تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼه له پاکستان سره د اړیکو د نژدې کولو لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هلوځلو په باب په یوه تبصره کې، چې سرلیک یې دی:«د غني چال*» پوښتنه کړې چې ایا افغانستان او پاکستان له یو بل سره ګوزاره کولی شي؟
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې لیکنه کې، چې مشهور شناند بارنیټ روبین کښلې، ویل شوي، د افغانستان ولسمشر یو داسي خطر په غاړه اخیستی دی چې ډېر مشران ورته غاړه نه ورکوي.
روبین وايي: ډاکتر غني له پاکستان سره په دې هیله د اړیکو ښه کولو ته دوام ورکړی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو له لارې به یې په خپل هیواد کې د سولې لار اواره شي او سیمه ییزه اقتصادي پراختیا ممکنه شي.
خو ډېری افغانان شکمن دي، ځکه چې پاکستان له افغانستان سره د یوه تر اغېز لاندې هیواد په شان چلن کړی دی. په داسي حالت کې ښاغلی غني فوري نتیجې ته اړتیا لري.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تبصرې لیکوال ښاغلی روبین وايي:« د امریکا حکومت باید راتلونکې اوونۍ، چې نوموړی (ښاغلی غني) امریکا ته په رسمي سفر راځي، د ده نهايي ملاتړ وکړي. د امریکا لپاره هدف تر دې لوړ دی چې ایا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له بې ثباته کېدو پرته د خپلې دورې تر پای ته رسېدو مخکې له افغانستانه پوځیان ایستلی شي او که نه شي.»
نیویارک ټایمز وايي، ښاغلی غني هیله لري چې د پاکستان حکومت به د ده د هڅو په ځواب کې د طالبانو، چې مشران یې په پاکستان کې دي، له پوځي ملاتړه لاس واخلي او پر هغوی به فشار راوړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او په نهایت کې به هغوی له وسله وال مقاومته لاس واخلي.
ورځپاڼه وایي افغانستان او پاکستان په ۱۹۴۷ میلادي کال د پاکستان د جوړېدو له وخته له یو بل سره اختلاف لري. خو ښاغلي غني په وروستیو کې هڅه وکړه چې د پاکستان ځینو اندېښنو ته ځواب ووايي. ده د پاکستان له زاړه دښمنه د وسلو د اخیستلو پرېکړه بېرته واخیسته.
پاکستان ته یې څو تنه افغان پوځیان د زده کړو لپاره ولېږل او دغه راز یې له دغه هیواد سره په پوځي او استخباراتي برخو کې د بې سارو همکاریو وړاندیز وکړ.
روبین وايي چې سیمې ته یې بې شمېره سفرونه کړي خو تېره میاشت یې پاکستان ته په سفر کې د پاکستاني او افغان چارواکو په چلند کې حیرانوونکی بدلون ولید.
دی وايي چې پاکستاني چارواکو ورته ویلي چې د دغه هیواد پوځ طالبانو ته ویلي چې یا د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي او یا به د پاکستان له خاورې د عملیاتو د کولو ازادي له لاسه ورکوي.
روبین دا هم ویلي چې د پاکستان خورا نژدې دوست چین پاکستان ته ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مخالف دی او د دې پر ځای د یوې داسي سیاسي حللارې غوښتونکی دی چې پر اساس یې طالبان جګړه بس کړي او په سیاسي پروسه کې شامل شي.
*
منظور د شطرنج د دانې چال دی.
په دې تبصره کې خو نوي څه نشته
پر پاکستان باور کول دعقل نه لری خبره ده