محمد عارف رسولي ||

څو ورځې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې په یوه نړیوال کنفرانس کې په افغانستان کې د اوبو د سکتور د ودې په هکله په زغرده تهدید وکړ. ده په ډاګه یې وویل چې زموږ د کجکي، کمال خان او سلما بندونه دوی ته د منلو نه دي. ایران له افغانستان د تاریخي لاملونو له کبله او هم د خپلې سیمه ییزې لوړیا غوښتنې (هیژمونۍ ) او په نړیواله کچه د خپلو موخو د پاللو په پار  تل غوښتي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

کله چې د سیمې هیوادونه لکه په اروپا او یا د نړۍ د نورو پرمختللو سیمو په شان د ګډو اقتصادي همکاریو او ګټو په مزو تړلي وي، په مختلط اقتصاد او صنعت کې داسې ګڼ ملیتیزې سترې فابریکې ولري چې شاخونه یې په ګڼو هیوادونو کې وي، تجارتي راکړې ورکړې یې یو پر بل تړلی وي، د انرژۍ او مواصلاتو ګډ سیستم ولري، ګډ مارکیټونه او قوي پلي کیدونکي قوانین او مقررات ولري او ټول هیوادونه له ثبات او ښیرازۍ څخه برخمن وي نو د یوبل په چارو کې د لاسوهونو لاملونه یا له منځه ځي او یا بیخي کمزوري کیږي. دا ځکه چې په یوه ملک کې بې ثباتي په نورو مستقیمه سترې فلج کوونکې منفي اغیزې لري.

خو د پورته شرایطو په نه شتون کې بیا سیمه ییز برلاسي هیوادونه په خپلو کمزورو ګاونډیو هیوادونو کې د لاسپوڅو ګومارلو، د زور وهلو، تابع کولو، وروسته ساتلو، په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي  چارو کې د لاسوهنو پالیسۍ پرمخ بیایي. دا سیمه ییز ملکونه هڅې کوي چې نړیوال او سیمه ییز رول یې زیات شي، نو د ګاونډیانو تابع کول یې په لمړیتوبونو کې راځي تر څو په نړیوالو لوبو کې له سترو قدرتونو سره ورباندې معاملې وکړي او خپلې ستراتیژیکي ګټې خوندي کړي.

د همدې فرمول په بنسټ، په افغانستان کې ایران او پاکستان دواړه په یو څه توپیر همدا پالیسي پرمخ بیایي. په افغانستان کې د تپل شوو پردو اوږدو جګړو او نورو داخلي خامیو تر څنګ دا لاملونو هم زیات رول لری چې زموږ دا دوه ګاونډیان نه غواړي په افغانستان کې شخړې پای ته ورسیږي او افغانان په خپلو پښو ودریږي. هغوی پوهیږي چې په افغانستان کې قوي ملي بنسټونه (نهادونه) هیڅکله اشخاصو ته اجازه نه ورکوي چې زموږ د هیواد په ملي ګټو له دوی سره معامله وکړي، نو ځکه نه پریږدي زموږ په ملک کې ثبات راشي او خپل ملي نهادونه رامنځته او غښتلي کړو. دوی پوهیږي که په افغانستان کې ثبات راغی او نهادونه        ورغیدل نو د افغانستان ګټو ته ژمن کارپوهان به رامنځته او وروزل شي، افغانستان به مالي توان پیدا او د خپلو طبیعی او د اوبو د زیرمو د مدیریت، انکشاف او ورڅخه د نړیوالو قوانینو له مخې د سمې ګټې اخیستنې وړتیا به تر لاسه کړي.   

له همدې کبله، دوی دواړه زموږ په ماتیدونکي نظام کې تل کمزوري شخصیتونه او خاینې څیرې د خپلو جاسوسي سازمانونو تر ذره بین لاندې ساتي او ورسره مرستې کوي. دواړه ملکونه هڅې کوي چې زموږ په ملک کې د تل لپاره د قومي او لساني کرکو اور بل وساتي، ملي وحدت مو زیانمن کړي، تر څو و کولای شي چې د پردې تر شا زموږ په هیواد کې خپلې ناولې ګټې خوندی کړي.   

روحاني ولې اوس تهدید کوي؟

ولې حسن روحاني ولې د تل په څیر په ظاهره دوستي او په پټه کې د دښمنۍ لاره پریښوده او برالا تهدید یې وکړ؟ ځینې کار پوهان داسې فکر کوي چې اوس د ایران په رژیم کې داخلي ستونزې مخ په ډېریدو دي او حسن روحاني او کمپ یې د ایران له ستر مذهبي مشر او د هغه له پلویانو سره لاس او ګریوان دي. نو روحاني غواړي چې له کورنیو ستونزو د خپلو خلکو پام د ده په ذهن کې په افغانستان کې جوړو شویو موهومي تهدیدونو ته ورواړوي. پخوا د شیطان بزرګ ظاهري شعار و چې ایراني چارواکو به خلک ورباندې غولول خو اوس روحاني غواړي غرب ته ځان په کراره ورنیژدې کړي او هغه شعار نه کاروي.

ولې یې افغانستان انتخاب کړ؟ ایرانیانو په افغانستان کې په وروستیو لسیزو کې قوي سیاسي لوبغاړي د خپلو لاسپوڅي په څیر په اختیار کې لرل او له ستر فرهنګي نفوذ څخه برخمن وو. له همدې کبله، د نړیوالې ټولنې د قوي شتون سره سره په کابل کې د ایران د هر پټ او برالا تیري په مقابل کې له شرموونکې پټې خولې کار اخیستل شوی دی. ایرانیانو د څو وروستیو لسیزو په زیاتو وختونو کې د قوي لاسپوڅو، ژور فرهنګي نفوذ، غولوونکو شعارونو، زیاتو پیسو کارولو او خورا ماهرې دپلوماسۍ د یوې ټولګې (بستې) په کارولو سره افغانانو ته په شهدو کې زهر ورکول. ایرانیانو په خورا مهارت سره زموږ په هیواد کې خپل مزدور قوتونه تقویه کول، زموږ د کلتور، ملي هویت او ملي وحدت مخه یې ډب کوله، د اوبو د بندونو جوړولو او د اوبو د سکتور د ودې مخه یې  نیوله، او زموږ په هیواد کې یې ټولې خپلې ستراتیژیکي موخې تر لاسه کولې، نو ځکه اړتیا نه وه چې برالا کوم تهدید وکړي. خو اوس داسې مالومیږي چې له ایرانیانو سره ویره پیدا شوې چې کیدای شي په افغانستان کې دا ستراتیژیک موقف له لاسه ورکړي.  

د خدای نظام داسې دی چې تیري کوونکي قوتونه که هر څومره ښه تدبیر هم غوره کړي په پای کې خام ثابتیږي. ایرانیانو که په افغانستان کې سالمو قوتونو ته د اسلامي ورورۍ لاس ورکړئ وائ، ورسره مرسته یې کړې وائ چې افغانستان با ثباته شي د افغانانو په زړونو کې به یې ستراتیژیکې روا ګټې او موقف ورځ تر بلې ټینګېدلای. خو لکه چې وایي کوږ بار تر مزله نه رسي د ایران کاذب شعارونه هم لکه د پاکستان غوندې غولوونکي له اوبو راووتل. اوس تر یو څو خرڅ شوو لاسپوڅو یې پرته ټولو افغاني پرګنو، قومونو او سیمو ته داخبره روښانه او تر لمر ښکاره شوې ده او زموږ دولت هم ورته ځیر شوی دی. اوس ورسره ویره پیدا ده چې کیدای شي دا د څو لسیزو موقف په افغانستان کې له لاسه ورکړي. نو ځکه اوس هڅه کوي خپلو بې شرمانه لاسوهنو ته لا زیاتوالی ورکړی، پوله او پلمه ورته جوړه او ګویا مشروعیت ورکړي.  

فکر کیږي ایرانیان پوه شوي چې زیات امکان شته چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي او د دوی د ناروا ګتو مخه ونیسي. داسې نښې راڅرګندیږي چې اوس په افغانستان کې د ثبات یو څو لاندې عمده ټکو سره لاس یو کړی دی: (ا)، د نړیوال اعتبار لرونکي تکنوکرات، پیژندل شوي پرمختیایي کارپوه او په ملي کچه د عامو افغانانو په زړونو کې د منل شوي ولسمشر ښاغلي اشرف غنی تر مشرۍ لاندې او د ډاکټر صاحب عبد الله عبد الله په مشارکت د ملي وحدت د حکومت دوام ( که څه هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی) او اوږد مهاله ستراتیژیک پلانونه د افغان ملت ورڅخه زیات ملاتړ، لکه یوه ایراني وکیل چې څو ورځې وویل دوی ( د ځینو افغانانو په خلاف) اشرف غنی ښه پیژني چې څه وړتیاوې لري او که پاته شي افغانستان کوم ځای ته رسولای شي، (۲)، په نړیواله او ملي کچه د حزب اسلامی د ستر نفوذ لرونکي رهبر حکمتیار صاحب کابل ته راتګ او له دولت سره سوله، (۳)، یو ځل بیا تر څو کلونو وروسته د ستونزو سره سره د افغانسنان د د دولتي زعامت او نړیوالو سترو قدرتونو او نړیوالو سترو پرمختیايي سازمانانو تر منځ د نظر یو والی او اعتماد، (۴) په افغانستان کې د نوي خوځنده نسل او وړتیا لرونکو کادرونو ورځ تر بلې زیاتوالی، (۵) د عامو افغانانو له ستړیا سره سره په الله متعالی توکل، ستر صبر، زغم، د ستونزو په ګاللو کې ستر او حیرانوونکی مقاومت، او پردیو ته د نه تسلیمېدو ستر ملي او تاریخي هوډ، او (۶) په افغانستان کې د ایران د لاسپوڅو ورځ تر بلې رسوایي او په افغانانو کې یې ګوښه والی او نور زیات لاملونه دي چې کیدای شي ایرانیان یې ډار کړي وي چې افغانستان د بدلون په لور روان دی او دوی یې نه شي کابو کولای.  

د ایران د دسیسو انتخابونه د افغانستان په ضد

بل سوال دادی چې روحاني او ایراني دولت به په کومو انتخابونو کار کوي چې خدای مه کړه خپل تهدید عملي کړي، افغانستان له خپلو مشروع حقونو محروم او یا یې اوسنی نظام چې د سترګو اغزی یې دی له پښو وغورځوي؟ تیري کوونکي ملکونه کله چې و غواړي ستا په ملک کې د کوم ستراتیژیک پرمختګ مخه ډب کړي، د مقابل لوري د اغفال لپاره په مستقیمه توګه په هغه ساحه کې پخپله ګذار نه کوي. د شرایطو او امکاناتو سره سم د راز راز پیچلو او غیر مستقیمو ورانوونکو تګلارو څخه کار اخلي. د هیواد په د ننه او بهر کې د نظام له دښمنانو سره لاس یو کوي تر څو مخالف نظام نسکور او یا له جدي ستونزو سره مخ او له خپلو موخو را وګرزوي. انګریزانو د امان الله خان په وخت کې او روسانو د شهید داود خان په وخت همدا کار وکړ. هغوی دواړو چې کله په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې په خطر کې ولیدې نو د خپلو داخلي لاسپوڅو په مرسته یې دا دواړه نظامونه نسکور کړل.  

اوس هم امکان شته چې ایران به زیاته هڅه وکړي چې د افغانستان اوسنی ملي نظام د پاکستان او یا بل کوم هیواد او په داخل کې د خپلو لاسپوڅو کړیو په مرسته یا بیخي له پښو وغورځوي او یا لږ تر لږه هغه توان ورڅخه واخلي چې سترې ملي پروژې عملي کړي. دوی به هڅې وکړي او نښې نښانې یې هم ښکاري چې هغوی لګیا دي د خپلو لاسپوڅو، پیسو، فرهنګي نفوذ او نورو نظامي او سیاسي لاسوهنو یو ترکیب وکاروي او خدای مه کړه له دې ناولو موخو یوې ته ورسیږي. په افغانستان کې د هغو زورواکانو ګواښونه چې ایران له پخوا ورباندې زیاته پانګونه کړې او ورباندې زیات نفوذ لري روښانوي چې ایرانیان تر پخوا زیات فعال شوي او نویو دسیسو ته یې لاس اچولی دی.

که څه هم طالبانو ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې به لویې زیربنایي پروژې نه ګواښي خو کیدای شي ایران ځینې نورې وسله والې ډلې، د مخدره توکو او انسان تښتوونکو قاچاقبران او  نور هغه لاسپوڅي چې په سوریه کې ټریننګ او جنګولي د افغانستان په خاوره کې په کار واچوي او ستونزې راولاړې کړي.  

ایرانیان پوهیږي چې که په افغانستان کې یو ځل یو دوه پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، د ریل پټلۍ او نور پلي شول د افغانستان له ثبات سره زیاته مرسته کولای شي. نو دوی به هڅه وکړي چې په هیڅ سکتور کې کومه ستره پروژه لکه ټاپي او یا بله سرته و نه رسیږي او د ګډوډیو په مرسته د ستراتیژیکو سترو پروژو مخه ډب کړي.

د ایران په مخکې خنډونه څه دي؟

مخکې مو وویل چې اوس اوس غټ اکثریت افغانان د ایران عزایم ښه پیژني او ورنه کرکه کوي. د دوی زیات لاسپوڅي رسوا شوي او زیات څه نه شي کولای. د نړیوالو حضور په افغانستان کې که څه هم موږ ته به نور زیانونه لري خو ایران به و نه توانیږي چې زموږ اوسنی نظام چپه کړي او او یا یې له ستراتیژیکي غټو پروژو را وګرزوي.

افغانستان ته څه کول په کار دي؟

موږ باید د ایراني ولسمشر تهدیدونه ډېر جدي ونیسو، ستره ننګونه یې خپل ملک ته و بولو او ورته ښه تیار وو. خو باید پوه شو چې دا ننګونه څنګه په فرصت بدله کړو. موږ ګورو چې تر اوږدو جګړو وروسته زموږ زیات خلک نالوستي، په نورو ملکونو کې کډوال، بیوزله، په قومی تعصبونو کې راګیر، د اقتصادی، سیاسی او ټولنیز پلوه وروسته پاته شول. زموږ ملي ارزښتونه کمزوري شول او دښمنو قوتونو ته موکه په لاسه ورغله چې زموږ یو شمیر خلک د خپلو غولوونکو شعارونو تر اغیزې لاندې راولي او د خپلو دسیسو ښکار یې کړي. نو ځکه د ګاونډیانو داسې برالا تهدیدونه هغه هم د افغانستان د خپلو اوبو په سر موږ ته دا لاره اواروي چې د غرض لرونکو او غولوونکو ګاونډیانو اصلي څیرې و خپلو خلکو ته رسوا، په دسیسو یې خبر، عامه پوهاوی زیات، د بهرنیانو لاسوهنې بربنډې او ملي وحدت ټینګ کړو.

د روحاني او ورته نورو بهرنیانو څرګندونې او په ناروا پټکې افغانانو ته موکه برابروي چې په خپله خاوره کې خاین او ملي ګټو ته وفادار مشران او ډلې سره بیل کړي. هغه چا چې له ایرانی ریژیم څخه مرستې او پیسې تر لاسه کړې دي د خپل بادار په وړاندې ملي او افغانی دریځ ورته ګران کار دی او اړ دي پټه خوله پاته شي او یا کوم جدي وطنی موقف و نه نیسي. دا به مرسته وکړي چې ایراني مزدوران په ملت کې رسوا او ګوښه شي او بیا به و نه توانیږي چې د وطن دوستۍ درواغجنې لافې شافې ووهي، د ملي کټو تیږه په سینه ووهي او مزدوري به یې لا نوره ښه بربنډه شي.

هغه اوبه او سیندونه چې د له یوه ملکه بل ته بهیږي خورا پیچلې حقوقي مسئلې لري او کله خو خبره نړیوال حکمیت ته راجع کیږي. نو له خپلو ملي ګټو او حقونو ننګه کول پوهه، تخصص، ملي وحدت، ښې حکومتولۍ او ثبات ته اړتیا لري. دا مسئلې له نورو ملکونو په وچو ناندریو او ادعاوو کوم ځای ته نه شي رسیدلای. بلکه باید په ملک کې په اړوندو مسلکي چارو کې لکه دیپلوماسي، د مرزي اوبو په هکله نړیوال قوانین، د اوبو انجنیري او هایدرولوجي، چاپیریال ساتنه، اقتصادي ارزونه او نورو ورته ساحو کې وړ کسان وروزو. په هیواد کې په اړوندو ملي نهادونو باید اړینه پانګونه وکړو، ترڅو توان و مومي او ملت ورباندې ډاډ پیدا کړي غښتلي شوي، د هیواد له اړوندو ګټو ننګه کولای شي او پورته ننګونو ته په مسلکي توګه ځواب ویلای شي.

که افغانان په رښتیا غواړي چې په داسې سیمه ییزو مسئلو کې له خپلو روا حقونو ننګه وکړي نو هر افغان ته اړتیا ده چې په خپل ملک کې ملي وحدت ته د سترګو د کسي په توګه اهمیت ورکړي. ځکه د ملي وحدت په نشتون کې موږ نه شو کولای له حریصو او دسیسه کوونکو ګاونډیانو سره بریالي شو.

د یوه خپلواک، غښتلي او هوسا افغانستان په هیله چې وکولای له خپلو مشروع حقونو ننګه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *