سمون تصمیم – ارواپوه
نارسیسزت (نارسیسست) یا په ځان مین په غربي ادبیاتو کې عامه اصطلاح ده او په ورځنیو مکالمو کې د هغه چا لپاره ډېره استعمالیږي چې تر نورو ځان ته ډېره توجه کوي، تل د ځان په اړه فکر کوي او د خپلو سطحي خوښیو په پرتله د نورو خوښيو ته ډېر ارزښت نه ورکوي. اردو ژبې او د پېښور پښتانه یې نرګسیت بولي او په دري کې د”خودشېفته“کلمه تر ډېره بریده په همدې مفهوم کارول کېږي.
د ارواپوهنې په علمي ژبه کې نارسیسزم یوه رواني ناروغي ده چې انسان د ژوند په مختلفو برخو کې خودخواهانه افکار لري؛ لکه داسې فکر لرل چې ګویا تر نوروډیر ارزښت لري، تل ځان ته د نورو توجه راګرځوي، د نورو په واسطه ستایل کیدو ته ژوره اړتیا لري، او د نور لپاره د همدردۍ یا خواخوږۍ حس نه لري. نارسیسزم له علمي اړخه ډېر ډولونه لري. د نارسیسزم په اړه ښاغلي محمد ياسین اديب په یوه جامع لیکنه کې عمومي معلومات وړاندې کړي چې څه موده مخکې په تاند.کام کې خپره شوې. د لا ډېرو معلوماتو لپاره یې په لاندې لینک کې لوستلی شئ
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/121126
په دې لیکنه کې د نارسیسزم په یو خاص ډول چې روحاني نارسیسزم یادېږي تمرکز شوی او مختلف اړخونه یې د ارواپوهنې د علم د لیدلوري څخه څېړل شوي.
روحاني نارسیسزت په ديني او روحاني برخو کې د خپل ذهن، عقل او هوښیارۍ څخه په ګټه پورته کولو شاوخوا وګړي تر تاثير لاندې راولي ترڅو د دوی تابع اوسي. په لومړي دید کې با احساسه، او درونګرا (په خپلو فکرونو او احساساتو کې مشغول) برېښي. خو په حقیقت کې د لوړوالي یا تفوق حس، د کاذبې سنګینۍ خوی او تر نورو د برترۍ احساس لري. دا ډله اشخاص خپلو ګټو پورې محدود فکر لري، ریاکارانه برخورد کوي او اکثراً د نورو د کنترول لپاره تر حد د زیاتې دیندارۍ، سختو ديني باورونو او افراطي دينې عقایدو څخه ګټه اخلي. د دې ډلې خلکو د منلو وړ دیني وړتیا تل په عمل پورې تړلې وي، دیني افکارو او ذهنیت ته ارزښت نه ورکوي. روحاني نارسیسزت د دې پر ځای چې خلک تشویق کړي چې له معبود سره خپله ژوره اړیکه ټینګه کړي، د نویو دیني رواجونو، سختو او تکراري ګړنلارو او د دين افراطي تعبير په وړاندې کولو سره د خلکو رابطه له معبود سره هغه تګلارو ته محدوده ساتي چې دوی وړاندې کړي او داسي ښکاره کوي چې د دوی لار پکې تر نورو ښه ده. په دې لار کې تل یوازې دوی ډیر مهم او د رهبر حیثیت لري.
د روحاني نارسیسزم رواني رنځ لرونکو لپاره په یو رسمي موقف کې پاتې کیدل او په رسمي ډول د قدرت لرل مهم نه وي، خو تل د دین او دیني روایاتو څخه د خپلو ناوړه کړنو د پټولو لپاره ګټه پورته کوي. دا ناوړه ګټه کیدای شي د نورو د حقوقو نه ورکول وي، په نورو د کنترول راوستل وي او یا هم په خپله کورنۍ او ماشومانو د خورا ډېر کنترول راوستل وي.
روحاني نارسیسزت د نورو د فریب او تلقین دپاره د بې بنسټه قضاوتونو په واسطه د هغه کسانو سره مخالفت څرګندوي چې د دوی طراحي شوې ديني لاره نه تعقیبوي. دا ډله خلک د بې بنسټه قضاوتونو برسېره د هغه چا په مقابل کې چې د دوی لار نه تعقیبوي شدیده کرکه هم څرګندوي.
د دې رواني رنځ لرونکي د انتقاد په مقابل کې شدید قهر ښکاره کوي او د ديني روایاتو څخه په ناسم تعبير وړاندې کولو سره منتقدین ټيت او ضعیف ښکاره کوي. داسې انګېري چې ګویا د دوی منقدین احمقان دي او روحانیت (د دین پیروي) یې تر دوی په کمه کچه ده.
روحاني نارسیسزت په نورو د کنترول د ساتلو لپاره د شرمنده کولو، د ديني حلقو څخه د شړلو، روحاً ربړولو او ځورولو، تر فشار لاندې راوستلو، د ګناه احساس ورکولو، مغز شویی، او داسې نورو غیر اخلاقي لارو چارو کار اخلي. حال دا چې حقیقي روحاني مشران د تشویق او هڅونې، په مينې او خوشحالۍ سره د لارښودنې په ورکولو او د خپلو کړنو په بېلګې سره نور د دین خوا ته را بلي. روحاني نارسیسزت انتقاد او د وضاحت غوښتنه نه شي زغملای او د انتقاد په صورت کې د ګنهکار په خطاب سره انتقاد کوونکي بې دینه ښکاره کوي، ترڅو نور د انتقاد کوونکي لار خپله نه کړي او دوی د پوښتنو سره مخ نه شي.
د دې رواني رنځ لرونکي زورواکي ښکاره کوي او د خپلې مشرۍ بی قید و شرطه پیروۍ توقع لري.د خپل او خپلې کورنۍ نوم، نښان او حیثیت روښانه او بې داغه ساتل دوی ته ډېر ارزښت لري. خپلې ديني زده کړې د نورو تر زده کړو لوړې او معتبرې بولي او په ځيني برخو کې د مخصوصې او الهامي پوهې او درایت ادعا هم کوي. د دې مخصوصې پوهې څخه تر ډیره بریده د قدرت د ستالو او په نورو د برترۍ د ښودلو په برخه کې هم ناوړه ګټه پورته کوي. په عمومي ډول په دوو برخو ویشل کیږي. هغه ډله چې نارسیسزم یې ښکاره وي او هغه ډله چې نارسیسزم يې پټ وي.
څرګند او ښکاره روحاني نارسیسزت کوښښ کوي ترڅو هرڅه په اعلی شکل ترسره کړي، ناکامي او کمزوري ورته د منلو وړ نه وي او د نورو مقابل کې د ترحم او همدردۍ حس نه ښکاره کوي. برعکس پټ او درونګرا روحاني نارسیسزت تر څرګند یا ښکاره روحاني نارسیسزت ډیر مضر وي. دوی پوهېږي چې برتري او لويي یې په روحاني اړخ کې نه ده، ځکه بیا د کنترول د ساتلو لپاره د نورو پټو ناوړه لارو څخه هم ګټه پورته کوي او په ماهرانه ډول یې سؤ استفاده پټه ساتي.
دا هم باید په نظر کې وساتو چې ځینې وخت په عامو وګړو کې هم روحانيت لوړیږي ترڅو د نوروتوجه جلب کړي، مګر د روحاني نارسیسزم رنځ لرونکي کسان د روحانیت او ديني باورونو څخه چې د غرور او بې باکه چلند سره مل وي د نورو د کنترول او د نورو څخه د ناوړه ګټه پورته کولو لپاره استفاده کوي. دوی هغه خلک په نښه کوي چې آسیب پذیره دی او د خپلو ديني عقیدو د صحت لپاره د نورو تصدیق ته اړتیا لري. د دې رنځ لرونکي اشخاص ځکه ډېر خطرناک وي چې د خپلو پیروانو اعتقاد او د معبود سره اړیکه د خپلو علایقو او ګټو په اساس برابروي.
په وروستیو کلونو کې د نړۍ ډېرو ټولنو د داسې کسانو، او د دوی د هغه سازمانونو او ادارو په اړه چې د رنځ لرونکي نور خلک یې راټول او منسجم کړي عامو وګړو ته معلومات وړاندې کړي ترڅو د ټولنې ټول غړي وکولای شي، لمړی د رواني رنځ لرونکو روحاني نارسیسزتانو د تاثير لاندې را نه شي، او بیا و کولای شي په خپل اختیار د معبود سره ژوره او نه ماتېدونکې اړیکه ټینګه کړي.
یوه اساسي پوښتنه دا پیدا کیږي چې که موږ د خپلو عقایدو او د معبود سره د خپلو اړیکو په اړه اطمینان ولرو، په دې اصل باور ولرو چې موږ د انساني ښېګڼې په اساس د نورو سره اړیکې ټینګوو، او په خپل اخلاقي ارزښت وپوهېږو؛ دا ډله فرصت لټونکي او په ځان مین خلک چې د انسانانو په بې باورۍ، شرمندګۍ او د ګناه احساس کولو کې خپله ګټه او بقا ويني به څه په لاس ولري؟ او زمونږ اړيکه به د معبود سره د عقيدې په اساس وي که د وېرې او افراطي بې بنسټه اعمالوپه اساس؟
د ارواپوهنې نوې پلټنې ښايي چې په دین باور لرل او روحانیت د انسانانو د رواني روغتیا سره مثبت تړاو لري. په دې معنا چې هغه څوک چې په دین باور ولري تر هغه چا چې په دین باور نه لري د ډیر رواني صحت څخه برخمن وي، په ژوند کې هدفمند وي او د ژوندانه د ستونزو سره د مقابلې لوړه وړتیا لري.
خو آیا دا مثبت تړاو د هغه روحانیت سره چې د ډار، تابعیت، او معبود په ځای د محدودو کسانو چې ځان مشران را پېژني د خوښۍ د پلټولو په صورت کې هم ممکن دی؟