(Psychological Warfare)

مریم کلانتری

لومړۍ برخه

رواني جګړه ډېره اوږده سابقه لري؛ ددې لپاره، چې انسانانو پر خپل مقابل لوري د اغېز شیندلو لپاره له بېلابېلو ډولونو او چلونو څخه کار اخیستل او دغه فعالیتونه، له مخامخې اړیکې څخه نیولې تر سترو او وړو غونډو پورې وې.  همدغه ډول فعالیتونه او هڅې په ځانګړو وختونو او په بېلابېلو بڼو لکه، کړکېچونه، جګړو او سیمه ییزو شخړو کې ترسره شوي دي.  د افرادو د احساساتو له امله، لاسوهنې تل په جګړو، شخړو، د حکومتونو په رامنځته کېدو او نسکورېدو کې برخلیک ټاکونکي، توکي ګنل کېدې؛ اما د رواني جګړې اصطلاح په دویمې نړۍ والې جګړې کې په امریکا کې دود شو.  که څه هم د دویمې نړۍوالې جګړې په ورستیو لسییزو کې، دغه کلیمه د امریکا او اروپا په علمي غونډو کې پراخه کارونه درلوده؛ له دې سره مانا یې هم روښانه نه وه او د منځپانګې (ماهیت) او حدودو او ثغورو په هکله یې بېلابېلې څرګندونې شتون درلودې.  ځینو به یې مانا وسله والو جګړو پورې محدودوله؛ اما په ډله ییزو علمي او ټولیزو رسنیو کې، له رواني جګړې څخه بله، بېله او پراخه مانا مطرحه شوې ده.  په هره برخه کې ددغې کلیمې ځینې مترادف اصطلاحات لکه، ښوونه او روزنه، یا سیاسي لیدلوری ورکول، سیاسي ترغیب، غیرې مستقیم یرغل، اوږده شخړه یا د نسکورېدو تګلارې په توګه کارول شوې ده.

هغه ډول، چې د رواني جګړې د فعالیتونو او حد و مرز په هکله یې، واحد نظر شتون نه لري، ددغې ډول جګړې لپاره د یو روښانه او ځانګړي تعریف وړاندې کولو په هکله هم اختلافات شتون لري.  دغه نظر اختلاف، حتی په بېلا بېلو سازمانونو او په یو واحد دولت کې هم شتون لري او هر سازمان دغه مفهوم په بېل ډول تعبیر او تفسیره وي.

فولر (Fuller)، مورخ او د برېټانیا پوځي شننونکی، لومړنی کس دی، چې د رواني جګړې اصطلاح یې په ۱۹۲۰ زېږدي کال کې وکاروله، که څه هم ددغه اصطلاح په دننه کې پټې هڅې او لروغونې سابقه پټه ده.  فولر په هغه بحث کې، چې کولای شو د لومړۍ نړۍوالې جګړې د پوځي ټکنالوژۍ له پرمختګ څخه پایله واخلو، ادعا کوي، چې د جګړې دودیز توکي امکان لري خپل ځای په رېښتونې مانا رواني جګړې ته ورکړي، چې په هغه کې له وسلې څخه کار نه اخیستل کېږي او پر ځای یې، داسې هڅې کېږي لکه، انساني پوهې له منځه وړل، انساني هوش مغشوشول او د هغوی په ارادې کې د نفوذ له لارې، د یو ملت اخلاقي او معنوعي ژوندانه له منځه وړلو، هڅې دي.  په هغه موده کې، د فولر لخوا د برېټانیا او امریکا په علمي او پوځي غونډو کې د رواني جګړې له اصطلاح څخه کارل اخیستل، دومره ځانته پاملرنه نه را ګرځوله.  ۱۹۴۰ زېږدي کال په جنورۍ میاشتې کې د یوې مقالې په خپرولو سره، چې سرلیک یې «رواني جګړه او په لاره اچولو لارې چارې» وه، دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره د امریکا په ادبیاتو کې دننه شوه.

 له لومړنيو تعریفونو څخه، چې د رواني جګړې لپاره کارول شوِِِِې دي او د امریکا د وسله والو ځواکونو د منلو وړ وګرځېد، ددغې تعریف په هکله لیکل شوي: «رواني جګړه؛ یعنې د ځانګړې موخې لپاره، د یوې ډلې پر چلند او روحیې د اغېز شېندلو لپاره له هر دول لارې چارې څخه کار اخیستل.»  د دویمې نړۍ والې جګړې په پای کې، دغه کلیمه د لغاتو په قاموس کې ځای شوه او د هغه مودې سیاسي او پوځِي عبارت جوړونې یې رامنځته کړې.

 په همدې ډول د یوې خطي نسخې په هکله لیکل شوي، چې په ۱۹۴۶ کال کې د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا چاپ شوې ده او په ۱۹۵۰ زېږدي کال کې د هغه په لیکنه کې بیا کتنه شوې ده.  په دې کتاب کې، رواني جګړه په دې ډول راغلې ده: «د رواني جګړې ځانګړې دنده، پر دښمن زموږ د ارادې تپل دي او غیرې پوځي او اقتصادي وسایلو له لارو چارو څخه د هغوی پر کړنو، حاکم کېدل دي.»  په همدې ډول د ۱۹۵۵ زېږدي کال په مارچ میاشتې کې، امریکا د جګړې (دفاع) وزارت “د جګړې په ډګر کي”تر سرلیک لاندې د یو کتاب پر خپرولو لاس پورې کړ، چې د جګړې مفهوم او رواني جګړې د بنسټونو په هکله لومړني، نوي رسمي نظریې وې.  په دې کتاب کې رواني جګړه داسې تعریف شوې ده: «رواني جګړه له طرحه شویو تبلیغاتو او نورو اعمالو څخه ګټه ده، چې مخکې تر هر شي، د دښمن د ټولنې پر احساساتو، دریځ او چلند، بې طرفۍ یا د ملګري او یا په خاصه توګه د ملي موخو تر لاسه کولو لپاره ترسره کېږي.» په دې تعریف کې، له رواني جګړې څخه د جګړې موده او یا د فوق العاده وضعې اعلان لپاره نه محدودېږي او طرحه شویو پرګرامونو او نورو فعالیتونو ته نغوته شوې ده.

د رواني جګړې اړوند عملیات امکان لري، لنډمهاله یا اوږدمهاله وي، چې لنډمهاله فعالیتونه یې لاندې برخې را نغاړي:

                    · ستراتېژیک تبلیغات

                    · جګړه ییز تبلیغات

                    · خبر خپرول

                    · په منظم او دقیق ډول دښمن ته فریب ورکول

                    · پټ تبلیغات

اوږدمهاله رواني جګړه، د دولت له بهرني سیاست او د هغې د شهرت او اعتبار د لوړولو او د دوستۍ او منل کېدو لپاره په پرله پسې ډول له بېلابېلو لارو او وسایلو څخه په ګټې اخیستنې، په ګټوره توګه د خبر خپرول دي.  شاید په دې برخه کې، د رواني او پوځي جګړې له تر ټولو ښو تعریفونو څخه، د پل لاینبرګر (Paul Laeinberger) تعریف وي، چې ددې بحث په هکله له مشهور لیکوالو څخه دی.  هغه په خپل مشهور کتاب “رواني جګړه” چې په ۱۹۵۴ زېږدي کال چاپ شو، رواني جګړه د هغې په محدوده مانا کې تعریفوي: «رواني جګړه له عملي هڅو سره د دښمن پر وړاندې له تبلیغاتو څخه ګټه اخیستل دي، چې پوځي، اقتصادي او سیاسي منځپانګه لري.» هغه وروسته بیا، د اړیکو له هرې بڼې څخه د طرحه شوې ګټې په توګه، د معینو ستراتېژیکو یا تاکتیکي موخو لپاره د یوې ډلې، بې پلوه یا ملګري، افکارو او عواطفو باندې، د اغېزه شېندل دي» تعریفوي.  اما لاینبرګر، رواني جګړه دهغې له پراخې مانا، چي د ارواپوهنې د ځينو برخو دکارونې په توګه د هغو هڅو د مرستې لپاره، چې په سیاسي او اقتصادي چارو کې ترسره کېږي، تعریفوي او کارپوهان هم په دې موضوع کې، لکه هارولد لاسول (Lasswell) او ادوارد بارت (Barth) د څلورګنو وسلو په هکله، چې امریکا متحده ایلات یې په واک کې لري؛ یعنې ديپلوماتیکې، پوځي، اقتصادي او تبلیغاتي وسلې دي.

په پایله کې رواني جګړه، دا مانا پیدا کړه: «د خلکو د افکارو او د هغوی د ارادې د ترلاسه کولو لپاره نښته.» دغه مانا، امریکا پخواني ولسمشر اېزنهاور په ۱۹۵۲ زېږدي کال کې په سانفرانسیسکو کې د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې په خپلې مشهورې وینا کې څرګنده کړه او داسې یې توضیح کړه: «اړتیا ده، چې موږ خپل بهرنی سیاست داسې جوړ کړو، چې د سړې جګړې له ستراتېژۍ سره په واحده او منسجمه توګه همغږې ووسي… اړتیا ده په دې سړه جګړه کې په خپل درېځ او ضمیر کې، د فرصت په لټه کې ووسو، چې له ځاني زیان څخه پرته موږ بریا ته ورسوي او د سولې ساتلو په جګړه کې موږ بریالي کړي.» داقرتي له هغې اجماع څخه وايي، چې له دویمې نړۍوالې جګړې څخه دوې لسییزې وروسته د رواني دکترینو په منځ کې (په نوي نړۍوالې اړیکې کې، د هغوی د کارونې، رول او منځپانګې په هکله) په امریکا او اروپا کې منځته راغی.  د هغه په اند، نظر خاوندانو منلې ده، چې د رواني جګړې بنسټیز مفهوم عبارت دی له: «د یوې یا څو ارتباطي رسنیو څخه د کارونې له لارې په عقاید کې لاسوهنه.»

رواني جګړې ډولونه                   

1- ستراتیژیکه رواني جګړه: دا ډول جګړه د سترو او اوږدمهالو فعالیتونو پورې اړونده ده، چې د سیاسي، اقتصادي، پوځي او ټولنیزو آسیب پذیرو سیمو ته په پاملرنې سره، د یوې ټولنې د یوې برخې یا د ټولو پر وړاندې کارول کېږي.  دا کړنه د عقایدو او آرمانونو د سستوالي لامل کېږي او ملتونه د خپل کلتور او تمدن په هکله په شک او تردید کې اچوي، په بل عبارت، د هغوی روحیه او اراده زیانمنه وي.  په ستراتيژیکې برخې کې رواني هڅې او ځیرکانه تبلیغات، کولای شي د تړونونو د له منځه وړلو لامل شي.

2- تاکتیکي رواني جگړه: تاکتیکي رواني جګړه، د جګړې په ډګر کې د دښمن د سرتېرو او په همدې ډول د هغوی دولت د اتباعو په هکله ترسره کېږي.  رواني عملیات په دې حالت کې سیمه ییزې دي او موخه یې، د دښمن د سرتېرو مقاومت ضعیفول دي او یا د پرمختګ په حال کې ځواکونو سره همکارۍ لپاره د خلکو را غوښتل او د دښمن د جګړې د هڅو پر لارې، خنډ رامنځته کېدل دي.  د تاکتیکي رواني جګړې اصلي موخه، په جګړې کې د ګډون کوونکو پوځي سرتېرو او د هغوی د ملاتړو عناصر له منځه وړل، دي.

3 تحکیمي رواني جګړه: دا ډول جګړه په خپل هېواد کې د ملکي خلکو د همکارۍ د ډېرېدو لپاره ترسره کېږي.  د تحکیمي رواني جګړې د طرحه کېدو او طراحۍ ورستۍ موخې، په جګړې کې بریا، د سولې ټينګښت او د بریا ساتل دي.  په دې ډول رواني جګړه کې، چارواکي خپل فعالیتونه د خلکو د اعتماد او ملاتړ د ترلاسه کولو او په همدې ډول د دښمن د دسیسو د پېژندلو او د پوهاوي د لوړوالي په هکله، هغوی ته اړینې ښوونې وړاندې کوي او د شایعاتو او اکاذیبو پر وړاندې درېدو لپاره یې پاملرنه را ګرځوي.  په دې برخه کې، محبوب مشران او سیاستمداران کولای شي محوري رول ولوبوي.»

                                                                                                نور بیا…

One thought on “رواني جګړه / ژباړن: مسعود عمر”
  1. ستاسو پخوانی لیکنی دارواپوهنی په برخه کی اوس نشته
    دوېب سایټ په تغیرسره نشو کولی چی هغه وګورو؟؟؟؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *