غرمه وه۰
غوټۍ حویلۍ ته ووته۰
له خپلې تورې پیالې سره په یو کونج کې لمر ته کښیناسته۰
د منې ښایسته لمر ځلېدو خو حرارت یې تر ښایست ډېر کم و۰
کم رنګه شین اسمان داسې ښکاریدو لکه تباشیر چې دې پرې دوړولی وي۰
د مرغانو اواز اورېدل کېده.
د کور خړه پیشو لمر ته ویده وه۰
پوست شمال کمزورې پاڼې ښورولې۰
غوټۍ باغچې ته وکتل۰
ګلان ورته مړاوي او بې وسه ښکاره شول۰
د اوړي هغه ورځ ور په یاد شوه چې ګلاب یې شکولی و او بابا یې دومره خپه و چې درې ورځې یې ورسره خبرې نه کولې۰
غوټۍ د شونډو وچ شوی پوست په غاښ وشکاوه۰
زړه یې هم وچ وه خو د زړه درد یې د شونډو تر درد ډېر عمیق و۰
دا درد له هغو دردونو څخه و چې مغز ورته دلیل نه درلود۰
له هغو دردونو څخه چې له ټولې نااشنایي سره هم غوټۍ ته ډیر نږدې و۰
له هغو دردونو څخه چې بشر لا ورته کلیمه نه وه جوړه۰
د غوټۍ ستونی ډک ډک کیدو خو اوښکه یې نه توېده۰
عسلي رنګو سترګو یې نه ژړل خو دومره غمجنې، ستړې او بې وسه ښکاریدې چې ته وا د سترګو روح یې په اوښکو کې غرقه ده۰
چای یې غوړپ کړ۰
تیز، سور، بې خونده شین چای یې د شونډو په زخم ولګید۰
سوی یې وکړ۰
د جسم او روح تر مینځ یې عجیبه ناپیږندګلوي احساس کړه۰
غوټۍ ګلابو ته وکتل۰
ځینې وچ شوي ول،ځینې مرګ ته نږدې ول۰
ځینو نورو ته هم چې له مني بې خبره یې تازه غوټۍ کړې وې، مرګ خوله پرانیستې وه۰
د غوټۍ په زړه کې تېره شوه: د بابا زړه ته نږدې ګلاب مني وچ کړل . خو بابا له مني خپه نه دی او نه هم شکایت لري۰