز يې زیات او ښه کړي. محیطي عوامل بیا د ټاکلو اصولو له مخې ټولنې ته متوجې وي او دا کوښښ کېږي په ټولنه کي د ضعف نکتې د خپل ځان په ګټه استعمال کړي او یا پر هغوی د ګوزار لپاره ترې استفاده وکړي.
په رواني جنګ ته باید څوک وګومارل سي؟
د رواني جنګ لپاره چي په رسنيو او دولتونو کي کوم کسان ګومارل کېږي، باید دا ځانګړتیاوې ولري:
له نژدې باید د ټولنې له رواني و اجتماعي خصوصیاتو او د فرد له روحیاتو سره شناخت ولري؛ ځکه په دې صورت کي مخاطبین پر هغه باور کوي او له بله اړخه هغه کولای سي چي په ښه ډول قومي او ملي ځانګړنې خپلې کړې.
د ټولنې پر ژبه به بشپړ واک لري؛ له یوې ټولنې سره د ملي اړیکې ټینګولو لپاره اړینه ده د هغوی پر ټولو ځانګړتیاو به برلاسي لري، هر څوک چي له دې سازمانو سره کار کوي نو د کوڅې او بازار د خلګو په شان به کېږي (مثلا: د کلیمو په اداینه، ور سره مخ مشکلات، دردونه او د هغې ټولنې نور شاخصونه)
له ټولنې سره د تړلیو مسلو په اړه به پوره خبرتیا لري. په دې به هم پوه وي چي څوک د چا فکري مخالفین دي او هغه د دغې سیاسې موضوع په اړه څنګه تحلیل لري چي دا تحلیل يې له چا سره ورتوالی لري او د چا له تحلیل سره بیا مخالف دی؟ په دې ډول دوی کولای سي چي وخت او شرایطو ته په کتو ځيني موضوعات را برسیره کړي او داسي خلګ پرې وږغوي چي په ټولنه کي قصدا یو داسي خوځښت رامنځته کړی څو د خلګو پام له اصلي مسلو بل لور ته یوسي.
له بله اړخه رواني جنګ ته د دلایل منلو او نه منلو نوم هم ور کول کېدای سي. څوک چي د دې کار لپاره ګومارل کېږي باید د کلي او انتزاعي کلبماتو له کارولو ډډه وکړي، دارنګه باید ايډیالوژيک او عمیق مسایل هم مطرح نه کړي؛ ځکه عامي او ساده مخاطبان په دې مسلو نه پوهېږي او نه سي کولای چي سم مطلب ترې واخلي، نو د پيغام رسولو لپاره ضروري ده چي له دومره ساده توبه کار واخلي لکه د کوڅې او بیابان خلګ چي يې تر خپل منځ سره لري، خو د تفرقې لپاره باید له دې کار واخیستل چي په مخاطب د منلو لپاره دي ځانګړی انځور ډېزاین سي چي د مخاطب ذهن ته لار وکړي یا دي په ورځپاڼه کي راپور داسي ور کړي چي لوستونکي باور پر وکړي، اما لازمه ده چي د مخاطب عواطف او عقاید باید زخمي نه کړل سي او مخاطب تدریجا په احساساتو کي داسي ډوب کړل سي چي د اطاعت پر وخت سرکښي وکړي او خپلو باورونو ته په خپله لخته ور کړي.
د رواني جنګ موخې:
د رواني جنګ اهداف په لاندي ډول دي:
۱/ د مخاطبانو یا مقابل لوري هیله ختمول.
۲/ د مقابل لوري په مشرانو کي بې باوري خپرول.
۳/ هغه ټولنه چي رواني جنګ يې په وړاندي پيل سوي وي ترمنځ يې درځونه پيدا کول.
رواني جنګ اصلا د دوښمن پر عقل ګوزار دی نه په فزيکي لحاظ د هغه بند ته وړل. یو ضرب المثل چي کلاوس ویتز (Kaluss Wetez) ته يې نسبت سوی دی وايي: جنګ هغه سیاست دی چي په نورو(ګڼو یا مختلف النوع) وسایل کېږي. دا تعبیر نوی او ساده دی، ګواکي دا یو واقعیت دی چي له پخوا منل سوی دی، په دې ترتیب نو جنګ د اقناع کولو یوه وسیله ګڼله کېږي.
ارتباطي رسنۍ پيغامونه تر خلګو رسوي، په رواني جنګ کي د یو پيغام لپاره خاص مخاطبان په نظر کي نیول سوي وي، دې ته هم پام سوی وي چي په څونه وخت کي باید پيغام اماده سي او خلګو ته ورسېږي؟ د ارتباطي رسنیو انتخاب له همدې سره اړه لري. د جنګ په جبهه کي چاپي اعلاميې، د الوتکې یا توپ په وسیله غوزېدونکي واړه پيغامونه او هغه ږغونه چي د لوډسپيکر په وسیله خپرېږي، د رسنیو هغه بڼه وه چي ډېره استفاده به ورڅخه کېده.
ټلویزیون چي یوه ډېره اغېزناکه رسنۍ ده، نو په رواني جنګ کي مقابل لوري دواړه پوره هڅه کوي چي ډېره ګټه ترې واخلي. دې ته باید هر وخت متوجو سو چي د بلې هرې رسنۍ په نسبت ټلویزیون د مخاطبانو په احساساتو د لوبو کولو چټکه او موزونه رسنۍ ده، له دې لارې راپورونه، د خبرونو چمتو کول، د انځورونو ښودل، د تبلیغاتو نشرول او خبرتیاوې خورا موثرې تمامېږي، همدې ته په کتو ویلای سو چي ټلویزیون پياوړې ارتباطي وسیله ده چي د نړۍ د خلګو پر عمومي افکارو ژور اغېز کوي.
پر تلویزیون باید ځانګړی پام وسي چي څه ښکاروي یا څه وايي، اهمیت لري؟ د ښه اغېز لپاره يې باید کلیمې او تصویرونه سره همماله وي. له پرمختللي تخنیک سره د ټلویزیون انځورنه لیدونکي ذهنا د پيښي صحنې ته بیايي، په ډېر دقت باید انځورنه سره واوډل سي، په ماهرانه توګه او ښه برلاسۍ يې ویاند باید تشریح او تفسیر کړي. له انځور سره د خبرو همماله کېدل بیخي ډېر اړین دي، ځکه نو باید د دې لپاره ویاند او د خپرونې جوړونکی زیات تمرین وکړي چي خپرونه په ښه ډول او ارامه توګه وړاندي کړي.
اطلاعاتو ته د رواني جنګ اړتیا:
اطلاعاتو ته د رواني جنګ اړتیا هم ډېره او هم متنوعه ده.
درې ډوله اطلاعاتو ته دلته اړتیا ده.
لومړی ځمکني اطلاعات دي؛ چي د چمتوالي پوره جزئیات ور سره وي چي خپل مخاطب یا مخاطبانو ذهنا بوخت او وډار کړي. دې ډول اطلاعاتو ته د اهدافو شننه وايي.
دویم هغه اطلاعات دي چي د تبلیغاتو په مورد کي ترې استفاده کېږي. له دې امله نو لیکنې، مطبوعاتي مطالب او د دوښمن د مشرانو ویناوې، هدف ته په نژدې کېدو کي د ګټورو او د استفادې وړ موادو په توګه باید را غونډ کړل سي.
درېيم هغه اطلاعات دي چي د تبلیغاتو د اغېز ارزیابي په وکړل سي،مثلا، دا باید مالومه سي چي ایا پيغام مخاطب ته رسېدلی دی؟ ایا پيغام مخاطب فهمولی دی؟ په څه ډول کولای سو چي مطلوب ځواب ته مخاطب وپاروو؟ له شرایطو او وضعیت سره مناسب وسایل کولای سي چي دې ډول پوښتنو ته ځواب مهیا کړي.
د رواني جنګونه میتودونه:
د رواني جنګ لپاره متفاوت میتودونه کارېږي چي ځيني مهم يې په لاندي ډول دي:
۱/ افواه:
افواه، یوه مشخصه ادعا ده چي د مخاطب د پارولو یا باور کوټلو لپاره کارېږي او له یوې خولې بلې ته او له یوه فرده بل ته رسېږي، د افواه د ایجاد اهداف په دې توګه دي:
الف: په نظام او مسوولو کسانو کي بدبیني پيدا کول چي ممکن وروسته بدې پایلې ولري.
ب: په خلګو کي لالهاندي زیاتول.
ج: د اشخاصو ترور او له نظام و مسولینو څخه د مقدسو ارزښتونو واک اخیستل.
د: نامناسبه ټولنیزه فضا رامنځته کول.
و: د خلګو ترمنځ د تفرقې پيدا کول، په یووالي او اتحاد کي هر ملت بریا ته رسېږي نو د دې لپاره باید هغوی وحدت او یووالی له منځه یووړل سي. یوه بله مهمه نکته دا هم ده چي تر افواه وروسته دوښمن حتمي د افواه د نتیجې ارزیابي نه کوي، ځکه افواه خپله د خلګو افکار د غیر ضروري مسلو لور ته وړي.
۲/ د واقعتونو تحریف:
د واقعیتونو تحریف هم د رواني جنګ له میتودونو څخه دی چي دوښمن غواړي عامه اذهان له حقه د باطل خوا ته واړوي، همدا کار د دې سبب کېږي چي مسایل یوه بله بڼه واخلي، یا په بل عبارت دا کار د دې لامل کېږي چي خلګ له پيغامونو او روانو حالاتو داسي برداشت واخلي چي دوښمن يې غواړي او دا ټکی ډېر مهم دی چي د همدې هدف لپاره به نورو روشونه هم پر کار لوېږي.
۳/ مبالغه او زیاتوب:
دا میتود ساده خو په عیني حال کي ګټور دی. په رواني جنګ کي دوه ډوله استفاده ترې کېږي: دوښمن، د ضعف نکتې، نیمګړتیاوې او موجود مشکلات تر خپلې اندازې په څو چنده زیات بیانوي، پر همدې ټینګار کوي څو د خلګو توجو ور جلب کړي او دویم ټکی دا چي مثبت ټکي يې ټولنې ته بې ارزښته کړي. همدې ته په عامه اذهانو کي ځای ور کړي او افراد خپل لور ته ور جذب کړي. دا دواړه کارونه له نورو میتودونو سره غوره نتیجه ور کوي.
۴/ تفرقه:
وحدت او یووالی د هر ملت او نظام د بریا لامل کېږي خو برعکس تفرقه بیا د هر ذلت او بدمرغۍ اصلي عامل دی. په رواني جنګ کي تقریبا دا میتود د ټولو نورو روشونو نتیجه ده چي دوښمن به کار ځني اخلي. اصلا دوښمن د خلګو او چارواکو ترمنځ د تفرقې په موخه رواني جنګ پيلوي، له همدې لارې هغوی غواړې خپلې ګټې تر لاسه کړي.
۵/ چم یا دوکه:
په دې میتود کي دوښمن زیات کوښښ کوي چي د مخاطب ذهن له حقایقو او واقعیتونو یوې ذهني متفاوتې فضا ته یوسي. دا دروغ او دوکه باید داسي جوړ سوي وي چي مخاطب يې له هر ډول تردد پرته ومني، بناء دوښمن تر ډېره هڅه کوي د مخاطب ذهن هغې پایلې ته منتظر کړي چي دوی يې خپله هم هیله من وي.
۶/ تهدیدول:
په رواني جنګ کي تهدید ډېر مهم دی. د نړۍ زیاتره لوی قوتونه له همدې میتود څخه کار اخلي. دا اوس بالفعله موږ د دې شاهدان یو چي ستر قووتونه د نورو په وړاندي څومره له تهدید او ډارولو کار اخلي.
۷/ د اطلاعاتو سانسور:
په رواني جنګ کي د اطلاعاتو له سانسوره هم کار اخیستل کېږي. په دې ډول دوښمن تر پشار لاندي راځي او له حالاتو ناخبري يې د ډار او دهشت لور ته بیايي.
۸/ د ستونزو لوی ښودل:
له هره ډول جنګه هدف پر دوښمن غلبه وي، که د هغوی په وړاندي وړې ستونزې هم وي په رواني جنګ کي هغه لویې ښودل کېږي. په دې ډول دا شونتیا پيدا کېږي چي هغوی له اصلي ستونزې د فرعي مشکل خوا ته مخه کړي، نو د ستونزو له تدارکه ناتوانه کېږي او اخیر مغلوبېږي.
۹/ ترور:
ترور د خلګو پر روان زیات اغېز لري، د نړۍ په زیاتره برخو کي له دې میتوده کار اخیستل کېږي. ترور هر سړی له ځان سره په ذهني مشکل اخته کوي او ټول د حقایقو له برسیره کولو ډارېږي چي هسي نه زه ترور سم په ټولنه کي یو ډول ډار خپروي او یو پر بل بدګومانۍ هم ور سره هممهاله پيدا کېږي.
۱۰/ نیمګړي اطلاعات ور کول:
نیمګړي اطلاعات هم د رواني جنګ میتود دی. ناقص مالومات هغوی نه ایله کوي چي سم او پر ځای ګام واخلي او په دې توګه له ماتې سره مخېږي. د پر ځای او پر وخت ګام لپاره اړینو دقیقو مالوماتو ته اړتیا ده چي نه وجود يې د هر چا لپاره د شکست او ناکامۍ سبب کېږي.
۱۱/ دوښمن ووړ ښودل:
په مقابله کي به د هر واړه دوښمن په وړاندي باید قوي چمتوال ونیول سي، اما د میډیا په ژبه باید قوي دوښمن کمزوری او ناتوانه وښودل سي. په دې ډول د دښمن مرال لوېږي او د خپلو قووتونو روحیات پياوړي کېږي. دا اوس مهال دا جنګ زموږ تر مخ ښه په درز روان دی، د هر چا چي پر میډیا تسلط دی هغوی د خپلو ګټو لپاره په مختلفو پړاونو کي دا جنګ روان کړی دی.
لنډیز:
په رواني جنګ کي اساسي هدف پر نورو تسلط یا ولکه ده، خو په نامرئ توګه. همدې هدف ته د رسېدو لپاره په رواني جنګ کي پر درو شیانو زیات تاکید سوی دی:
الف: د مخاطب ذهن په غمونو کي بندول. غم یو رواني حالت دی چي کله د فرد هیلې له ټولنې او شرایطو سره برابرې نه سي نو غم رامنځته کېږي. له دې امله د غم پيدا کولو او زیاتولو لپاره هڅه کېږي چي یو داسي نامطلوب او له واقعیت و شرایطو سره نامتوازن انځور وړاندي سي چي د فرد یا ټولنې هیلې و نظریات بیخي ناممکن وښودل سي.
ب: د ناهیلۍ خپرول.که یو فرد د ښه حالت د راوستو لپاره هڅاند وي او د همدې حالت په انتظار وي، خو که د هر دلیل له مخې هغه بریالی نه سي او دا مسله تکرار سي نو فرد په دې حالت کي له رواني او روحي بحران سره مخېږي چي وروسته پاتېوالی او ناکامي به يې مله وي.
په دې وضعیت کي کوښښ کېږي د نامطلوبو شرایطو په ښودلو فرد د خپلو لوړو اهدافو تحقق ته پرېنښودل سي، پر خپل ځان د هغه باور ختم کړل سي او د ناهیلۍ لور ته ټیله کړل سي.
ج: د ډار او وحشت ایجادول. د یوې ټولنې غړي په روحي ډول هغه وخت په ښه ډول ماتېږي چي له همدې میتود څخه کار واخیستل. له ټولنیزو رسنیو د مخنيوي، جنګ، اقتصادي محاصرې او سیاسي بندیز په صورت کي له دې روشه ډېر کار اخیستل کېږي. په رواني جنګ کي کوښښ کېږي چي د فکري و رواني تخریب په کولو د خلګو او فعالو قووتونو د مقاومت او کار انګیزه له منځه یوسي او د دې کار لپاره په مختلفو شرایطو کي له ډېرو او مختلفو میتودونو کار اخیستل کېږي.
سرچینې:
۱/ عمليات رواني ، نقش رسانه ها درجامعه و جنگ خليج فارس.
۲/ مجله/ پرسمان/ ارديبهشت/ ۱۳۸۶ شماره: ۵۶، جنګ رواني.
۳/ ایلخانی پور، علي و عبد اللهی، امید؛ در آمدی برجنګ رسانه ای، ۱۳۸۳، چاپ اول مخ: ۲۲و ۲۸.
۴/ نصر، صلاح، جنګ روانی، محمود حقیقت کاشانی، تهران، سروش، ۱۸۸۱، دویم چاپ مخ: ۸۹.
۵/ متفکرحسین، جنګ روانی، مخ: ۱۹.