تاند- د رسنیو د ملاتړ اداره وايي، ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې د خبریالانو او ژورنالیستانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.
د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټې مشر نجیب شریفي نن /چهارشنبه/ وویل، سږ کال تراوسه پوري ۱۱ افغان ژورنالیستان وژل شوي چې دا تر ټولو کلونو زیات دي.
د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمېټې له شمېرنو سره سم په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې ټولټال ۶۰ ژورنالیستان وژل شوي دي.
ښاغلی شریفي وايي چې د وژل شویو ژورنالیستانو د قتل دوسیې څېړل شوي نه دي.
په دغو کسانو کې هغه ټول ژونالیستان شامل دي چې په جګړه کې وژل شوي یا د نامعلومو وسله والو له لوري ویشتل شوي دي.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د ژورنالیستانو د وژنو په وړاندې بې تفاوتي پای ته ورسوي کنې د رسنیو رسا ږغ به غلی شي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان یوه لویه بریا ګڼل کېږي.
نجیب شریفې دا څرګندونې د خبریالانو په وړاندې د جرمي معافیت د پای ته رسولو د نړېوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وکړې.