لیکنه: مریم کلانتری (ورستۍ برخه)

3- تکرار

په همدې ډول، هغه ډول، چې د تکرار له نوم څخه ښکاري، د موضوع ساتل له تکرار سره زمان بندي شوی او هڅه کوي دغه موضوع تر هغو پورې چې اړتیا ده، ژوندۍ پاتې شي.  لیکوال په دې ګروهه دی، چې له دې لارې، د مخاطب په ذهن کې د پیغام تکرار، د ټاکړې وړ موخې القا او ځای پر ځای کولو لپاره هڅه لري.  «د ارواپوهنې له نظره تکرار د عادت په جوړښت کې ډېره اغېزمنه ده؛ په ځانګړې توګه که چېرې له ځیر سره نغښتې وي.  له تکرار پرته به عادت، د لا دقیق تثبیت او پیاوړي کولو لپاره به میسره نه وي.  تکرار لاره، له ځانګړیو اصولو څخه پیروي کوي، ددې لپاره، چې د فعل د تکرار  فاصلې باید دومره اوږدې نه وي، چې د پخوانیو نښو د له منځه تلو لامل شي او نه هم دومره لنډې وي، تنګوونکي او  سټړې کوونکې ووسي».  په بل عبارت سره، تکرار د چټک (چکش) د پرله پسې ضربې په څېر دی، چې په پایله کې میخ دننه ننباسي.  پر دې بنسټ، د پیغام لېږدونکی په دې هیله دی، چې دغه ډول پرله پسې ضربې، د پیغام ټکو د تر لاسه کېدو لامل شي.  «لئونارد دوب» (Leonard Doob)  په تر ټولو ښه ډول د تکرار تاکتیک تمرکز،  ستايلی دی.  «ډېری خلک د تبلیغ په هکله فکر کوي، او یا دا چې په محراب کې عبادت تکراروي.  هغوی لېدلي دي، چې په ظاهره توګه تکرار کولای شي ارواپوهنیزې معجزې رامنځته کړي.  البته تکرار په حقیقت کې ډېر مهم دی، اما باید په دې هکله مبالغه ونشي او یا یې په هکله خطا وشي.»

4بې طرفۍ لپاره تظاهر

ډېری خبري رسنۍ پر مخاطبانو، خپل د بې پرې توب القا او د هغوی د ډاډ تر لاسه کولو لپاره، د بې طرفۍ تر پوښښ لاندې تاکتیک څخه ګټه اخلي.  په دې تاکتیک کې، د مخالفانو خبرې او نظریې په بېلابېل ډول لکه، رپوټ، مرکه او خبر منعکسوي.  رسنۍ د یوې بې پرې دريځ د نیولو له امله، د مخاطبانو په منځ کې ډېر اعتبار تر لاسه کوي.  په همدې ډول رسنۍ د بې پرې څېرې له ساتلو سره، کولای شي خپل پیغامونه په ښه توګه مخاطب ته ولېږدوي او خپلې نظر وړ موخې تامین کړي.  په دې اصل کې، د بې پرېتوب له ساتلو او مخالفانو ته له درناوي سره، د مخالفانو خبرو او نظریو خپرولو ته مخه کوي او تر هغه وروسته، خپل مطالب القا کوي.  په ریښتنې توګه له خبري پوښښ سره په بې پرې دول او په مودبانه ډول، هڅه کېږي خپل نظر وړ موخو لپاره اړین ملاتړ او تخریبونه پلې کړي.

کله د نظر وړ سوژې تخریب لپاره، په پیل کې د هغه په هکله بې پرې دريځونه نیول کېږي؛ په داسې ډول، چې نور فکر وکړي په دې لړ کې مخالفانو لپاره په یو ډول سره درناوی ساتل شوی او بې طرفي شتون لري؛ په داسې حال کې، چې په مودبانه ډول له بې طرفۍ پوښښ سره، نظر وړ مطالب خپله ځان القا کوي.  په یوې ټولیز انځور کې، هڅه کېږي یو نظر له دوه اړخه تر شننې او تحلیل لاندې ونیول شي او مثبتې او منفي نظریات د هغه په هکله مطرحه کېږي.  په یو ستر چلند کې، دریځ نیول له پخوا څخه مشخص شوی دی، هغه طلايي وختونه او ټکي، چې د جوړونکي لخوا په پام کې دي، د یو ځانګړي

بهیر په واک کې نیول کېږي.  د یوې موضوع پیل ټکي، سرلیک یا پیلامه، او په همدې ډول ورستۍ خبرې، را ټولونه او پایله اخیستنه او هغه ټکي، چې د ویاند لخوا پرې ټينګار کېږي، له هغو طلايي وختونو څخه شمېرل کېږي، چې د مخاطب پر ذهن د اغېز شېندلو لپاره ځانګړی ځای غواړي.»

5- بلا (شیطان) جوړول

«د بلا جوړونې په تاکتیک کې، مبلغ هڅه کوي؛ څو د یوې ډلې د عقیدې او یا خاصو هېوادونو پر وړاندې د مخاطب وګړیو دښمنۍ او تنفر را وپاروي؛ په داسې ډول،که چېرې یوه ډله (د رسنیو له نظره) له بهرني سیاست ملاتړ وکړي، د هغه له سم والي او ناسم والي څخه پرته، ددې سیاست د ملاتړ ډلې منفي برخې، سترې ښيي او له دې لارې، د مخاطب وګړیو پر دريځ اغېزه پرې باسي.  «پراتکانیس»  په دې هکله د پاملرنې وړ ټکی مطرحه کوي.  دی په دې ګروهه دی، چې د جګړییزو تبلیغاتو تر ټولو ښکلې پایلې، د وجدان له عذاب څخه پرته د یو ولس لخوا د بل ملت د خلکو د له منځه وړلو لپاره آسانوالي دی.  جګړه، له منځه وړل او ډېر زیانونه رامنځته کوي.  په دې وضعیت کې مبلغ، په خپلې جبهې کې د احتمالي ناهمغږۍ پېژندنې لپاره، د انسانانو د قربانیو دمنځپانګې په لېږولو، خپلو اعمالو او د هغوی د برخې په ډېرولو سره، چې نصیب یې دی، برخه ولري.

د دویمې نړۍوالې جګړې پای له نږدې والي او پر هیروشیما او ناکازاکي باندې د امریکايي الوتکو د اتمي بمونونو له اچولو سره، له ۱۵۰ زرو څخه ډېر ولسي وګړي، ښځې او ماشومان ووژل.  اما تر هغې یوه اونۍ وروسته، یوه عمومي نظر غوښتنه وښودله، چې د امریکا له ۵ سلنې څخه لېږو اوسېدونکو، له هغو وسلو سره مخالفت وښود.  تر هغې لا هاخوا په حیرانونکي ډول، ۲۳ سلنه په دې ګروهه ول، مخکې تر دې، چې د چاپانیانو ته د تسلیمېدو اجازه ورکړل شوې وای، پر هغوی باندې باید ډېر بمونه غورزول شوي وای او دا هم د رسنیو له هغه کړنې څخه شمېرل کېده، چې له جاپانیانو څخه د بلا جوړونې له امله وه.

  په ۱۹۹۱ زېږدي کال د خلیج له جګړې مخکې، د امریکا کانګرس ډېری غړي، صدام حسین یې د نوي هیټلر په توګه توصیفول.  هغوی د صدام لخوا پر کوردانو د کیمیاوي بمونو او د هیټلر لخوا د یهودیانو عام وژنې، پر کوېټ د عراق او پر چکسلواکیا او پولنډ باندې د جرمني یرغل باندې ټینګار کاوه.

په دې برخه کې، تاکارد په دې ګروهه دی، چې د دښمن پر وړاندې د خصومت د تحریکولو په فنونو کې، تر ټولو اغېز لرونکې لاره، د مقابل لوري، د بې رحمۍ او قساوت په هکله له کیسو څخه کار اخیستل دي.  د دویمې نړۍ والې جګړې په لړ کې، متحدین، ددې ډول پراخو کیسو له خپرولو سره، چې ګواکې، جرمني سرتېري په بلژیک کې د ماشومانو لاسونه یې پرې کړي دي، د جرمنانو پر وړاندې د دښمنۍ را پاورلو لپاره ډېر بریالي ول.

همدې لپاره رواني جګړې کارپوهانو، د قربانیانو د دردونکې څېرې او کړاونو له انځو سره، له قربانیانو سره د هغه هېواد د خلکو احساس او همدردۍ او له قربانیانو سره د خلکو غضب او خشم راپاروي.  تافلر داسې ساری ورکوي، دی لیکي: «کله چې یوه پنځلس کلنه کویټۍ انجلۍ، د امریکا کانګرس پر وړاندې شهادت ورکړ، چې عراقي سرتېرو په کویټ کې، نوي زېږېول شوي ماشومان یې وژل او د نويو زېږېدل شویو ماشومانو د ساتلو ماشینونه یې عراق ته لېږدول، په نړۍ کې یې د ډېرو خلکو زړونه و دردول، په داسې حال کې، چې نړۍوالو ته ونه ویل شول، چې دا په واشنګټن کې د کویټ د سفیر لور او د سلطنتي کورنۍ غړې ده او د هغې ګواهي هم په بشپړه توګه جوړه شوې ننداره وه.»

6- تفرقې او تضاد رامنځته کول

«د هغو چارو له ډلې څخه، چې د رواني جګړې په لړ کې تر پاملرنې لاندې نیول کېږي، د ، په ځانګړې توګه له رواني برخې دښمن تضعیف دی.  دښمن باید له ماتې خوړلو سره انس واخلي.  هغه شی، چې په دې برخه کې کېدای شي اغېزمنه ووسي، د دښمن په جبهې کې د بېلابېلو تضادونو تلفیق او رامنځته کېدل دي.  رسنۍ کولای شي، د دښمن په منځ کې د لږه کیو، قومونو، نخبګانو او حاکمیت او یوالی د دښمن په منځ کې متزلزلې کړي.»  داسې ویل شوي دي، چې د صدام حسین دولت سقوط او عراق اشغال کې رسنیزو او تبلیغي پیلامو، ډېر مهم رول ولوباوه.  دی توضیح ورکوي، چې څرنګه په عراق کې د صدام ۲۳ کلنې دیکټاتورۍ فشار او اختناق، د هېواد په ډېرو برخو کې عمومي ناخوښۍ رامنځته کړې او امریکا تبلیغاتي رسنۍ هم د هغه دولت، له همدغې ضعف څخه په ګټې اخیستنې سره، د صدام او د هغه د بعث ګوند اړوندو کسانو په هکله یې پر پراخو شایعاتو لاس پورې کړ.  دغه کړنه د حاکمیت او خلکو تر منځ د ژور درځ د ډېروالي لامل شو او په عراق کې یې د بعث ګوند نظام ته د ماتې او د له منځه تلو، لاره هواره کړه.

7- شخصیت وژنه

په نويو کړونو کې، فزیکي وژنې خپل ځای، شخصیت وژنې ته ورکړی دی.  په هغه وخت کې، چې ونشې کړای یو کس په فزیکي ډول ووژنې او یا دا، چې کسان باید تر فزیکي وژنې لاندې رانشي، هڅه کېږي د رواني جګړې د تبلیغاتو له لارې او د ټولیزو رسنیو څخه په ګټې اخیستنې، مقابل لورې کې اغېزمن او مطرح شخصیتونه تر ذره بین لاندې ونیسې او د هغوی د ضعف ټوکیو په ستر ښولو سره، د هغوی شخصیت ووژنې.  د هغه موخه، د مهمو سیاسي شخصیتونو د ضعف ټوکیو او ناسمو حرکاتو په انځور سره، د هغوی د وژنې په لټه کې ده.

دا کړنې ددې لامل کېږي، چې نفوذ لرونکي مشران د خپلو مخاطبانو پر وړاندې بې عزته شي او څېره یې خرابه شي.

8- درواغ

د درواغ پخوانۍ تاکتیک، چې تر اوسه لا رسنۍ یې په پراخه توګه کاروي، د سیال د مرعوبولو او یا حتی د ټولیزو افکارو د ډارولو لپاره کارول کېږي.  په دې مانا، هغه پيغام، چې په هېڅ ډول واقعیت نه لري، څرګندوي.  له دې تاکتیک څخه تر ټولو مشهورې کارونې، د ګوبلز لخوا د هیټلر په پېر کې وې. «گوبلز وايي: درواغ، چې هر څومره ستر وي، خلکو لپاره یې باور هغومره آسانه ده».

 9- اوازه

شایعه په هغه ځای کې مطرحه کېږي، چې کره خبرونو ته لاسرسۍ امکان ونه لري. «شایعه د پیغام شفاهي لېږد دی، چې مخاطبانو ویسا د له منځه وړلو او په همدې ډول د هغوی پر روحیې د اغېز شنډلو لپاره رامنځته کېږي.  د شایعې ټولیز مطالب باید اساسي او مهم محورونه وي، چې د هغه په هکله مخاطب لوړ احساس لري.»  «د پیغام لېږدونکي د نظر وړ پيغام د القا لپاره تر ټولو ښه لاره، په هغه وخت کې، چې په شفافه او روښانه توګه د پیغام خپرولو لپاره امکان نه وي او یا په داسې وخت کې، چې فکر کوئ له قانوني ستونزو سره مخ کېږئ، له کنایې او اشارې څخه کار اخیستل دي.»

کنایه د هغې د نه روښانوالي له امله، په معموله توګه پر آورېدونکې ژوره اغېزه پرې باسي.  د کنایې له حربې څخه کار اخیستل، په تبلیغاتو کې زښته ډېر لیدل کېږي، د ساري په ډول، ویل کېږي «فلان کس له ترهګرو سره اړیکه لري»  اویا «آورېدل کېږي، فلان ډله له ترهګرو څخه په ملاتړ فعالیت کوي» او یا «د عیني شاهد له قوله، په فلان هېواد کې بشري حقونه نه مراعات کېږي» په هر حال سره، له ترهګرو سره اړیکه او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول پر ټولییزو افکارو پرې باسي.

10- عمومي خبرې کول

«د ډېرو مفاهیمو ريښتنې منځپانګه، چې د لوېدیځو رسنیو لخوا مصادره کېږي او په ټولنې کې خپرېږي، تر ارزونې لاندې نه نیول کېږي.  د لوېدیځو رسنیو تولیدات په دوو کورنيو او بهرنيو حوزو کې له ارزښتونو او مفاهیمو لکه، نړۍوال کېدل، لیبرالیزم، آزاد اقتصاد، ملي امنیت، پلورالېزم، نړۍ نوی نظام، بشري حقونه، دموکراسۍ، ترورېزم او… دي.  دا هغه مفاهم دي، چې له مشخصې پېژندنې، په ځانګړو ځاینو کې د مخاطبانو د اقناع لپاره کارول کېږي.»  په ریښتنې توګه، عمومي خبرې کول، عبارت دی له، ځانګړې مفهوم سره د خاص سیاست یا عقیدې اړوند کېدل؛ څو مخاطب وکړای شي د شواهدو د ارزونې او د عقیدې له دلایلو سره نظر وړ سیاست، ومني.  له دې امله «استاټس» (Stats) نظریې پوهېدلو کې د کلاسیکې شرطي کېدنې له نظریې څخه کار واخیست.  هغه، چې د ژبې د احساسي مانا په زده کولو کې د شرطي کېدنې کلاسیکې نظریې کارولو باندې تینګار کاوه، ویل به یې، چې د خلکو په ورځنیو تجربو کې په منظم ډول او له ځانګړې احساسي تجربې سره ځانګړې کلیمې یوځای کېږي، د ساري په ډول، ځينې کلیمې لکه دموکراسي، آزادي او بشري حقونه د خلکو له مثبتو احساستو سره یو ځای کېږي.  استاټس ګروهه لري، کله چې کلیمه د یوې شرطي محرک په توګه رامنځته شي، خپل ځانګړی احساسي غبرګون راوباسي.

د نړۍ په تر ټولو لرې سیمو کې د امریکا جنایتونه، چې له ترهګرو سره د نښتې، له آزادۍ او بشري حقونو څخه د دفاع تر پوښښ لاندې ترسره کېږي، له رسنییز ملاتړ څخه په تر ټولو ښه توګه ګټه پورته کوي.  مولانا په دې ګروهه دی، چې پر افغانستان او عراق د برید په لړ کې د امریکا دولت جګړییز غوښتنې سیاست، د ډېریو تلویزیوني چینلونو تر ملاتړ لاندې راغی.  “فاکس نیوز” تلویزیوني چینل، حتی له جنرالانو او سپینې ماڼۍ څخه مخته ولاړه، په داسې ډول، چې د عراق برید په لړ کې يې، «د عراق آزادۍ لپاره عملیات» عبارت د (فاکس نیوز) په تلویزیوني چینل کې حک شوی و.  د سپینې ماڼۍ د تبلیغاتي نظام طراحان، تل له ناهمسازه هېوادونو سره د مقابلې لپاره عمومي خبرو کولو له تاکتیکونو څخه ګټه اخیسته.  د ساري په ډول، «په ۲۰۰۲ زېږدي کال په جنورۍ میاشتې کې د امریکا په کانګرس کې بوش په خپلې وینا کې، ایران، عراق، شمالي کوریا یې د شرارت محورونو په توګه اعلام کړل؛ هغه کلیمه، چې ځانګړی تعریف ور څخه شتون نه لري؛ اما پر یادو درې واړه هېوادنو ددغې ټولیز عبارت له نښلولو څخه د جورج بوش موخه دا وه، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د نظر وړ جګړې لمنه بیا تعریف کړي؛ په داسې ډول، چې د ترهګرو پر وړاندې د امریکا د ادعا شوې جګړې ډول، یوازې طالبانو او القاعدې پورې نه محدودېږي؛ بلکې  نور هېوادونه هم د امریکا په بهرني سیاست کې د موخې په توګه په پام کې نیول شوي دي.»

11- شاهدي

«ګواهي یا شهادت د پيام په دننه او بهر کې نقل قولونه دي، چې یو سیاست، عقیدې، پرګرام او خاص شخصیت لپاره راوړل کېږي.  په دې تاکتیک کې، د شهرت خبر او د کس ځای (کارپوه، حکومتي چارواکی او…) پکار وړل کېږي، چې له دې لارې دشهادت یا ګواهي، موخه دا ده، چې مخاطب ځان له نظر وړ کس سره یو ډول وګڼي او د هغوی ګروهې او نظریې د خپلو ګروهو او عقایو په ډول ومني.  په بل عبارت، د استناد یا شهادت تاکتیک، داسې عبارت دی، چې د درناوي وړ یا منفور کس، خپل فکر، پرګرام او یا معین سیاست تایید یا رد کړي» د ګواهي له تاکتیک څخه، په بېلابېل ډول د مخاطب د اقناع لپار کار اخیستل کېږي، له هغې ډلې کله، چې مبلغ له پوه مخاطب سره، سر و کار ولري.  الیاسي په دې ګروهه دی، په دې حالت کې، پيغام لېږدونکی په پرله پسې ډول هغه سرچینو او اخذلیکونو باندې استناد کوي، چې دی هغوی متقن تلقي کوي.  په داسې حال کې چې، ددغو سرچینو اعتبار وړتیا او استناد، بحث ته اړتیا لري.  «له هغې ډلې د ګواهي تاکتیک نورې کارونې، هغه چل دی، چې د ((دود جوړونې)) په نامه یادېږي. په دې حالت کې، له ټولییزې او عمومي لارې د یو سیاست او یا ځانګړې عقیدې ښودل دي، چې له دې سره مخاطب وګړي د هغې هڅې لپاره قانع کوي.  په دې چل کې، د خلکو طبیعي لېوالتیا د مبلغ د نظر وړ موخې پر لورې هدایت کېږي او دا ډول مخاطب ته القا کېږي، چې پرګرام، سیاست، او یا اړونده عقیده، د ډېریو خلکو د اجتناب نا پذیرې غوښتنې تجلي ده.  پر دې بنسټ، د مخاطبانو په ګټه دی، چې له خلکو سره یوځای شي.»

12- مبالغه

چارو کار پوه په دې ګروهه دی، چې مبالغه یو له هغو لارو څخه دی، چې د یو موضوع له اغراق کولو او ستر ښولو سره، د یو واقعیت د یو اثبات په لټه کې دی.  د تبلیغاتو کارپوهان له دې فن څخه په ځانګړو او خاصو پېښو کې کار اخلي.  د خپل هېواد د ځواک اسرار ښوول او د دښمن د ضعف ټکو په انعکاس کې مبالغه، له دې مقولو څخه شمېرل کېږي.  دغه فن هغه مهال، چې دښمن له ماتې او سقوط سره مخ وي او یا د ناورین او اغتشاش په وخت کې اغېزمنه ده.

13 – تاوتریخوالی

ډېری رسنۍ له رواني او تبلیغاتي لارو څخه، داسې جګړه په لاره اچوي، چې هېڅ لښکر او یا پوځي ځواک نشي کولای دا ډول ویجاړونې او وژنې رامنځته کړي.  «مقابل لورې باندې له تحریک کوونکو او تریخو تعابیرو څخه کار اخیستل، ددې ډول رسنیو له دودیزو لارو څخه شمېرل کېږي.  د مطلب د لیکلو بڼه په داسې ډول دی، چې کسان او بېلابېلې ډلې په تر ټولو ناوړه بڼه ټپي، وژل او له کاره واچوي.» دا په داسې حال کې دی، چې دا ډول رسنۍ، چې په ظاهره سینګار شوي، کولای شي، ځان د ټولنیزو تاوتریخوالو تر ټولو سخت مخالف وپېژني.  هتاکي او افشاګرۍ، تریخ او غیرې اخلاقي تعابیر، نېش لرونکې او دوه اړخېزې خبرې، شک کول، د ټولنې د منلو وړ ځایونو باندې برید کول او له نفوذ لرونکو او موثقو شخصیتونو حرمت ماتونه، د محرمانه مطالبو او اسرارو افشا کول او خپرول، تمسخر او تحقیر او په خبري تعابیرو کې له اور اچولو او راپارولو څخه کار اخیستل، له دې ډول تاوتریخوالو څخه شمېرل کېږي.  له ځینو کلمو لکه، وینه څښونکي پانګه وال، بې درده هوسا کسان، لوېدیځ پال، بایلونکی، ترهګر، جګړه غوښتونکی او خشونت غوښتونکی، له دې برخو څخه شمېرل کېږي.»

 14-‌‌‌ حقیقت وینې برخه

«کله خبر له ډېرې سختۍ سره مطرحه کېږي، چې د سرچینې له نظره، د پیغام منځپانګه، یو له بله سره تړل شوې او مرتبه ټولګه ده، که چېرې یوه برخه یې نقل او بله برخه یې ونه ویل شي، د پيغام لاره او پایله به منحرف شي.  دا د رسنیو دودیزه لاره ده، چې تر ډېره بریده له هغه ځای او سیاسي څانګې سره، چې ورته لېواله دی، د خبر یوه برخه نقل او بله نه نقل کوي.  خبر هغه مهال بشپړ دی، چې خبري توکي پکې په بشپړه توګه مطرحه شوي وي.  اما هغه مهال، چې د خبر یو له شپږګنو توکو (څوک، چېرته، څه وخت، څه شی، ولې، څه ډول) په خبر کې ونه ویل شي، خبر ناقص دی.  په تاکتیک کې، د حقیقت وینې برخې، کې د عناصرو له ډلې څخه، یو په قصدي ډول ترسره کېږي او ډېری وختونه، د ولې عنصر له منځه ځي.»

                                                                             پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *