تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپله لومړنۍ نړیواله مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا له این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل سره په تهران کې وکړه، وویل:

«موږ هیڅکله د اتومي وسلې د جوړولو پروګرام لرلی نه دی، نه مو یې هڅه کړې او نه به دا کار کله وکړو.»

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې حسن روحاني ټینګار کړی چې ایران به په هیڅ شرط د اتومي وسلو په شمول د ډلوژونکو وسلو د ترلاسه کولو هڅه ونه کړي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ، ویې ویل:

«څه چې موږ د ایران د ولسمشر له خوا وینو، له نړیوالې ټولنې سره مثبتې همکارۍ ته د ده د لېوالتیا نښه ده چې یوازې یې هرکلی کولی شو.»

ایران پخوا هم ادعا کوله چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.

امریکا او متحدان یې د ایران پر ارادې شک لري، وايي چې ایران د اتومي وسلې د جوړولو هڅه کوي او د ځینو کارپوهانو په باور، ښايي ایران تر راتلونکي میلادي کاله پوري دې هدف ته ورسېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د اتومي پروګرام په شمول د ایران د ټولو مهمو مسلو په اړه پرېکړه کولی شي.

حسن روحاني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د اکثرو امریکایانو په ذهن کې دا پوښتنه شته چې چې ایا تاسو په رښتیا هم د اتومي پروګرام په شمول د مهمو مسلو په اړه پرېکړه کولی شئ؟ وویل:

«د اتومي پروګرام په اړه د ده حکومت په پوره قدرت عمل کوي او بشپړ واک یې لري، موږ د دې ستونزې د حل کولو لپاره مناسب سیاسي اورګانونه لرو.»

حسن روحاني د ایران په مذهبي او بنسټپال رژیم کې نسبتاً معتدل او نرم دریځی ګڼل کېږي. ده په انتخاباتي مبارزو کې هم خلکو ته وعده ورکړې وه چې پر ایران به د امریکا بندیزونه نرم کړای شي.

حسن روحاني ته په انتخاباتو کې له بري وروسته د امریکا ولسمشربارک اوباما د مبارکۍ پیغام ولېږه.

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر سوریې له حملې څخه د بارک اوباما د تېرېدو پرېکړه د هغه کمزورتیا ښيي، وویل:

«موږ جګړه کمزورتیا ګڼو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د ملګروملتو سرمنشي او د ناټو سرمنشي د روحاني د څرګندونو هرکلی وکړ او د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني د چهارشنبې په ورځ وویل: امریکا به له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو په باب د حسن روحاني ادعا وازمويي.

جې کارني همداراز وویل، د امریکا ولسمشر د ایران له ولسمشر سره د لیک تبادله تایید کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *