مقدمه:

افغانستان د هغو هیوادونو د ډلې څخه دی چی بیلابیلې ټولنیزې اواقتصادي ننګونې یې اوسمهال مخې ته پرتې دي. د افغانستان خلک د څو لسیزو راهیسې د جګړی اولانجو له امله کړیږي چې دغه ناورینونه نه یوازې جسماني روغتیا بلکې دهغوی رواني روغتیا یې هم اغیزه کړی ده.خپګان او له حادثې وروسته رواني اختلالات درواني ستونزو له معمولو اختلالاتو څخه دی چی په زړو سړو او ښځو کی لیدل کیږی برسیره پر دی نوموړې رواني ستونزې اوس وخت کی په ځوانانوکې هم لیدل شوې دي چی باعث یې په افغانستان کی ددوامداره جګړې شتون ، فقر، تاوتریخوالی،خرابې تغذیه ، بی سوادي، کډوالي اوهیواد ته له راستنیدو وروسته ټولنیزو ننګونو له امله منځ ته راغلي دي چی په افغانستان کې ددریو لسیزو جګړواو اوس هم د جګړې شتون په افغانستان کې خلکو ته بدني او مالي زیانونه اړولي دي او خلک د مختلېفو مشکلاتو سره مخامخ دي  چې اوس وخت کې تقریبا زیات خلک په رواني تکلیف باندې اخته دي.

په افغانستان کې د رواني ناروغیو مخینه:

رواني ناروغۍ یو لرغونې ناروغي ده چی ځینو عالمانو ویلي، چی باید رواني ناروغۍ هم د جسماني ناروغۍ په څیر یی درملنه وشي نوموړی خبر هیپوکرات دمیلاد څخه ۴۰۰  کاله مخکی بیان کړې ده، چېاوس په پرمختللیو هیوادونو کې د رواني طب سازمانونه  اودروانی ناروغیو مرکزونه جوړ شول او اوس وخت کې یې ډیره پرمختیا کړې ده.په افغانستان کې د محمد بن زکریا رازي له وخته او له هغې وروسته ابوعلي سینا رواني ناروغانو(دهغه وخت لیونیانو) ته پاملرنه کوله اودهغوی لپاره د درملنې له مختلیفو لارو لکه تلقین څخه استفاده کوله ، خو په رسمي ډول په ۱۳۲۱ کال کې دکابل دطب په نوی جوړه شوې پوهنځی په درسي نصاب کې دعقلي اوعصبي ناروغیو  مضمون شامل شو، چې  ترکی ښوونکو  له خوا پرمخ وړل کیده او په ۱۳۶۷ کال کې د کابل رواني روغتیا انستیتیوت د رواني روغتیا د یو شمیر ډاکترانو اوښاغليبرنا آصفي په همت جوړ شو چی قیمتی اثار لکه د ټولو لپاره رواني روغتیا ، د نشه یي توکو څخه ناوړه استفاده او د ماشومانو د رواني  روغتیا دوا دروانی روغتیا د لومړنۍ هستې په توګه په دې دوره کې د هندي ډاکترانو په مرسته اودکابل پوهنتون داستادانوله خوا دیو شمیر رواني اصطلاحاتو ژباړه ترسره شوه. په ۱۳۶۹ لمریز کال کې رواني روغتیا درضاکارانو ټولنه دعامې روغتیا وزارت د کتابتون په تالار کې پرانستل شوه چې د هغې اجرایي هئیت دګډون کوونکو د رایو پواسطه ټاکل کېده چې په سر کې یې دهغه وخت د عامې روغتیا وزیر پوهاند مهر محمد اعجازي، دهغه وخت دکابل پوهنتون رئیس اسدالله حبیب، د عامې روغتیا دفارمسی دقوانینو د چارو رئیس خلیل الله مقدر او دلیکوالو اوشاعرانو دټولنی د غړو له خوا جوړه شوه چې یوه ځانګړې اساسنامه یی لرله او رواني ناروغانو دتشخیص اود درملنې او همدارنګه رواني درملنی جی سایکوانالیز اود ورځې دروغتون د رواني ناروغانو په منلو تاکید کاوه چې دا پخپله د ټولنې دخلکو د برخې اخيستلو څرګندونکي وو او په همدې کال کې په تیره بیا دالماتا دکنفرانس څخه وروسته تر دوه زرم   کال پورې دنړیوالو د پاملرنې په مرکز کې واقع وو او رواني روغتیا د لومړني روغتیایي څارونو PHCجز وو.په ۱۳۷۵ کال کی دروغتیا دنړیوال سازمان په مرسته دروانی روغتیا ډیپلومه کورس دافغانستان د ۱۵ تنو ډاکترانو لپاره دایرشو چی د ډاکترانو په منځ کې په نوي بڼه دروانی روغتیا دکلتور پیل وو. دې وخت په تیرېدو سره د عصبي او عقلي اصطلاح ځای روانيناروغیو ونیو او جلا دیپارتمنت یې په طب پوهنخی کی جوړ شو او کوم دارلمجانین چې وو هغه په رواني روغتون بدل شو او اوس هم فعال دی اود جکړو په نتیجه کې د رواني روغتیا دکارکوونکو تبښته او د موقت انتقالي حکومت په راتلو سره نړیوالو پاملرنه روغتیا ته زیاته شوه او په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې رواني روغتیا دهیواد د اساسي روغتیایي خدمتونو په مجموعه کې شامله شوه  چی د کلیو په کچه په کې د رواني روغتیا د خدمتونو وړاندې کول په کې شامل دياو په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې یې هغه ته په لومړۍ کټګوری کې ځای ورکړ . دهغه نه وروسته رواني روغتیا دروغتونونو د روغتیایي ملي ستراتییژی اوپالیسی د رواني روغتیا اود نشه یي توکو د غوښتنې دکمولو د ډيپارتمنت له خوا جوړه شوه، چې د ۱۳۸۹ ه ش نه تر ۱۳۹۴ کال پورې درواني نظره دیو روغ افغانستان  تر شعار لاندی یو مهال ویش جوړ شو .

په افغانستان کی د رواني روغتیا وضعیت:

روانی ناروغي د انسان د پیدایښت راهیسې وجود لري اود هغی په وړاندې دهیځ یوې اقتصادي اوټولنیزې طبقې فرد خوندي نه دی. اوداسی یو خطر دی چی انسان بیا بیا ګواښي . له نیکه مرغه په وروستی نیمه  پیړی کی درواني روغتیا خوڅښت درواني ناروغیو په اړه غلط نظرونه او پوچی عقیدی یوې خوا کړې. اوڅرګنده کړې یې ده، چی په لومړي قدم کې رواني ناروغی په څیر ژراو په وخت  تشخیص شي اود درملنې لاندې ونیول شي په هماغه اندازه  به یې مزمن کیدل او عوارض کم شي

رواني روغتیا څه شی ده :

رواني روغتیا دښه ژوند کولو اوټولنیزو ښېګړو علم دی چی د ژوند ټولې زاویې د جنیني ژوند دلومړیو شیبو تر مړینی پورې چی درحم دننه ژوند ، ماشومتوب نه تر ځوانۍ اولویوالي او زړښت مرحلې پکی شاملې دي . رواني روغتیا یوه داسی پوهه اوهنر دي چې له خلکو سره مرسته کوي ترڅو د وراني اوعاطفي نظره دسمو لارو په منځته راوړلو سره کولای شي له خپل چاپیریال سره جوړښت وکړی اودخپلو ستونزو دحل لپاره د حل مطلوبې لارې وټاکي .

دروانی ناروغیو اعراض اونښی:

روانی ناروغیو کلینیکي نښې او علامې دي  چیې شخص نه شي کولای سم فکر او قضاوت وکړي اویا دخپل سوله ایز ژوند لپاره چاپیریال اودشاخوا خلک ولری.

په لاندی طریقو باندې کولای شو چې رواني روغتیا کنترول کړو:

۱  د رواني ناروغیو په اړه د ټولنې د پوهاوي د زیاتولو له لارې د روانی روغتیا د کچې لوړول .

۲  د رواني بې نظمیو پر وخت تشخیص، پیژندنه اود هغوی درملنه

۳ د ناروغۍ د عوارضو دعوت یا بیا ستندني مخنیوی اود ناروغیو قدرت مند کول

۴ د جسمي ناروغیو د مخنیوی او درملنی له لاری د رواني ناروغیو د رامنځته کیدو مخنیوۍ

هغه ځوک چی روانی ناروغۍ لری لاندی نښی به پکی موجودی  وی :

  • ددایمی خواشینۍ احساس
  • دیو معقول سبب نه پرته دایمی ناخوښي
  • مکرره بی خوبي
  • متناوب خپګان په کمزوري کوونکي ډول
  • دخلکو په وړاندی د دایمی کرکې اوبې مینې توب احساس
  • دژوند نا آرامي
  • په دایمی ډول داولادونو نه زغمل
  • تل په غوسه او وروسته پیښمانه کیدل
  • بی ځایه دایمی ویره
  • همیشه خپل ځان په حقه اونور ناحقه ګڼل
  • دبی شمیره بدني دردونو اوشکایتونو احساس چی کوم سبب هم ورته نه پیدا کیږي

دډاکتر منینګز په عقیده که کوم شخص په خپل ځان کې د پورته نښو نه یوه یی قطعيوګڼي نوباید له هغی سره مرسته وشي

درواني ناروغیو ډولونه :

۱ لوی ناروغۍ سایکوزونه:

  ۱ ذهني پریکیدنه:(schizophrenia)  (دشخصیت بیلیدنه اودواقعیت داحساس نشتوالی)

  ۲ خپګان(manic- depressive) ژور خپګان او شدید نوسان لرونکي هیجان

  ۳ سخته بدګماني اوهذیان(چټیات) :(paranoia)په هر څه بي دلیله بد ګماني د خیال چوکاټ کې.

۲ غیر عمده ناروغۍ :

نیوروزونه:دژوند دډول ډول موقعیتونو اوحالاتو په وړاندی دعادی غبرګون دتوان له لاسه ورکول

شخصیتي اختلالات:چی دماشومتوب د دورې دخواشیني کوونکو تجربو پواسطه منځته راځي.

درواني ناروغیو لاملونه :

عضوي ناروغۍ :دمغزي رګونو آرتریو اسکلروز، سرطانونه، میتابولیکي ناروغۍ،ځیني نرولوژیکي ناروغي، داندوکراین د غدو ناروغۍ ، ځینی مزمنې ناروغۍ ،میرګي اونور

وراثت:په هغه ماشوم کی چې مور اوپلار دواړه یی ذهني پریکیدنه لري  په دې ناروغۍ داخته کیدو احتمال د هغو ماشومانو په پرتله چې روغ مور او پلار لرې ۴۰ ځله زیات دي .

چاپیریالي او ټولنیز لاملونه: اندیښنې ،عاطفې ترینګلتوب، دزور(اجباری )ودونه، د کورنۍ جلاوالی ، بیوزلي، ښاري ژوند، د ټولنې صنعتيکیدل، کډوالي، د اقتصادي امنیت نشتوالی، رټل هیرول او ظلم چې په اوس شرایطو کې په افغانستان کې زیات خلک که هغه ځوانه طبقه ده او که زړه طبقه ده په رواني ناروغیو اخته دي چې عمده لامل یې هم په هېواد کې د دوامدارې جګړې شتون او د هر راز کیمیاوي او زهري وسایلو استعمال دي که چېرې اوس وخت کې د سرطان له امله چې څومره کسان  مړه کیږي او یوه نیمه لسیزه مخکې مړه کېدل سره پرتله کړو  نوڅو چنده فرق به موجود وي.

تجربه: زه خپله چې اوس وخت کې مې عمر ۲۵ کلنۍ ته رسیږي کوم علایم چې موږ پورته ذکر کړل تقریبا اکثریت هغه علایم زه اوس وخت کې په خپل ځان کې احساس کوم کله چې یو کار سرته رسوم لکه په کمپیوټر کې د معلوماتو ثبتول نو چې کله هغه معلومات زه ثبت کړم د باربار کتلو بیا هم زه ما زړه یې نه مني چې دا  مواد به ما دلته ثبت کړي وي، یا لکه د کور د حویلۍ دروازه چې کوم وخت زه غواړم چې دا دروازه زه بنده کړم حتا داسې وخت راغلی چې د کور دروازه مې ۱۵ ځلې زیاته کتلې چې شاید ما نه وي ټینګه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *