د استخدام بهیر او وژونکې پایله 

عدالت په لغت کې د استقامت، مساوات، انصاف، د حق حکم، توازن او د متعادل امر په معنی راغلی دی.

او  اصطلاحي لنډ تعریف یې دا دی،  د افراط او تفریط تر منځ منځني حد ته عدالت ویل کیږي

افلاطون د ټولنیز سیاسي نظام او په هېواد کې د ټولنیز عدالت په اړه ډیرې په زړه پورې طرحې لري. د ده په طرحو کې د دولتي واکمنانو پوهه، پاکي او انصاف لوړ ځای لري او د ټولنیز پرمختګ لپاره د عدالت شتون  اړین فکټور بولي.

د یوی ټولنې  پرمختگ، ترقي او هوسایي هلته ترلاسه کیږي، چې فرد دټولنې او ټولنه دفرد په خاطر کار وکړي دځان زیان او گټه په ټولنیز زیان او گټه کي نغښتی وبولي.

دغه باور هغه وخت په عمل کې پلې کیدلی شي، چې د ټولنې عادي وګړي په نظام کې د مسؤولو چارواکو په عدل او انصاف ډاډمن ووسي.

د ټولنیز عدالت د دغه لنډو تعریفونو څخه مو یوازینۍ موخه دا ده، چې د هېواد د ملکي خدماتو د استخدام په پروسه کې د ضوابطو پرځای د روابطو او په دغه برخه کې د اړمنو او لوستو ځوانانو د ناهیلي‌توب او شته ستونزو سپړل او بیانول دي.    ‎‎‎‎‎

له شکه پرته چې  د استخدام په پروسه کې د شفافیت نه شتون او د مستحقو ځوانانو د حق پایمالول له هغه سترو ننګونو څخه دي، چې که  دولت یې له منځه وړلو ته پام ونه کړي، نو په راتلونکي کې د دولت لپاره په سترې سرخوږۍ بدلیدلی شي.

انجنیر روح الله علي یو له هغه کسانو څخه دی، چې په هېواد کې د دغسې ټولنیزو بې عدالیتو ښکار شوی دی.

علي اصلآ د ننګرهار ولایت  حصار شاهي  ولسوالۍ اوسیدونکی دی، پلار یې د جلال اباد ښار ډنډ چوک کې د حلال رزق د پیدا کولو لپاره ټوله ورځ په ناروغ ځان د کراچې شاته ولاړ او د خپلې کورنۍ د اړتیا و د پوره کولو په موخه توکي پلوري.

علي د کنړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي څخه په لوړه درجه فارغ شوی دی.

علي وايي، چې د ژوندانه په ډیرو سختو اقتصادي شرایطو کې یې د لسانس دوره پای ته ورسوله. په داسې حال کې چې په ټوله کورنۍ کې یې د وټیزو(اقتصادي) اړتیاو د پوره کولو لپاره  یوازې سپینږیري او ناروغ پلار کار کوه او د کورنۍ د بیلابیلو  ستونزو سره سره یې دی ته  د دې لپاره په ورین تندي د پوهنتون د خرڅ پیسې ورکولې چې ګوندې د فراغت څخه وروسته به د هېواد په یو دولتي او یا غیر دولتي  اداره کې په کار  وګمارل شي، چې په دې سره به هم هېواد او هیواوالو ته د خدمت مصدر وګرځي او هم به د خپلې کورنۍ او  سپینږي  ناروغ پلار سره د کورني اړتیاو په پوره کولو او د ژوند په پر مخبیولو کې مرستندوی شي.

 انجنیر علي زیاتوي:« د ۱۳۹۴ کال کې د پوهنتون څخه فارغ او له هماغه وخت راهیسې په کابل کې  د ماما کور ته د دندې د لاسته راوړلو په هیله راغلی یم،  دلته مې اوس  دوه نیم  کاله پوره کیږي، خو تر اوسه مې دنده نه ده تر لاسه کړې»

ښاغلي علي د خپلو خبرو په مهال په مایوسانه توګه وویل چې ۱۳۰۰اعلان شویو بستونو ته  مې  cv  لیږلې، خو دا چې واسطه او پیسې نه لرم، نو هیڅ کله  په دغه اعلان شویو بستونو کې نه یم شارت لیست شوی  تر دې چې د « gmail» کمپنۍ راته  د ایمیل له لارې ویلي دي، چې یادې خپله cv بدله کړه  او یا  له دې وروسته د کوم بل  ایمیل له لارې اعلان شویو بستونو ته اپلای وکړه.

دغه ځوان  زیاته کړه، چې  د ماليي وزارت، افغان ملي بانک او د کلیو پراختیا او ښارجوړونې  وزارتونو کې یې ازموینه ورکړې، خو د شفافیت او ټولنیز عدالت د نشتون له کبله په دغه  نمایشي ازموینو کې  ټول  واسطو او پیسو والا کسان  بریالي اعلان شوي دي، نوموړي د خپلو  خبرو په ترڅ کې  وویل« کله یې چې یوه ورځ  د ښارجوړونې وزارت  یو دولتي بست لپاره د یاد  وزارت په انګړ کې  ازموینه ورکوله نو هلته ورته یو کس وویل چې بې ځایه دې زحمت او تکلیف ونه باسي؛ ځکه چې په دغه بست کې لا د وخته یو کس  مقرر شوی دی او دغه ازموینه د یو تش سمبول په توګه اخیستل کیږي.

ښاغلي روح الله علي دا هم وویل چې د الکټرونیکي تذکرو په پروسه کې یې هم ازموینه ورکړې او د پوره نمرو په اخیستو سره بریالی شوی هم دی، مګر د نامعلوم لامل له کبله یې د منتظرینو لیست ته ورکړی، حال داچې ځینې کسان د ډیرو کمو نمرو په اخیستو سره ډيرو ښو ښو بستونو ته معرفي شوي دي.   

د دغه پوښتنې په ځواب کې چې په هېواد کې د دغسې ظلمونو او بې عدالیتیو پر وړاندې څه احساس لري؟

ایا داسې وخت راغلی دی، چې په دغه تانده ځواني کې مایوسه شوی وي؟

وې  وویل«د مایوسۍ احساس څه چې له ژوند څخه مې بیخي زړه تور شوی دی، څو ورځې وړاندې مې پلار ته وویل، پیسې راکه چې بهر ته ولاړ شم په دغه هېواد کې د غریبو او بې واسطې خلکو لپاره ژوند کول ډیر ګران دی پلار او کورنۍ مې راته وویل، چې ته بهر ته ولاړ شې نو موږ به څه وکړو او موږ دلته چاته پریږدې.

په همدې خبرو کې یې یوه بله ډیره دردونکې کیسه داسې بیان کړه:« یو ټولګیوال مې راته نقل وکړ، چې د  ترور زوې یې د ننګرهار د ادبیاتو پوهنځې څخه په کدر کې فارغ شوی و، له فراغت څخه وروسته یې  څلور کاله د کار د پیدا کولو په موخه بیلابیلې دروازې و ټکولې، خو د ډیرو هلو ځلو سره سره یې د واسطې او پیسو د نه لرلو له کبله دنده ونه شوه موندلی، بلاخره بله ورځ یې د کورسونو، ښوونځي او پوهنتون ټول اسناد یو د بل سره ګنډه کړي و، په غاړه کې یې اچولې و او بیا یې د کوټې په چت کې  ځان زندي کړی و چې په دې ډول یې له دې ظالمو بې عدالتیو څخه د تل لپاره ځان خلاص کړ».

انجنیر روح الله په پوره باور سره ننني افغانستان اونیزې ته وویل، چې که د استخدام په پروسه کې شفافیت موجود او لیاقت مطرح وي نو دی چلنج ورکوي، چې په لومړۍ ازموینه کې به د دندې خاوند شي.

نوموړی په هېواد کې د امنیتي ګواښونو، ستونزو او کړکیچونو د ډیریدو یو ستر لامل د ځوانانو وزګارتیا  او سرګرداني بولي  او وایي، که په هېواد کې عدالت تامین او کار اهل کار ته وسپارل شي، لوستو او نالوستو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر شي او همدارنګه  د استخدام په پروسې باندې ځوانان باورمند شي، نو له شکه پرته به په افغانستان کې د جګړو او شته ناورینونو ټغر ټول او خلک به د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.

په افغانستان کې د شته ټولنیزو بې عدالتیو په برخه کې روح الله یوازې یو کوچنې مثال و، چې د بې عدالتیو  قرباني دی.

که وغواړو په دغه برخه کې لږ څه ژور تحقیق وکړو نو داسې ډیر انجینران او اکاډمیک ځوانان به ومومو چې په افغانستان کې د ټولنیز عدالت د نه شتون او واسطې قرباني شوي دي.

نو د افغانستان دولت او اړوندو چارواکو ته دا لازمه ده، چې د ټولنیز عدالت د پلې کیدو او  د استخدام په پروسه کې دباوري شفافیت په را منځته کولو سره کار اهل کار ته وسپاري او ځوانان په دې ډاډمن کړي، چې د متوازن استخدام او شفاف امتحان له لارې ورته خپل حق ورکول کیږي.

په دې سره  به هم د هیواد مدیریتي سیستم په خپلو خپو ودریږي او هم به د لوستو او لایقو ځوانانو په ځای کیدو سره د هیواد ټول شته کړکیچن وضعیت د مطلوب لوري خواته په حرکت شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *