تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کې د افغانستان د اجرايي رييس له دوهم مرستیال محمد محقق سره په کتنه کې له افغانستان سره د خپل هیواد ملاتړ اعلان کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په ګاونډي افغانستان کې به یووالی د ترهګرۍ، تشدد او سخت دریځۍ د ریښو د وچېدو سبب شي.

د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې روحاني په تهران کې د افراطیت او تاوتریخوالي پرضد د لومړني نړیوال کنفرانس په څنګ (حاشیه) کې له محقق سره په کتنه کې وویل:«افغانستان له اختلافاتو او دښمنیو ډېر ځورېدلی دی، موږ هیله لرو چې د افغانانو ترمنځ یووالی او ورورګلوي به په افغانستان کې د تروریزم او تاوتریخوالي د ختمېدو او د دغه هیواد د ثبات او پرمختګ سبب شي.

روحاني مخدر مواد او د هغو قاچاق د ټولې سیمې لپاره خطرناک وبلل او له افغانستانه یې وغوښتل چې د دې ستونزې د حل کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

ده زیاته کړه:«که افغانستان له ایرانه مرسته وغواړي، ایران تیار دی چې له افغانستان سره د څېړنې او علومو په برخو کې مرسته وکړي څو په افغانستان کې کروندګر د کوکنارو پر ځای نور شیان وکري.»

د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې محقق له ایرانه په دې مننه وکړه چې له ډېرو کلونو راهیسي له افغانستان سره مرسته کوي. ده ایران د افغانستان لپاره تر یوه ګاونډي زیات وباله، ویې ویل چې «افغانستان د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل مشر ورور په سترګه ګوري.»

محمد محقق د یوه پلاوي په مشرۍ درې ورځې وړاندې ایران ته لاړ چې دا هیواد په سره ژمي د لکونو افغانانو د ایستلو له پرېکړې راګرځولو ته تشویق کړي.

ایران غواړي چې نژدې یو ملیون افغانان له خپلې خاورې وباسي ځکه چې دوی وايي د دغو افغانانو د وېزو موده پوره شوې ده.

4 thoughts on “روحاني په افغانستان کې د ترهګرۍ، افراطیت او تشدد د پای ته رسېدا هیله وکړه”
  1. خدای دې ایران او ایرانیان له پنجابیانو سره یو ځای هلاک کړي ځکه چې دوی افغانان در په در او خاورې په سر کړل.

  2. محقق صيب ـ ايران د افغانستان مشر ورور نه بلکې مشر دښمن دئ ، ځکه ستا څخه زمونږ کشر دښمن مونږ ته ځانوژونکي واسکټيان راليږي خو بیاېې هم په خپلو تعليمي موسساتو کې افغانانو ته لار پرانستې ده خو له بده شامته په ايران کې دا حق خو پریده چې ځينو افغانانو ته د ډوډۍ پخونکي څخه ډوډۍ اخستل اود دواء پلورونکو څخه دوايي اخستل د قانون خلاف ګڼل کيږي ، ټول ځوانان پوډريان شو اوپه وړو خبرو اعداميږي ـ د هغه منظور لپاره چې لیږل شوئ وې نتيجه ېې څه شوه ؟ ملت پوښتنه لري؟

  3. دا یی لاد مواږی حکومت بله ننداره. ددیپاو ماسی د هیځ نورم سره دا کار سر ه د کار برابر ندی.

  4. محقق خپله د خمینی د قم په مدرسه کی چړیتوب کړی او د خمینی لمسی دی. ده هلته د ایران د جاسوسی جهنمی سازمان غړیتوب تر لاسه کړی او په ډیری سپین سترګی سره یی د افغانستان د خلکو ، دولت او سیاسی احزابو او مهمو اسرارو په باب خپل مشر ورور ته معلومات ورکړی او لا د ده چاپلوسی خپل بادار ته ادامه لری. زمونږ بدبختی همدا ده چی په ډیرو حساسو ارګانونو کی معلوم الحاله جاسوسان ځای پرځای شویدی او دوی علنی خپلو بادارانو – ایران او پاکستان ته سفرونه کوی او ټول لازم معلومات دوی ته په ډیره آسانی سره ورکوی. زما مقصد دا نه دی چی ټول هزاره ګان خدای د نه کوی جاسوسان دی اما د محقق جاسوسی په اسنادو سره ثابته ده او د هغه معاون علی یاسا د کویټی هزاره دی چی د پاکستان تابیعیت لری او دوه کاله مخکی د افغانستان د ملی امنیت له خوا لاس په لاس ونیول شو.
    د محقق مشر ورور- ایران هر کال د ژمی په شروع سره د افغانانو په شړلو پیل کوی او کوم یو چی ژوندی پاته شوی وی د یخ او واورو په وسیله وژنی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *